ساینسپوهانو پنجشنبې نومبر ۲۱ (لیندۍ اوله) وویل چې په لومړي ځل توانېدلي چې له کهکشان څخه دباندې د یو ستوري 'روښانه' تصویرونه واخلي. ددې ستوري په اړه چې له لمر څخه ۲۰۰۰ ځله لوی دی، ویل شوي چې وخت یې پای ته رسېدلی او چاودېدو ته نږدې شوی دی.
ساینسپوهانو دا ستوری د "WOH G64" په نوم یاد کړی چې له ځمکې څخه ۱۶۰ زره نوري کاله لیرې په یو بل کهکشان کې واقع دی.
دا سور رنګه ستوری له شاوخوا ستورو څخه ډیر غټ دی چې معمولا ستوري له چاودېدلو او له منځه تللو وړاندې په دې شکل غټیږي.
ساینسپوهانو ددې ستوري عکسونه د اروپا د جنوبي فضا څارنې د هغه ستر تلسکوپ په مټ اخیستي چې تازه په چیلي کې لګول شوی دی.
د چیلي د انډریس بیلو پوهنتون د فضايي علومو ماهر کیچي اوناکا وویل: "موږ په لومړي ځل وتوانېدو د داسې یو ستوري روښانه عکسونه واخلو چې د لمنځه تللو په حال کې دی."
په اخیستل شویو عکسونو کې د هګۍ په شکل روښانه زیړ رنګي ستوري چاپېر سور رنګه مدار ښودل شوی دی.
اوناکا، چې په دې اړه د ستور پيژندني او اسټرو فزیک په ژورنال کې د خپرې شوې څېړنې مخکښ ساینسپوه دی، زیاته کړه: "موږ ځکه خوښ یو چې له دغه ستوري څخه اخراج کېدونکي مواد ښايي ددې ستوري له چاودېدو سره تړاو ولري."
د اوناکا په مشرۍ د ساینسپوهانو ډلې له ډیر وخت څخه دغه ستوری څاره. د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ موده کې ددې ستوري په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ساینسپوهانو له داسې یوې وسیلې څخه کار واخیست چې د دوو تلسکوپونو له مجموعې څخه جوړه شوې وه.
خو د ستوري د عکس اخیستل تر هغه ممکن نه وو چې د څلورو تلسکوپونو د نور له مجموعې څخه د "ګراویټي" یا جاذبې په نوم نوې وسیله جوړه شوه.
د ساینسپوهانو دغه ډلې د خپلو مشاهدو له مقایسې وروسته وموندله چې دا ستوری د خپل ژوند پای ته نږدې شوی دی.
ددغو مشاهدو له مخې، د وخت په تیرېدو سره د ستوري پړسوب او د رنګ تت کېدل په همدې معنا ده. خو ساینسپوهان وايي چې دغه موده هم ښايي زرګونه کلونه ونیسي مخکې له دې چې ستوری وچوي او له منځ ولاړ شي.
فورم \ دبحث خونه