د لاس رسي وړ اتصالات

فایق: پر اصلي مسلو د بحث پرته به د افغانستان په تړاو هر ډول خبرې کومه د پام وړ پایله ونلري


 په ملګرو کې د افغانستان د ماموریت سرپرست نصیر احمد فایق
په ملګرو کې د افغانستان د ماموریت سرپرست نصیر احمد فایق

په قطر کې د دوحې د درېیمې غونډې د جوړیدو په درشل کې چې ټاکل شوې د افغان میرمنو او د مدني ټولنې د استازو د ګډون پرته به جوړه شي په ملګرو کې د افغانستان د ماموریت سرپرست ویلي چې د افغانستان د خلکو اساسي حقونو ته د پاملرنې پرته به ددغه هیواد په اړه هره جوړیدونکی غونډه کومه د پام وړ پایله ونلري.

نصیر احمد فایق د جمعې په ورځ جون ۲۱ (چنګاښ اول) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې د سیاسي بهیر او بشري حقونو اړوند موضوعاتو ته د دوحې د درېیمې غونډې په اجندا کې ځای نه دی ورکړل شوی. هغه دا کار خواشینونکی وګڼه.

نصیر احمد فایق د دوحې درېیمې غونډې ته د افغان میرمنو او مدني ټولنې د استازو نه بللو باندې د خواشینۍ د څرګندولو پر مهال وویل: "پر اصلي مسلو او اندیښنو د بحث پرته د افغانستان د راتلوونکې په اړه هرډول خبرې د افغانانو د ملي مشروعیت، اسلامي او بشري اساسي حقونو(د هغې له ډلې د ښځو او نجونو او اقلیتونو) او امنیتي ګواښونو لکه افراطیت، تروریزم او نشه يي توکي چې اوسني په ټپه دریدلي حالت سره یې مرسته کړې د پام وړ پایلو ترلاسه کولو ته به ونه رسیږي".

فایق وویل چې طالبان یوازې داخلي ګټه اخیستونکي دي، نه د افغانستان د خلکو استازي چې د ښاغلي فایق په وینا په کارنه دي چې د افغانستان د خلکو مشروع غوښتنې د هغې له دلې د ښځو او نجونو غوښتنې له پامه وغورځول شي او "د جنسیت پربنسټ توپیري رژیم" په دغه هیواد کې عادي بڼه واخلي.

هغه وویل: "مونږ په پرله پسې ډول په دې ټینګار کړی چې نړیوال تعامل باید د اصولو له مخې اوسي او د ملګرو ملتونو د منشور د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې سره همغږی اوسي".

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت سرپرست ټینګار وکړ چې د تیرو تجربو له مخې په افغانستان کې به ترهغې سوله او ثبات ټینګ نشي چې یوه پراخه ټولشموله استازیتوب چې په کې د ښځو، مدني ټولنې، ځوانانو... دیموکراتیکو غورځنګونو د ګډون څخه ډاډ نه وي ترلاسه شوی.

هغه هیله وښوده چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې درېیمه غونډه به افغانستان لپاره د ځانګړو استاز، په ګډون د خپلواک ارزونکي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي او د نړیوالو او افغان اړخونو ترمنځ د یوې اجماع رامنځ ته کولو باندې به تمرکز وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" مشرې روزا اوتنبایووا د جمعې په ورځ جون ۲۱ (چنګاښ اول) په نیویارک کې د امنیت په شورا په غونډه کې د افغانستان په هکله تر وینا وروسته خبریالانو ته وویل چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به د افغان میرمنو استازې ګډون ونکړي.

میرمن اوتنبایووا وویل چې مهمه ده نړیواله ټولنه مخامخ د طالبانو سره وګوري.

میرمن اوتنبایووا ټینګار وکړ چې دا غونډه ښایي یو فرصت رامنځ ته کړي چې افغان میرمنې وکړی شي په راتلونکو غونډو کې برخه واخیستلی شي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د قطر په پایخت دوحه کې د افغانستان په تړاو درېیمه مشورتي غونډه به د جون د روانې میاشتې په ۳۰ او د جولای په اول جوړه شي. ملګرو ملتونو ددغې غونډې د جوړیدلو هدف افغانستان سره په ډير څرګند، همغږۍ او رغنده ډول د نړیوالې بوختیاو زیاتول ښودلي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي او د څو نړیوالو سازمانو استازي ګډون وکړي.

په عین وخت کې د بشري حقونو د څار د سازمان یوې څیړونکې فرشته عباسي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ویلي چې د دوحې د درېیمې غونډې په اړه ملګرو ملتونو ته ددغه سازمان پیغام ډیر روښانه دی او هغه دادی چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ دغې غونډې ته وبلل شي او دا ډاډ ترلاسه شي چې بشري حقونو اړوند مسایل د ملګرو ملتونو په کړنلار کې ځای لري.

همداشان میرمن عباسي ټینګار کړی چې افغان میرمنې باید د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي او د هغوی غږ باید چې واوریدل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG