د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې چاودنه شوې


ځینو نورو سرچېنو ویلي چې چاودنه د طالبانو په امنیتي کسانو شوې ده او د مرګ ژوبلې اندازه یې تر هغه زیاته ده چې طالبان یې وایي.
ځینو نورو سرچېنو ویلي چې چاودنه د طالبانو په امنیتي کسانو شوې ده او د مرګ ژوبلې اندازه یې تر هغه زیاته ده چې طالبان یې وایي.

په کندهار کې طالب مقامات وايي چې د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۰ (غوايي۳۱) یوه چاودنه شوې چې حد اقل یو کس یې وژلی او درې نور یې ژوبل کړي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې بمب په یوې لاسي کراچۍ کې اېښودل شوی و. دا پېښه د کابل-کندهار په سړک کې شوې ده.

اعلامیه وايي چې «د کندهار ښار د کابل اډې پر سړک باندې نن سهار اوه بجې د يو لاسي بم چې په یو ریړۍ کې ځای پر ځای شوی و، چاودیدلی» چې په خبره یو کس وژل شوي او «درې تنه سطحي زخمیان» شوي دي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوي دي. خو ځینو نورو سرچېنو ویلي چې چاودنه د طالبانو په امنیتي کسانو شوې ده او د مرګ ژوبلې اندازه یې تر هغه زیاته ده چې طالبان یې وایي.

تر دې کومې ډلې د دغې چاودنې مسئولیت نه دی منلی، خو د طالبانو له بیا راتګ وروسته په افغانستان کې د اکثریت چاودنو مسئولیت د داعش ډلې په خپله غاړه اخیستی دی.

په کندهار کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته دا ډول چاودنه کمساري بلل کېږي، دغلته د دغې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده مقام او دفتر دی او له هماغه ځای څخه د خپل حکومت چارې مخې ته وړي.

د مارچ په میاشت کې هم په کندهار کې یو ځانمرګی برید وشو چې د طالب مقاماتو په وینا حد اقل درې تنه په کې ووژل شول. خلک د بانک په مخکې د خپلو معاشونو ترلاسه کولو ته ولاړ وو، چې چاودنه پرې وشوه.

په کندهار کې دا چاودنه داسې مهال شوې ده چې څو ورځې مخکې په بامیان کې په یو برید کې درې بهرني هسپانوي سیلانیان او درې افغانان ووژل. په دغه وسله وال برید کې څلور نور کسان چې د هسپانیا، اسټرالیا، ناروې او لیتوانیا دي، ژوبل شوي دي.

د داعش-خراسان ډلې ادعا کړې ده چې برید هغوی کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG