د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۶ غونډه کې به د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د بشري وضعیت په اړه بحثونه د جون د میاشتې د ۱۸ ورځې څخه د جولای د میاشتې تر ۱۲ ورځې دوام ومومي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۶ غونډه کې به د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د بشري وضعیت په اړه بحثونه د جون د میاشتې د ۱۸ ورځې څخه د جولای د میاشتې تر ۱۲ ورځې دوام ومومي.

ټاکل شوې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ به نن د سه شنبې په ورځ ددغې شورا ۵۶ غونډې ته د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو خپل وروستی راپور وړاندې کړي.

په ژنیو کې د افغانستان استازولۍ د سه شنبې په ورځ جون ۱۸ ( جوزا ۲۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې غونډې د جوړیدو په اړه لیکلي: "ریچارد بنیټ به د بشري حقونو د شورا غونډې ته د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د جنایتونو په تړاو د خپلې وینا په ترڅ کې یو قوي راپور وړاندې کړي."

په ژنیو کې د افغانستان استازولۍ ویلي چې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ریچارد بنیټ په راپور کې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې سیستماتیک توپیري چلند له عام ژوند څخه افغان میرمنو ګوښه کولو په تړاو یو تریخ او غمژن تصویر انځور شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۶ غونډه کې به د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د بشري وضعیت په اړه بحثونه د جون د میاشتې د ۱۸ ورځې څخه د جولای د میاشتې تر ۱۲ ورځې دوام ومومي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پرانیستوونکي غونډې ته به د دغې شورا عالي کمیشنر ولکر ترک هم په نړۍ کې د بشري وضعیت په تړاو خپل راپور وړاندې ګړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د ایکس په پاڼه لیکلي چې ټاکل شوې دغې شورا ته به نن د " بنسټیز شوي توپیري سیستم، جلا کولو، بشري کرامت ته نه درناوي او د عام ژوند څخه د ښځو او نجونو د ګوښه کولو د پدیدي" ترنامه لاندې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپل راپور هم وړاندې کړي.

د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو څانګې مشرې هیدربار هم ویلي چې ریچارد بنیټ به نن خپل یو ضربه لرونکی راپور د طالبانو له خوا د ټکان ورکوونکي او مخ په زیاتیدونکي ډول د ښځو او نجونود حقونو پر وړاندې د سرغړونو په تړاو خپل راپور خپور کړي.

میرمن بار د ریچارد بنیټ له قوله لیکلي چې ملګري ملتونه ددې لپاره چې د طالبانو زړه ترلاسه کړي د خپل ځانګړي راپور ورکوونکي خبرو ته هم غوږ نه ږدي.

دمخه هیدربار د جون ۱۱(جوزا ۲۲) په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې ریچارد بنیټ په دغه راپور کې په جدي ډول له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو په وړاندې د خپلو کړنو په اړه چې هغه جنایات بللي ځواب ویوونکي اوسي.

په دې اعلامیه کې د افغان میرمنو وضعیت په نړۍ کې د بشري حقونو په برخه کې ترټولو یو جدي بحران په توګه یاد شوی او ویلي دي چې د ښځو وضعیت په پرله پسې ډول په دغه هیواد کې مخ په خرابیدو دی.

په اعلامیه کې ویل شوي: "طالبان لا هم د سپکاوي ډکو حکمونواو فرمانونو صادرولو ته دوام ورکوي او شته حکمونه او فرمانونه لا سختوي. طالبانو د مارچ په میاشت کې فرمان خپور کړ چې ښځې په اصطلاح د اخلاقي جرمونو لکه د واده بهر د جنسي اړیکو ټینګول او له کور څخه تیښته - اکثره د کورني تاوتریخوالي څخه ځان بچولو لپاره ترسره کیږي – سنګساروي".

هیدر بار زیاته کړې: "افغان میرمنې او نجونې دا احساسوي چې نړۍ هغوی له یاده ایستلي دي او ځانګړی استازي د طالبانو د جنایتونوپه شدت کې هیڅ شک د هغوی پر خلاف نه پریږدي او هر هغه حکومت چې ادعا کوي چې د ښځو حقونه ورته اهمیت لري باید چې طالبان ځواب ویلو ته چمتو کړي."

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو راهیسې طالبانو د لومړنۍ دورې پورته دورو کې نجونې له زده کړو محرومې کړي او کاري فرصتونه یې ورڅخه اخیستي او هم یې د ښځو او نجونو پرازاد تګ راتګ او د ژوند پر نورو اړخونو محدودیتونه لګولي دي.

هیدر بار ویلي چې ریچارد بنیټ د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو دا توپیري چلند د بشریت پر وړاندې جنایت ګڼلی دی. میرمن بار ویلي: "دا پخپله په افغانستان کې پر ملکي وګړو یوه پراخه او سیستماتیکه حمله ده".

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی په داسې حال کې د افغانانو د ناسم بشري وضعیت په اړه خپل راپور دغې شورا ته وړاندې کوي، چې ټاکل شوې تر راتلوونکو دوو اونیو څخه په کمه موده کې به ملګري ملتونه د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپله درېیمه شمورتي غونډه جوړ کړي.

د جون د ۳۰ او جولای د لومړۍ ورځې دغې غونډې ته طالبانو ته بلنه ورکړل شوې او طالبانو هم دا بلنه منلې، خو طالبانو ګواښ کړی چې کومه اجندا چې د طالبانو حکومت سره شریکه شوې که په کې بدلون راشي نو طالبان پر خپله پریکړه بیرته غور کولی شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي د ایکس په پاڼه لیکلي:" که د ناستې ترکيب او اجنډا کې هر ډول بدلون راځي، طبعاً چې زموږ پر پرېکړه به هم اغېز کوي چې هغه وخت به بيا ټولو لوريو سره شريک شي."

ملګرو ملتونو ویلي چې ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه به ددغې ټولنې په کوربتوب د جون د روانې میاشتې په ۳۰ او د جولای د میاشتې په اول افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې د جوړیدو هدف افغانستان سره په ډير څرګند، همغږۍ او رغنده ډول د نړیوالې بوختیاو زیاتول ښودلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG