د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبان د دوحې درېیمې غونډې ته د افغانستان د استازو په توګه نه دي بلل شوي


د ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې د جوړیدو هدف افغانستان سره په ډير څرګند، همغږۍ او رغنده ډول د نړیوالې بوختیاو زیاتول ښودلي دي.
د ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې د جوړیدو هدف افغانستان سره په ډير څرګند، همغږۍ او رغنده ډول د نړیوالې بوختیاو زیاتول ښودلي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي چې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو په درېیمه جوړیدونکي مشورتي غونډه کې به د طالبانو د حکومت استازو سره د افغانستان د رسمي استازو په توګه نه، بلکې ددغه هیواد د حاکمو چارواکو په توګه چلند وشي.

فرحان حق د سه شنبې په ورځ جون ۱۸( جوزا ۲۹) په نیویارک کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال د یو خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "زه غواړم چې په دې ټینګار وکړم چې مونږ هغوی سره [طالبانو] د افغانستان د حاکمو چارواکو په توګه چلند کوو. هغوی سره د افغانستان د یو رسمیت پيژندل شوي حکومت په توګه چلند نه کیږي".

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند د دوحې د درېیمې غونډې په اړه نور جزئیات ورنکړل، خو ویې ویل چې ددغې غونډې د جوړیدو لپاره د مختلفو غاړو سره لا هم خبرې روانې دي او د غونډې چمتوالی لا هم راوان دی. هغه وویل چې د غونډې د جوړیدو نیټې ته په نږدې کیدو سره به ددې مشورتي غونډې په اړه نور جزئیات وړاندې کړي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د قطر په پایتخت دوحه کې به د افغانستان په تړاو ددغې ټولنې په کوربتوب درېیمه مشورتي غونډه د روان ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای په لومړۍ ورځ جوړه شي.

ملګرو ملتونو ددغې غونډې د جوړیدلو هدف افغانستان سره په ډير څرګند، همغږۍ او رغنده ډول د نړیوالې بوختیاو زیاتول ښودلي دي.

ملګرو ملتونو دغې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي هم بللي دي او طالبانو هم دا بلنه منلې ده، خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ګواښ کړی چې کومه اجندا چې دغه حکومت سره شریکه شوې که په کې بدلون راشي نو طالبان پر خپله پریکړه بیرته غور کولی شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي د ایکس په پاڼه لیکلي: "که د ناستې ترکيب او اجنډا کې هر ډول بدلون راځي، طبعاً چې زموږ پر پرېکړه به هم اغېز کوي چې هغه وخت به بيا ټولو لوريو سره شريک شي".

د بشري حقونو ځینو ملاتړو پر ملګرو ملتونو باندې تور لګولی چې د طالبانو د زړه ترلاسه کولو لپاره یې د خپل ځانګړي راپور ورکوونکي سپارښتنې هم له پامه غورځولي دي.

د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو څانګې مشرې هیدربار افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ له قوله لیکلي چې ملګري ملتونه ددې لپاره چې د طالبانو زړه ترلاسه کړي د خپل ځانګړي راپور ورکوونکي خبرو ته هم غوږ نه ږدي.

د بشري حقونو ځینو ملاتړو ویلي چې ملګرو ملتونو د دوحې درېیمې غونډې ته د مدني ټولنې او افغان میرمنو استازې هم نه دي بللی. د مدني ټولنې یو شمیر افغان فعالان وايي د دوحې په دوېیمه غونډه کې د طالبانو د استازو د نه ګډون یوعلت هم دې غونډې کې د افغان فعالانو ګډون وو.

د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې د دوحې په دوېیمه غونډه کې د افغان میرمنو او مدني ټولنې څو تنو استازو کډون کړی وو.

د فرانس پریس خبري اژانس ویلي چې د دوحې په دوېیمه غونډه کې طالبانو د خپلو استازو د ګډون لپاره دا شرط ایښی وو چې دا ډله باید په دې غونډه کې د افغانستان د یوازې استازي په توګه ومنل شي، چې د ملګرو ملتونو له خوا یې ددې شرط د نه منلو وروسته په دې غونډه کې ګډون ونکړ.

پرانس پریس اژانس ویلي چې د دوحې په دوېیمه غونډه کې د طالبانو بله غوښتنه د طالبانو د استازو او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ترمنځ د کتنې په اړه وه چې ملګرو ملتونو د طالبانو دا غوښتنه هم نه وه منلې.

دغه اژانس د دپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي چې د دوحې په درېیمه مشورتي غونډه کې به د مدني ټولنې افغان فعالان ګډون ونکړي، خو یو شمیر افغان مدني فعالان او د ښځو استازي به ددې غونډې د جوړیدو دمخه او وروسته د غونډې د ګډون کوونکو سره خبرې وکړي.

خو ملګرو ملتونو تراوسه د دوحې په درېیمه غونډه کې د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د افغان فعالانو د ګډون او یا نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي او د ځینو نړیوالو ادارو استازي ګډون وکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوحې د درېیمې غونډې د اجندا په اصلي مسلو کې تر ډیره اقتصادي او د اقلیم د بدلون اړوند مسلې شاملې دي.

د دوحې درېیمه دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د سه شنبې په ورځ ددغې شورا په ۵۶ غونډه کې د افغانستان په وضعیت د بحث پر مهال په دغه هیواد کې د نجونو او ښځو په وضعیت باندې ژوره خواشیني وښودله.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ وویل، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو سره ظلم په یو سیستماتیک عمل بدل شوی او نوموړی دې نتیجې ته رسیدلی چې دا وضعیت د بشریت ضد جنایت سره برابر دی.

ښاغلي بنیټ امریکا غږ ته په دې اړه وویل: "د بشري حقونو شورا له ما وغوښتل چې دا راپور چمتو کړم. ما موندلې چې د نجونو او مېرمنو له حقونو څخه د طالبانو له لخوا په سیستماتیکه توګه سرغړونې زیاتې شوې دي. دا کار به په نسلونو او د ټولنې په ګڼو برخو اغیز وکړي. د نجونو او ښځو سره ظلم په یو سیستماتیک عمل بدل شوی دی."

خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرحان حق د سه شنبې په ورځ خبریالانو سره د خبرو پرمهال په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض د دوام په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا مسله ملګرو ملتونو لپاره یوه د اندیښنې وړ مسله ده چې دا اندیښنې د عمومي منشي انتونیوګوتیرش او د هغه د مرستیالې په څرګنونو کې چې تیرکال یې افغانستان ته سفر کړی و، منعکسې شوي دي.

هغه وویل: "دا یوه عمده اندیښنه ده او مونږ غواړو چې دا ډاډ ترلاسه کړو چې په ټولنه کې د ښځو د برحقه رول درناوی وشي لکه چې د نړۍ په هره برخه کې چې ورته اړتیا لیدل کیږي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG