د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د ټولشموله حکومت موضوع پخپله افغانانو پورې اړه لري


ذبیح الله مجاهد ویلی چې د شانګهای سازمان په سیمه کې د یو مهم سازمان دی او ددغه سازمان غړي هیوادونه د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکې لري.
ذبیح الله مجاهد ویلی چې د شانګهای سازمان په سیمه کې د یو مهم سازمان دی او ددغه سازمان غړي هیوادونه د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکې لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شانګهای په سرمشریزې کې ددغه سازمان د غړو هیوادونو له خوا په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدلو د اړتیا د یادونې په اړه ویلي چې دا مسله د افغانانو مسله ده او که د افغانستان ملي کټي یې ایجاب کړي په اړه به یې پریکړه وشي.

ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ جولاۍ څلورم (چنګاښ ۱۴) د طلوع نیوز سره په مرکه د شانګهای سازمان په سیمه کې د یو مهم سازمان په توګه یاد کړ او ویې ویل چې ددغه سازمان غړي د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکې لري.

ذبیح الله مجاهد وویل: "د ټولشموله حکومت موضوع د افغانانو موضوع ده. افغانستان په هر برخه کې چې ملي کټې یې غوښتنه کوي پریکړه کوي. د سیمې هیوادونه او لیرې او نږدې ټول هیوادونه باید په هغو مواردو باندې خبرې وکړي چې افغانستان سره یې اړیکې څرنګه تنظیمیږي او څنګه کولای شو چې د سیمې په کچه د همکارۍ فضا رامنځ ته کړو".

د قزاقستان پایتخت استانه کې د پنجشنبې په ورځ جولاۍ څلورم (چنګاښ ۱۴) د شانګهای د دوه ورځینۍ سرمشریزه غونډه پاې ته ورسیدله. ددې غونډې پر مهال یو شمیر هیوادونو د حکومتونو مشرانو په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو د اړتیا یادونه وکړه او په دغه هیواد کې د وضعیت د عادي کیدو په تړاو یې د همکارۍ لپاره چمتوالی وښود.

د شانګهای په سازمان کې چین، روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، اوزبیکستان، هند، پاکستان، ایران غړیتوب لري. همداشان بیلاروس سږکال په دغه ټولنه کې د غړي په توګه ومنل شو.

د شانګهای په سازمان کې افغانستان د څارونکي هیواد په توګه غړیتوب لري، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د طالبانو حکومت استازو ته ددغه سازمان په غونډو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

تیره میاشت د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیرکابلوف د دغه هیواد دولتي خبري اژانس تاس سره په مرکه کې وویل چې تاجیکستان د شانګهای د سازمان په فعالیتونو کې د طالبانو د استازو د فعالیت سره مخالف دی.

خو هغه هیله ښودلې چې تاجیکستان به ژر په دې اړه له خپل مخالفت څخه لاس واخلي.

د تاجیکستان جمهور رئیس امام علي رحمان په استانه کې د شانګهای سرمشریزې ته په وینا کې وویل چې افغانستان کې د سولې ټینګیدل ددغه سازمان د ټولو غړو مسوولیت دي.

د تاجیکستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو د دفتر ویلي چې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سیاسي ترینګلتیا د شتون سره سره د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې په پراخه کچه شتون لري.

دغه دفتر ویلي چې تاجیکستان د افغانستان ډیرو برخو ته بریښنا برابروي، خو زیاته کړې ده چې د طالبانو پر وړاندې د دوشنبې دریځ ثابت پاتې شوی په داسې حال کې چې د منځنۍ اسیا ډیرو هیوادونو د طالبانو د حکومت سره د اړیکو د پاللو پریکړه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG