د لاس رسي وړ اتصالات

د یوناما مشره: پر ښځو د طالبانو محدودیتونو د افغانستان پر نیمایي نفوس منفي اغیز کړی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې په دې هیواد کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو پر دوام نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دغه وضعیت دوام د هېواد د نیمايي وګړو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.

روزا اوتنبایووا د جمعې په ورځ د جون په ۲۱ (چنګاښ لومړۍ نیټه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته وویل چې د طالبانو لخوا د محدودیتونو دوام د ښځو په منځ کې خپګان زیات کړی او همداشان د زده کړې او روزنې څخه د بې برخې کیدو ترڅنګ، افغان نجونې او ښځې د تګ راتګ له محدودیتونو سره مخ دي

هغې زیاته کړه: "ترلاسه شوي معلومات ښیي چې د افغانستان د پخواني حکومت کارکوونکي چې په کورونو کې پاتې کیدو ته اړ شوي اوس د معاشونو له سخت کمښت سره مخ دي او دا اندیښنې یې راپورته کړي چې هغوی به د کورونو د کرایې یا د خپلو کورنیو د مالي مرستې توان ونه لري."

د یوناما د مشرې په وینا، پر ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو دوام به په افغانستان کې په ټولو برخو کې د ستونزو لامل شي. هغه زياته کړه، چې د دغو بنديزونو د لغوه کېدو په اړه يې له لوړپوړو طالب چارواکو سره خبرې کړې، خو تر اوسه يې د قناعت وړ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

اوتنبایووا زیاته کړه چې که څه هم طالبانو په اقتصادي برخه کې د "خودکفایت" پالیسۍ ته دوام ورکړی، خو دې ډلې په خصوصي سکتور کې هم د ښځو لپاره فضا محدوده کړې ده.

د یوناما مشرې د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې د افغانستان خلکو او په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې ښځو ته زیاته پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په دې هېواد کې د بشري مرستو د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۳،۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د مالي څانګې مشرې لیزا دوتین د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې د اندېښنې وړ کچه زیاتې شوي دي.
میرمن دوتين زياته کړه، چې سږ کال د افغانستان له ٥٠ سلنې څخه زيات وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري، چې دا په نړۍ کې د اړمنو کسانو له اړخه درېيم هیواد دى.

د ملګرو ملتونو د دغه چارواکې په وینا، د افغانستان نیمايي نفوس په بې وزلۍ کې ژوند کوي او په هرو څلورو افغانانو کې یو یې د خپل راتلونکې ځل مړۍ ډوډۍ د ترلاسه کولو په اړه ډاډه نه دی. میرمن دوتين اندېښنه وښوده چې دا مهال شاوخوا درې ميليونه افغان ماشومان د لوږې له سختې کچې سره مخ دي.

هغې زیاته کړه، د تېر کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې له پاکستان څخه ۶۱۸ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې نږدې ۸۰ سلنه یې ښځې دي او ډېری یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د مالي څانګې مشرې همداشان ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون سختو اغیزو په دغه هېواد کې بشري ناورین لا پسې ژور کړی دی.

د بودجې کموالی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د مالي څانګې مشرې د دغه سازمان د امنیت شورا غړو ته په افغانستان کې د اړو کسانو د پاملرنې لپاره د بودیجې په کموالي اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې له ننګونو سره سره به د دوی د جنوري او مارچ میاشتو ترمنځ د ۹.۹ میلیون افغانانو پاملرنه کړې

د لیزا دوتین په وینا، په افغانستان کې د بشري غبرګون لپاره د اړتیا وړ درې میلیارد ډالرو څخه، دوی د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې ۶۴۹ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې زیاته کړه چې د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې د ۱۵۰ ګرځنده روغتیايي ټیمونو فعالیتونه ځنډول شوي او اوس هم امکان شته چې په دغه هېواد کې د ۴۰ نورو روغتیايي ټیمونو فعالیت ودرول شي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو روغتیايي ډلو د فعالیتونو په درولو سره به ۷۰۰ زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

د OCHA دغې چارواکې دا خبرداری هم ورکړ چې د بودیجې نشتوالی به په افغانستان کې د ماین پاکۍ او د ماینونو له قربانیانو سره د مرستې دوه پروګرامونه ودروي. دوتين زياته کړه چې که اضافي بوديجه ترلاسه نه شي، دغه پروګرامونه به په راتلونکې مياشت کې ودرول شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اوسمهال ۴۷۵ ښوونځي او ۲۳۰ روغتیايي مرکزونه د ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړو سیمو ته څېرمه موقعیت لري او همداشان ۳.۴ میلیونه افغانان د په ناچاودو توکو ککړو سیمو په یو کیلو مترۍ کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه دا غونډه په داسې حال کوي چې ټاکل شوې د جون په ۳۰ او د جولایی په لومړۍ نیټه په دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرتابه د افغانستان په اړه دریمه غونډه جوړه شي. دا ځل طالبانو هم پدې غونډه کې د ګډون بلننه منلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG