د لاس رسي وړ اتصالات

 
ملګرو ملتونو مرستیالې ته پرانیستی لیک؛ دوحې غونډه باید شفافه او خلک یې په اړه خبرشي

ملګرو ملتونو مرستیالې ته پرانیستی لیک؛ دوحې غونډه باید شفافه او خلک یې په اړه خبرشي


د افغان میرمنواعترضي ډلود بشري حقونو ملاتړو او مدني فعلانو د دوحې د درېیمې غونډې سره د پریکون لپاره د یکشنبې په ورځ پاریس کې د اعتراضي غونډو او لاریونونو لړۍ پیل کړې چې نورو اروپايي هیوادونو ته به هم وغځول شي.
د افغان میرمنواعترضي ډلود بشري حقونو ملاتړو او مدني فعلانو د دوحې د درېیمې غونډې سره د پریکون لپاره د یکشنبې په ورځ پاریس کې د اعتراضي غونډو او لاریونونو لړۍ پیل کړې چې نورو اروپايي هیوادونو ته به هم وغځول شي.

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا په نوم د ښځو د حقونو یوې ادارې د سولې او په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونومرستیالې روزماري دیکارلو ته په یو پرانیستې لیک کې له هغې غوښتې چې په دې غونډې کې د افغان میرمنو د رښتینو استازو ګډون تضمین کړي.

ټاکل شوې چې روزماري دیکارلو د دوحې د دغې درېیمې غونډې مشري به وکړي.

دغې ادارې ویلي چې د تاریخ په اوږدو کې افغان میرمنو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې اساسي ونډه لرلې ده او په کار نه دي چې د هغوی غږ د هغو کسانو تر اغیز لاندې راشي چې د افغان میرمنو رښتیني استازې نه دي.

په دې لیک کې ویل شوي: "هغو کسانو ته ځای ورکول [غونډه کې] چې طالبانو ته کار کوي یا ورسره خواخوږي لري، د افغان میرمنو په ګټه نه دي. دا ضروري ده چې رښتینې مشرانې– چې په میدان کې وې او د ښځو له حقونو څخه یې دفاع کړې او د طالبانو د سخت رژیم کړنې یې تحمل کړي– ورته فرصت برابر شي."

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا موسسې په دغه لیک کې د دوحې د درېیمې غونډې په شفافیت باندې هم ټینګار کړی دی او ویلي دي چې په دې غونډه کې چې پر کومو مسلو خبرې کیږي باید چې د افغانستان خلک پرې خبرشي.

د ښځو د حقونو دغې ادارې د بشري حقونو د نورو نړیوالو سازمانو په څیر له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې "طالبان دې نه سپینوي" او ټینګار یې کړی چې د افغان میرمنو اینده به له طالبانو سره د ملګرو ملتونوپه تعامل پورې تړاو ولري.

د دوحې درېیمې غونډې پرخلاف لاریونونه

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمې غونډې ته چمتوالی نیسي د افغان میرمنواعترضي ډلود بشري حقونو ملاتړو او مدني فعلانو د دوحې د درېیمې غونډې سره د پریکون لپاره د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د " تروریزم سره د معاملې فرصت" تر نامه لاندې د اعتراضي غونډو او لاریونونو بندوبست کړی دی.

‏دغه لاریونونه د یکشنبې په ورځ جون ۲۳( چنګاښ درېیم) د فرانسې په پایتخت پاریس کې پیل شو چې ټاکل شوې د دوحې د درېیمې غونډې د پاې ته رسیدلو پورې ( جولای اول) به نورو اروپايي هیوادونو کې هم دوام ومومي.

ددغو لاریونونو تنظیموونکو ویلي:" زمونږ باور دادی چې طالبان یوه ایډیلوژیکه ډله ده چې پر خبرو باندې باور نلري او دغې ډلې سره هرډول خبرې په نړیواله کچه د تروریزم مشروعت لپاره امکان برابروي او دا کیدای شي چې افغانستان، سیمې او نړۍ ته په لویه بیه تمام شي".

د فرانسې په پایتخت پاریس کې دغو اعتراض کوونکو د لاریون پر مهال په افغانستان کې جنسیت پر بنسټ د تبعیض په رسمیت پیژندلو او ددغې کړنې د جرم د منلو په توګه غوښتنه وکړه. دغو لاریون کوونکو وویل چې ښځې او همجنسګرایان په څرګنده د طالبانو په رژیم کې د تبعیض سره مخ دي او دا د ملګرو ملتونو او ددغې ټولنې د غړو هیوادونو وظیفه ده چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض جرم او په رسمیت وپیژني.

دغو اعتراض کوونکو په خپره کړې اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د رژیم پرخلاف دې نړیوال بندیزونه ولګوي او ددغې ډلې او د غړو نومونه دې د تروریستي ډلو په لیست کې ځای کړي او ددغې ډلې پر غړو دې بهر ته د سفر بندیزونه هم ولګوي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبیوا ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به د بشري حقونو او د ښځو د حقونو اړوند مسایلو په تړاو خبرې ونه شي.

د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان میرمنو او مدني ټولنې د استازو نه ګډون د مللګرو ملتونو پر وړاندې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو تند غبرګونونه راپارولي دي او ملګري ملتونه یې د خپل منشور څخه په سرغړونې باندې تورن کړی دی.

خو ځینو سرچینو ویلي چې د دې امکان شته چې ددې غونډې ګډونوال به د غونډې د جوړیدو یوه ورځ دمخه د افغان میرمنو او د مدني ټولنې د یو شمیر افغان فعالانو سره وګوري او د هغوی په اندیښنو خبرې وکړي.

ملګرو ملتو ویلي چې ددغې ټولنې عمومي منشي به په دې غونډه کې ګډون ونکړي او د هغه پرځای به د عمومي منشي انتونیوګوتیرش یوه مرستیاله د دوحې د درېیمې غونډې مشري وکړي.

د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې ملګري‌ ملتونه د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې د افغان میرمنو له ګډون پرته او د طالبانو په رابللو سره د دغه سازمان پریکړه لیکونه تر پښو لاندې کوي.

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د جون میاشتې له دیرشمې د جولای تر لومړۍ نیټې جوړېږي او ملګري‌ ملتونه وايي په دې غونډه کې به د طالبانو د حکومت سربیره، د افغانستان په چارو کې د ښکېلو هېوادونو ځانګړي استازي‌ هم ګډون وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG