د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: ترهغه چې د افغانستان په اړه غونډو کې د بشري حقونو اړوند مسایل شامل نشي شخړې نه ختمیږي


د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې په تیرو پنځوس کلنو کې بې شمیره افغانان په وحشیانه ډول کړول شوي دي.
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې په تیرو پنځوس کلنو کې بې شمیره افغانان په وحشیانه ډول کړول شوي دي.

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي تر هغې چې د بشري حقونو اړوند مسایل د افغانستان د راتلوونکې په تړاو د غونډو اجنډا کې شامل نشي په دغه هیواد کې به شخړې پاې ته و نه رسېږي.

رینا امیري د شکنجې او ځورونې د قربانیانو څخه د ملاتړ نړیوالې ورځې جون ۲۶ په مناسبت د خپل ایکس په پاڼه لیکلي چې په تیرو پنځوس کلنو کې د اوسني رژيم [طالبانو حکومت] په ګډون بې شمیره افغانان په وحشیانه ډول کړیدلي دي.

میرمن امیري لیکلي: "تر هغې چې د بشري حقونو اړوند مسایل د افغانستان د راتلوونکې په تړاو په غونډو کې شامل نه شي په دغه هیواد کې به شخړې پاې ته و نه رسېږي".

د جون د میاشتې ۲۶ په نړۍ کې د شکنجې او ځورونې د قربانیانو څخه د ملاتړ د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.

افغانستان د ۴۵ کلنو راهیسې په جګړه کې دی چې د جګړې زیات زیان ملکي افغانانو ته رسیدلی دی.

د پخواني جمهور رئیس محمد داود خان د جمهوري رژیم د ړنګیدو وروسته په افغانستان کې د وخت د رژیم په ګډون په جګړه کې د ښکیلو سیالو ډلو ترمنځ د جګړو پرمهال په زرګونو ملکي افغانان وژل شوي، نیول شوي په زندانونو کې اچول شوي او شکنجه شوي دي.

د ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو له مخې د افغانانو د شکنجې او په زندان کې د اچولو بهیر په تیرو څه باندې دوو لیسزو کې هم دوام موندلی او لا هم د طالبانو د حکومت په زندانونو کې ددغې ډلې مخالفان ساتل کیږي.

د بشري حقونو د څار د یوې ادارې رواداري د یو راپورله مخې په ۲۰۲۳ کال کې په ۲۲ ولایتونو کې د ۵۵ ښځو په ګډون لږترلږه ۶۲۳ تنه په خپلسر او غیرقانوني ډول د طالبانو له خوا نيول شوي دي.

د رواداري د ادارې په دغه راپور کې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو سره د ناسم چلند او شکنجې په اړه ویل شوي چې د بندیانو سره ترټولو زیات ناسم چلند د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست له خوا ترسره کیږي.

رواداري ویلي: "د رواداري موندنې ښيي چې شکنجه د طالبانو په حکومت کې له تورنو څخه د اقرار او اعتراف د اخستلو د وسيلې په توګه کارول کيږي. لکه څنګه چې قربانيانو رواداري سره په مرکو کې ویلي چې طالبانو هغوی د اعتراف او اقرار د اخستلو په موخه په بیلابیلو طریقو شکنجه کړي دي".

همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې په زندانونو کې بندیانو ته د سختې شکنجې د ورکولو له امله یو شمیر بندیانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. دغې ادارې ویلي چې په تیر یو کال کې یې د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې پر مهال د لږترلږه د ۱۶ بندیانو د ژوند د لاسه ورکولو قضیې مستندې کړي دي.

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري، د افغانستان په تړاو د نړیوالو غونډو په اجندا کې د دغه هیواد بشري حقونو مسلو ته په ځای ورکولو دا ټینګار په داسې حال کې کړی چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبیوا د تیرې جمعې په ورځ جون جون ۲۱ (چنګاښ اول) په ملګرو ملتونو سازمان کې خبریالانو ته وویل چې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو په درېیمه غونډه کې به د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړوند مسلو خبرې ونشي.

میرمن اوتنبایووا ټینګار وکړ چې دا غونډه ښایي یو فرصت رامنځ ته کړي چې افغان میرمنې وکړی شي په راتلونکو غونډو کې برخه واخیستلی شي.

هغې زیاته کړه، "دا هغه څه دي چې نن امکان لري. دا یوه پروسه ده. راځئ خبرې پیل کړو".

ټاکل شوې چې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو درېیمه غونډه به د راروانې یکشنبې په ورځ د جون ۳۰ او د جولای په اول جوړه شي.

پدې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تیو میلر تائید کړه چې د دوحې په غونډه کې به د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست او د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ګډون وکړي.

میلر، په یو خبري کنفرانس کې زیاته کړه چې دواړو امریکایي چارواکو هغه وخت موافقه وکړه چې په دې غونډه کې ګډون وکړي چې د غونډې د اجنډا په اړه یې واضح معلومات او تر هغه مهمه دا چې د دې موضوع په هکله یې تائید ترلاسه کړ چې پدې کنفرانس کې "د افغانستان د ښځو او مدني ټولنې د استازو سره معنی لرونکي تعامل وشي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې په دې ناسته کې د دغو دوو امریکايي چارواکو شتون پر طالبانو د نړیوالې ټولنې د فشارونو دوام دی، ترڅو هغوی [طالبان] د دوحې په تړون کې پر خپلو ژمنو جدي عمل وکړي؛ په کومو ژمنو کې چې د ښځو او نجونو سره د هغوی د چلند څرنګوالی هم شامل دی [کوم چلند] چې "په څرګنده توګه لا تر اوسه ډارونکی دی."

ملګرو ملتونو ویلي چې دا غونډه به د سولې او په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د مرستیالې روزماري دیکارلو په مشرۍ جوړه شي.

د ښځو د حقونو ځینو افغان فعالانو د ایکس په شبکه کې لیکلي چې د چهارشنبې په ورځ جون ۲۶ (چنګاښ شپږم) یې روزماري دیکارلو سره په یوه انلاین غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

په پخواني جمهوري رژیم کې د کانونو او پټرولیم وزیرې میرمن نرګس نهان د ایکس په پاڼه لیکلي چې میرمن دیکارلو ته یې په دغه انلاین بحث کې ویلي چې افغان میرمنو ډیره تمه لرله چې د دوحې بهیر به د یو داسې ټولشموله بهیر رامنځ ته کیدو سره مرسته وکړي چې د افغان میرمنو، مدني ټولنې او بشري حقونو فعالان، طالبان او نور سیاسي جریانونه په کې راټول شي او په افغانستان کې د مشروعیت په ګډون روان بشري بحران او بشري حقونو اړوند مسلو ته د حل لار ولټوي.

میرمن نهان لیکلي: "مونږ ډیر زیات ناهیلې شو دا چې ملګري ملتونه د طالبانو د رضا کولو لپاره د هغوی په غوښته ښځې او د مدني ټولنې فعالان د دوحې له درېیمې غونډې وایستل او د غونډې د رسمي اجندا څخه یې د ښځو او بشري حقونو اړوند مسایل لیرې کړل".

میرمن نهان ویلي چې ملګرو ملتونو په دې توګه د دوحې درېیمه غونډه د طالبانو او نړیوالې ټولنې لپاره ځانګړې کړې ده او د افغانانو غوښتنې او غږ ته یې پاملرنه نه ده کړې.

خو ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوحې د غونډې یوه ورځ وروسته به دغې ټولنې مرستیاله او د یوناما مشره د افغانستان د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالانو سره به هم په یوه غونډه کې خبرې وکړي.

ملګرو ملتونو په دغه اعلامیه کې ویلي چې ټاکل شوې د دوحې د غونډې یوه ورځ وروسته د جولای په دوېیم (چنګاښ ۱۲) به د سولې او په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونود مرستیاله روزماري دیکارلو او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبیوا به د مدني ټولنې د افغان فعالانو سره لیده کاته وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG