د لاس رسي وړ اتصالات

د یوناما مشرې د متحده عربي اماراتو چارواکو سره د دوحې د درېیمې غونډې په تړاو خبرې کړي


ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازولۍ مشرمحمد ابوشهاب د افغانستان لپاره ملګرو ملتونود عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا سره د دوحې درېیمې غونډې په تړاو خبرې کړي
ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازولۍ مشرمحمد ابوشهاب د افغانستان لپاره ملګرو ملتونود عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا سره د دوحې درېیمې غونډې په تړاو خبرې کړي

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازولۍ مشر محمد ابوشهاب ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې روزا اوتنبایووا سره یې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په اړه د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو د درېیمې غونډې په هکله خبرې کړي دي.

محمد ابوشهاب د چهارشنبې د ورځې ناوخته جون ۱۹(جوزا۳۰) د ایکس په خپله پاڼه لیکلي چې د میرمن اوتنبایوا، سره په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" او د افغانستان په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره د یو هوسا هیواد په اړه هم غږیدلی دی.

هغه ویلي: "د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د دوحې د درېیمې غونډې وړاندې دا ډیره ښه شوه چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا، سره مې ولیدل. مونږ په هیواد [افغانستان] کې په وروستیو تحولاتو، د دوحې د راروانې غونډې او د ښځو او نجونو په ګډون د یو هوسا افغانستان په لور د یوناما د کار په تړاو خبرې وکړې".

د متحده عربي اماراتو دغه لوړ پوړې دپلومات په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر "یوناما" د ماموریت په اړه ددغې دفتر د مشرې سره دا خبرې په داسې حال کې کړي چې یوناما ویلي چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ جون ۲۱ (چنګاښ اول) به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستتان په تړاو یوه غوڼده جوړه کړي.

د یوناما له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا به هم د امنیت شورا ددغې غونډې په یوه برخه کې د افغانستان د وضعیت په باب معلومات وړاندې کړي.

یوناما ویلي: "ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سبا د جون د میاشتې په ۲۱مه نیټه د نیویارک پرسیمه ییز وخت د سهار په ۰۰: ۱۰ (د کابل پر وخت د ماښام ۳۰: ۶ بجې) د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه دایره کړي، چې تاسو یې په ژندۍ بڼه د http://webtv.un.org له لارې یې تعقیبولای شئ".

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې درېیمې غونډې د جوړیدو څخه دمخه دا غونډه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال فرحان حق د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې لا هم د دوحې د درېیمې غونډې لپاره ترتیبات نه دي بشپړ شوي.

هغه افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینټ سپارښتونو ته په کتنې چې ویلي دي طالبانو سره باید د قانوني حکومت په ډول چلند ونشي د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "زه غواړم چې په دې ټینګار وکړم چې مونږ هغوی سره [طالبانو] د افغانستان د حاکمو چارواکو په توګه چلند کوو. هغوی سره د افغانستان د یو رسمیت پيژندل شوي حکومت په توګه چلند نه کیږي".

ریچارد بنیټ د سه شنبې په ورځ جون ۱۸( جوزا ۲۹) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۶ غونډې ته د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال په افغانستان کې د شبري وضعیت په اړه یو ټکان ورکوونکی انځور وړاندې کړ.

هغه وویل: "د بنسټیز شوي تبعیض نظام، جلا کیدل، انساني کرامت ته بې حرمتي او د ښځو او نجونو ګوښه کول او د هغې اړوند زیانونه باید چې د بشریت وجدان ته ټکان ورکړي".

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ وروستی راپور "ناسم" بللی او نړیوال سازمانونه یې د "واقعیتونو" درک کولو او د "رغنده دریځ" غوره کولو ته هڅولي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د چهارشنبې په ورځ جون ۱۹ (غبرګولي ۳۰) د ایکس په شبکې کې په یو پیغام کې د بنیټ په رپوټ سخته نیوکه کړې ده. مجاهد لیکلي دي: "د ملګروملتونو ځینو غړو او په ځانګړي ډول د ریچارډ بینټ راپور د دوحې د راتلونکي ناستې په درشل کې د اذهانو د خرابولو هڅه ده."

مجاهد همداشان ادعا کړې چې په ملګرو ملتونو کې ځینې "عُقديي اشخاص" هڅه کوي چې له افغانستان څخه "ناسم تصویر" وړاندې کړي او د هغه په وینا "لوی پرمختګونه د څو محدودو موضوعاتو تر شعاع لاندې راولي."

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د قطر په پایتخت دوحه کې به د افغانستان په تړاو ددغې ټولنې په کوربتوب درېیمه مشورتي غونډه د روان ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای په لومړۍ ورځ جوړه شي.

ملګرو ملتونو ددغې غونډې د جوړیدلو هدف افغانستان سره په ډير څرګند، همغږۍ او رغنده ډول د نړیوالې بوختیاو زیاتول ښودلي دي.

د فرانس پریس خبري د دپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي چې د دوحې په درېیمه مشورتي غونډه کې به د مدني ټولنې افغان فعالان ګډون ونکړي، خو یو شمیر افغان مدني فعالان او د ښځو استازي به ددې غونډې د جوړیدو دمخه او وروسته د غونډې د ګډون کوونکو سره خبرې وکړي.

خو ملګرو ملتونو تراوسه د دوحې په درېیمه غونډه کې د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د افغان فعالانو د ګډون او یا نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي او د ځینو نړیوالو ادارو استازي ګډون وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG