د لاس رسي وړ اتصالات

د دوحې غونډې ضد اعتراضونه؛ ملګري ملتونه د 'طالبانو په رسمیت پیژندلو' هڅه کوي


د بشري حقونو یو شمیر فعالین وایي طالبان هیڅ‌کله هم د افغانستان د خلکو استازیتوب نشي کولی، دغو ښځینه فعالینو د ټولنې له ټولو اقشارو څخه غوښتي دي چې په دې برخه کې خپل غږ پورته کړي. عکس - د امریکاغږ ارشیف
د بشري حقونو یو شمیر فعالین وایي طالبان هیڅ‌کله هم د افغانستان د خلکو استازیتوب نشي کولی، دغو ښځینه فعالینو د ټولنې له ټولو اقشارو څخه غوښتي دي چې په دې برخه کې خپل غږ پورته کړي. عکس - د امریکاغږ ارشیف

د ښځو د حقونو یو شمیر فعالینو د دوحې په درېیمې غونډه کې د طالبانو د استازو ګډون او په دې غونډه کې د ښځو او مدني فعالینو د استازو نه بللو ته غبرګون ښودلی او پر ملګرو ملتونو یې تور لګولی چې غواړي دغه ډله سپینه وښيي او حکومت ته یې رسمیت ورکړي.

د بلخ او بغلان په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې د "ارغواني شنبو غورځنګ" غړو د شنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ دویمه) د امنیتي‌ ګواښونو له امله په سرپټو ځایونو کې اعتراض کړی او ویلي یې دي چې باید ”په نړیوالو غونډو کې د تروریستو طالبانو ګډون“ د عادي کولو لپاره هڅې ونشي.

دوی همدا شان ویلي چې طالبان هیڅ‌کله هم د افغانستان د خلکو استازیتوب نشي کولی او دغو ښځو د ټولنې له ټولو اقشارو څخه غوښتي دي چې په دې برخه کې خپل غږ پورته کړي.

ملګرو ملتونو تیره ورځ تائيد کړه چې د افغانستان په اړه په دوحه کې د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په دوه ورځینۍ غونډه کې به د افغانستان د مدني ټولنې، ښځو او بشري حقونو د فعالینو اړوند اندیښنو په اړه بحث ونشي.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا په نیویارک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې له وینا وروسته خبریالانو ته وویل چې په اوس وخت کې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې مخامخ کتنه مهمه ده.

د ارغواني شنبو د غورځنګ مشرې مریم معروف اروین امریکا غږ ته په استول شوي پیغام کې وویل: "ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه ښځو څخه د ملاتړ پر ځای، د طالبانو د سپین ښودلو او ورته باج ورکولو،‌ په واک کې د هغوی د ساتلو او د دغې ډلې حکومت ته د رسمیت ورکولو د زمینې په برابرولو بوخت دي او دغه سازمان د طالبانو د ډلې چارواکو ته د سفر د جواز په ورکولو سره…او د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه په هیواد کې دننه د ښځو د معترضو ښځو استازو ته د بلنې په نه ورکولو سره، د افغانستان د خلکو پر حق غوښتنو ته سپکاوی او بې‌ احترامي کړې ده."

اروین همداشان وویل چې طالبانو په کابو تیرو درېیو کلونو کې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې یرغمل کړي‌ دي او په دې موده کې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې د دې حالت ننداره کړې ده.

د هغې په وینا ملګرو ملتونو د طالبانو په غوښتنه د دوحې په درېیمه غونډه کې د ښځو د استازو او مدني فعالانو په ګډون سترګې پټې کړي چې دا په افغانستان کې دننه د ښځو او د بشري‌ حقونو د فعالانو په حق کې ”لویه جفاه“ ده.

د افغانستان د مقتدرو ښځو په نوم غورځنګ هم د ملګرو ملتونو دغه تصمیم ته غبرګون ښودلی او په یوې اعلامیه کې یې ویلي دي: ”له جنګي جنایتکارانو،‌ د بشریت ضد جنایت عاملانو، د جنسیتي اپارتاید عاملانو او په ټوله کې له هغو کسانو سره چې انتقالي عدالت باندې ملنډي وهي‌ د مذاکراتو کول،‌ خبرې اترې نه بلکې معامله ګڼل کیږي.“

د اعتراض کوونکو له ډلې مریم تمکین (مستعار نوم) امریکا غږ ته وویل چې د ملګرو ملتونو دا تصمیم به د دغه نړیوال بنسټ باور ته زیان ورسوي.

هغې وویل: ”ښځې چې د افغانستان د ټولنې نیمه برخه جوړوي او د طالبانو په شاوخوا درې کلنه واکمنۍ کې په خپلو کورونو کې بندیانې دي که ملګري ملتونه د دوی له نظر او ګډون پرته هر ډول تصمیم ونیسي او یا غونډې وکړي خپل ارزښت او باور به له لاسه ورکړي.“

دا انديښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو چارواکو د دوحې په غونډه کې د طالبانو د ګډون په تړاو د دغې ډلې له چارواکو سره خبرې اترې وکړې او له هغې وروسته طالبانو تائيد کړه چې د دوحې په غونډه کې ګډون کوي.

د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ سپارل، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي له ګومارلو ډډه کول،‌ د دوحې له غونډې څخه د افغانستان د ښځو،‌ مدني او سیاسي‌ ټولنې استازو حذفول او له اجنډا څخه د ښځو د کار او تعلیم او د ټول شموله حکومت جوړولو مسلې لیرې کول هغه شرطونه دي چې طالبانو د دوحې په غونډه کې د خپلو استازو د ګډون لپاره مطرح کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG