د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د هیلو ټرسټ موسسې دوه ماین پاکوونکي په یوه چاودنه کې مړه شول


د هیلوټرسټ د ماین پاکۍ موسسې په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دغه چاودنه کې یو ماین پاکوونکی د پیښې په ځای مړ شو او بل ماین پاکوونکي چې سخت ټپي شوی و، روغتون ته تر رسولو وروسته ساه ورکړه.
د هیلوټرسټ د ماین پاکۍ موسسې په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دغه چاودنه کې یو ماین پاکوونکی د پیښې په ځای مړ شو او بل ماین پاکوونکي چې سخت ټپي شوی و، روغتون ته تر رسولو وروسته ساه ورکړه.

په افغانستان کې د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ موسسې په اروزګان ولایت کې د یوې چاودنې له امله د دغه موسسې د دوو ماین پاکانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

هیلوټرسټ په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې دغه دوه ماین پاکوونکي د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۴ (غويي ۲۵مه) سهار مهال په ترینکوټ ولسوالۍ کې له د ماینونه په پاکولو بوخت وو، چې چاودنه رامنځته شوه.

په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دغه چاودنه کې یو ماین پاکوونکی د پیښې په ځای مړ شو او بل ماین پاکوونکي چې سخت ټپي شوی و، روغتون ته تر رسولو وروسته ساه ورکړه.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ماین پاکۍ د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت د ایکس ټولنیزې شبکې په یو پیغام کې د دغو دوو ماین پاکانو مړینه تائید کړې او ویلي یې دي چې دوی د نورو د ساتنې لپاره مړه شوي دي.

په دغه پيغام کې د قربانيانو له کورنيو او خپلوانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې ويل شوي دي:" د ماين پاکولو اتلانو خپل ژوند د ناچاودو توکو د له منځه وړلو او د بشر د ژوندانه د بيا رغولو لپاره وقف کړى دى."

هیلوټرسټ د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۳۰ هېوادونو کې د ماین پاکۍ په چارو بوخت دی. دغه موسسې په ۱۹۸۸ کال کې په افغانستان کې د ماین پاکۍ چارې پیل کړې.

ملګرو ملتونو د اپریل په څلورمه چې د ځمکنیو ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي له ورځې سره یې سمون درلود، وویل چې په افغانستان کې له ماینونو او ناچاودېدونکو مهماتو څخه د څه باندې ۳۰۰۰ کیلومتره مربع ځمکې له پاکولو سره سره لا هم ماینونه او ناچاوده مهمات په دې هیواد کې د خلکو او په ځانګړې توګه د ماشومان ژوند ګواښوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یو راپور کې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو له امله په ماینونو یو تر ټولو ککړ هیواد دی.

اوچا ویلي: "افغانستان په نړۍ کې [په ماینونو] یو ترټولو ډیر ککړ هیواد دی. د ۴۰۱ ولسوالیو څخه له درییو څخه دوه برخې یې په چاودېدونکو توکو ککړې دي".

اوچا په دغه راپور کې ویلي، چې درې میلیونه افغانان د ماینونو، ناچاودو توکو او د جګړې له پاتې شونو سره په هر کیلو مترۍ کې اوسیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د نورو ولایتونو پرتله د ارزګان، کندز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، میدان وردګ، او سمنګان ولایتونو کې خلک ډیر د ماینونو او ناچاودو توکو د ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په وینا: "د وروستي ارزونې له مخې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست او ۲۰۲۳م کال تر مې میاشتې پورې ترسره شوي، د چاودیدونکو توکو خطر په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې دویم لوی لامل دی. همدارنګه د ۲۰۲۲ م کال د جنورۍ او ۲۰۲۳ تر فبروري پورې، ۱۴۰۱ مرګ ژوبله رامنځته شوې چې ۸۶ سلنه یې ماشومان وو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG