د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د افغان میرمنو په حقونو او ازادیو تیری دوام لري


په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو په زده کړو باندې د بندیز پوره ۱۰۰۰ ورځې کېږي، د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو اجرائیوي مشرې سیما بحوث پر افغان نجونو د لګیدلو بندیزو په دوام انتقاد کړی دی.

سیما بحوث د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي ددې سره چې له زده کړو د افغان نجونو د محرومه کیدو څخه زر ورځې تیرې شوي، لا هم په افغانستان کې د نجونو په حقونو، ازادیو او غږ اوچتولو باندې څرګند تیری دوام لري.

بحوث ویلي: "مونږ نشو کولای چې افغان میرمنې او نجونې د خپل ژوند د انتخاب د حق لپاره په مبارزه کې یوازې پریږدو."

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ټینګار کړی چې د افغان میرمنو او نجونو له خوا په افغانستان کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه د ټولو مسوولیت دی او په دې برخه کې باید چې د هغوی غږ اوچت کړای شي.

بحوث د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره دهغوی د مبارزې په ملاتړ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې " زده کړې نه شي ځنډیدلی" په نوم د زده کړو د ملاتړ یو نړیوال بنسټ د افغان نجونود زده کړو د حق لپاره دویم کمپاین پیل کړی دی.

بخښنې نړیوال سازمان هم د افغان نجونو د زرو ورځو بندیز ته په غبرګون کې ویلي چې د تبعیض ډکو او غیرعادلانه سیاستونو له امله په افغانستان کې د نجونو پرمخ ښوونځي د زرو ورځو لپاره تړلي پاتې شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جون ۱۴ (غبرګولي ۲۵) په خپل ایکس پاڼه باندې لیکلي چې له زرو ورځو راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې د زده‌کړو له حقه محرومې دي.

دغه سازمان ویلي: "د طالبانو تبعیضي او غیر عادلانه پالیسو له امله چې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده له زرو ورځو راهیسې افغان نجونې د زده‌کړو له حقه بې‌برخې شوي او له ښوونځیو ایستل شوي‌ دي."

دغه سازمان د طالبانو غوښتي چې باید ژر ترژره د ښوونځیو دروازې د نجونو پرمخ پرانیزي.

د طالبانو د حکومت له خوا د لومړنۍ دورې څخه پورته په منځنۍ او ثانوي دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ته د نړیوالو غبرګونو ترڅنګ د مدني ټولنې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړو بنسټونو هم غبرګونونه ښودلي دي.

یو شمیر بنسټونو د تیرو څو ورځو راهیسې د افغان نجونو په ملاتړ اوله زده کړو د محرومو شویو نجونو د غږ د اوچتولو لپاره انلاین کمپاینونه هم پیل کړي دي.

د ازادۍ په لور د افغان میرمنو د حقونو څخه د ملاتړ د یونبسټ مسووله طاهره ناصري وايي چې په تیر یو کال کې نړیوالې ټولنې د افغان میرمنو او نجونو وضعیت ته ډیره کمه پاملرنه کړې ده او پر طالبانو باندې یې لازم فشار نه دی اچولی.

میرمن ناصري په یو ویډیوي پیغام کې ویلي: "د خواشینۍ په څرګندولو سره د یوزر ورځو په تیریدو مونږ هیڅ ډول اغیزمن غبرګون د ښوونې او روزنې د نړیوالو بنسټونو، بشري حقونو، ملګرو ملتونو او حتی په افغانستان کې دننه خلکو څخه ... نه لره."

د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ مه په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او په تیرو نږدې دریو کلنو کې یې اصلا د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي.

طالبانو د نجونو د منخنۍ او ثانوي دورو د ښونځیو د تړلو سربیره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګوه، چې ورسره په ټول افغانستان د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو او د لوړو زده کړو په موسسو کې په بشپړ ډول د نجونو او ښځو تعلیم بند شوی دی.

خو د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمي نه دی او موقتي بڼه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG