د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو تائید کړه چې د دوحې په غونډې کې د بشري حقونو مدافعین ګډون نکوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ جون ۲۱ (چنګاښ لومړۍ) تائید کړه چې د قطر په پایتخت دوحې کې د افغانستان په هکله د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په دوه ورځنۍ غونډې کې به د افغانستان د مدنې ټولنې، میرمنو او بشري حقونو مدافعینو پورې اړوندو اندیښنو باندې خبرې ونشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا په نیویارک کې د امنیت په شورا کې د افغانستان په هکله غونډې ته تر وینا وروسته په خبري کنفرانس کې وویل چې مهمه ده نړیواله ټولنه مخامخ د طالبانو سره وګوري.

میرمن اوتنبایووا ټینګار وکړ چې دا غونډه ښایي یو فرصت پیدا کړي چې افغان میرمنې وکړی شي په راتلونکو غونډو کې برخه واخیستلی شي.

هغې زیاته کړه، "دا هغه څه دي چې نن امکان لري. دا یوه پروسه ده. راځئ خبرې پیل کړو".

په دوحې کې د افغانستان لپاره د ځینو هیوادونو د ځانګړو استازو دوه ورځنۍ غونډه د همدې روانې جون میاشتې په ۳۰ مې پیلیږي. طالبانو د لومړي ځل لپاره منلې چې د "دوحې پروسې" په دریمې غونډې کې برخه واخلي.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې وویل چې د ټولو هیوادونو ځانګړي استازي به د لومړي ځل لپاره مخامخ د طالبانو سره وګوري او دا استازي به طالبانو ته ووایي چې، "ګورئ داسې نشي کیدی. مونږ باید میرمنې په میز کې ولرو او همدارنګه هغوي ته د کاروبار لپاره لاسرسی ورکړو".

ملګرو ملتونو داسې مهال دې غونډې کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړې چې د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار ادارو په ملګرو ملتونو انتقاد کړی چې د افغان میرمنو او نجونو پر ضد د "جنایاتو" له کبله د طالبانو مسؤل بللو پر ځای یې دې غونډې کې هغوي ته د ګډون بلنه ورکړې.

د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشۍ اګنیس کالامار په یوې اعلامیې کې ویلي که پدې غونډې کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په هکله په کافي اندازه خبرې ونشي، د افغانستان مدني ټولنې، د میرمنو او نجونو حقونو او نور مدافعین برخه ونلري، دا غونډه به "بې اعتباره" وي.

خو د یوناما مشرې دې انتقادونو په ځواب کې وویل چې ملګري ملتونه به د غونډې وړاندې په افغانستان کې دننه او د باندې د مدڼي ټولنې استازو سره سلا مشورې وکړي او همدارنګه به د جولای میاشتې په دویمې نیټې د ځانګړو استازو سره خبرې وکړي.

میرمن اوتنبایووا زیاته کړه چې د دوحې په دریمې غونډې کې به په افغانستان کې د خصوصي سکتور سره د مرستې کولو په چارو وغږیږي، بانکي او مالي سکتور او د افغان بزګرانو سره د کوکنارو په کرکیلي د طالبانو د بندیز له کبله اغیزمن شوي، په بدیل معشیت هم خبرې وشي.

هغې همدارنګه وویل چې طالبان د امنیت، کرنې او روغتیایي سکټورونو کې د نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه لري او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه د دې مرستو په بدل کې له طالبانو غواړي چې خپل ذهنونه بدل کړي، او نجوني ښوونځي ته پریږدي.

اوتنبایووا وړاندې وویل، " زه نه پوهیږم چې طالبان د کوم دلیل له مخې نجوني ښوونځي ته نه پریږدي. د نړۍ په ۵۷ اسلامي هیوادونو کې یو هم نشته چې نجونې پکې ښوونځي ته نه ځي".

خو طالبان بیا پخپلو پالیسیو انتقادونه ردوي او ټینګار کوي چې دا کړنې یې د شرعیت او افغاني کلتور سره سمې دي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څار سازمان اجرائیوي مشرې تیرانا حسن ویلي چې د دوحې په غونډې کې د افغان میرمنو نه ګډون "ټکان ورکوونکي" دي.

میرمن حسن په یوې اعلامیې کې ویلي چې د میرمنو په نه ګډون سره دا خطر پیدا کیږي چې د طالبانو "ناوړه کړنو ته مشروعیت ورکړل شي" او زیاتوي چې دا د ملګرو ملتونو اعتبار هم زیانمنوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG