د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د نااشنا فضايي الوتونکو شیانو په اړه پلټنې پیل کړې


د فضايي‌ نااشنا الوتونکو شیانو (یو ایف او) موضوع په متحده ایالاتو کې هم تاوده سیاسي بحثونه پارولي دي.
د فضايي‌ نااشنا الوتونکو شیانو (یو ایف او) موضوع په متحده ایالاتو کې هم تاوده سیاسي بحثونه پارولي دي.

د جاپان د پارلمان غړو د پنجشنبې په ورځ جون شپږمه (غبرګولي ۱۷) وویل چې په فضا کې راڅرګندېدونکي نااشنا الوتونکي شیان باید جدي وګڼل شي او د دې موضوع د څیړلو لپاره یوې ډلې په کار پیل وکړ.

دغو قانون جوړوونکو اندېښنه ښودلې چې کیدای شي دا څیزونه څارونکي ډرونونه یا وسلې وي.

د ۸۰ تنو څېړونکو خپلواکه ډله چې د دفاع پخواني وزیران پکې شامل دي، د جاپان له حکومت څخه غواړي چې په فضا کې ددغو نااشنا شیانو په اړه، چې په لویدیځه نړۍ کې "یو ایف او" بلل کیږي، د څېړنو لپاره امکانات زیات کړي.

د یو ایف او موضوع په متحده ایالاتو کې هم تاوده سیاسي بحثونه پارولي دي. واشنګټن تیر کال وویل چې په فضا کې ددغو شیانو د لیدل کېدو ۵۱۰ پیښې ارزوي. د ۲۰۲۱ کال راهیسې ددغو پېښو شمیر درې چنده زیات شوی او د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) په سپتمبر کې وویل چې دوی غواړي موضوع "له هیجان څخه ساینس ته" واړوي.

د جاپان د پارلمان غړي هیله لري د خپل متحد، امریکا په څېر د یو ایف او په اړه موجود ذهنیت هغو اندېښنو ته واړوي چې کیدای شي دا توکي استخباراتي وسایل وي.

د دې ډلې غړي او د دفاع پخواني وزیر یاسوکازو حماده وویل: "دا به زموږ لپاره خورا غیر مسؤلانه کار وي چې دغو نامعلومو توکو ته تسلیم شو او په حقیقت یې سترګې پټې وکړو. "

د جاپان فضايي حریم ته څه موده وړاندې په ظاهره د چین د یو ډرون له ننوتلو وروسته، د بیجینګ په رسنیو کې د جاپان د هلیکوترو ضد یوې بیړۍ د غیرمجاز ثبت شوې ویډیو خپرېدل د جاپان د دفاع وزارت د خجالت لامل شو.

او تیر کال دغه وزارت وویل چې "په کلکه ګومان کوي" چې په وروستیو کلونو کې د جاپان په فضا کې لیدل شوي الوتونکي توکي د چین لخوا لیږل شوي استخباراتي بالونونه وو.

د اپوزیسیون قانون جوړونکي یوشیهارو اسکاوا، چې د دې ډلې یو مهم غړی دی، وویل، په جاپان کې، یو ایف او له اوږدې مودې راهیسې "د یوې پټې مسلې په توګه لیدل کیږي چې له سیاست سره هیڅ تړاو نلري،" خو که څرګنده شي چې دا "پټې پرمختللې وسلې یا د جاسوسۍ بې پیلوټه الوتکې وي، دا کولی شي زموږ د ملت امنیت ته د پام وړ ګواښ رامنځته کړي."

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په ۲۰۲۲ کې د نااشنا فضايي الوتونکو شیانو په اړه د څېړنو لپاره د "ال ډومین انومالي ریزولوشن" په نوم اداره تاسیس کړه.

تیر کال ددغې ادارې راپور د ۱۹۹۶ او ۲۰۲۳ ترمنځ د پېښو پراساس، د لویدیځ جاپان څخه تر چین پورې غځیدلې سیمه د یو ایف او د لیدلو لپاره ترټولو عمده سیمه وبلله.

وروسته د امریکا د کانګرس د ۶۰ مخونو په یو راپور کې څرګنده شوه چې د هیڅ داسې فضايي ټکنالوژۍ د موجودیت شواهد نشته چې د متحده ایالاتو حکومت یې له خلکو څخه د پټولو هڅه کوي.

د جاپان قانون جوړونکي به په خپل حکومت فشار راوړي چې د پنټاګون د "ال ډومین انومالي ریزولوشن" ادارې په څېر موازي اداره رامنځته کړي او له متحده ایالاتو سره استخباراتي همکارۍ ته وده ورکړي.

د یو ایف او کارپوه او د متحده ایالاتو د استخباراتو پخواني چارواکي کریسټوفر میلون په جاپان کې ددغې ډلې د کار پیل "د پام وړ" وباله.

میلون د جاپان پارلمان ته په یو انلاین وینا کې وویل، له ډرون څخه د غږ تر سرعت تیزو وسیلو پورې، په اوکراین کې جګړې ښودلې چې "بې پیلوټه الوتکې او مصنوعي استخبارات خورا جدي تازه ننګونې رامنځته کوي."

هغه وویل، د دسمبر په میاشت کې، د متحده ایالاتو د هوایي ځواک یوه اډه د څو اونیو په ترڅ کې د ناڅرګندو بې پیلوټه الوتکو له پراسراره ننوتلو سره مخامخ وه، خو "موږ لا هم نه پوهیږو چې دوی له کوم ځای څخه راتلې."

میلون زیاته کړه: "د یو ایف او په اړه زموږ څېړنې د دې ډول مسلو په پوهیدو کې مرسته کوي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG