د لاس رسي وړ اتصالات

د دوحې غونډې ته غبرګونونه؛ ملګري‌ ملتونه خپل پریکړه‌ لیکونه ترپښو لاندې کوي


د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې ملګري‌ ملتونه د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې د افغان میرمنو له ګډون پرته او د طالبانو په رابللو سره د دغه سازمان پریکړه لیکونه تر پښو لاندې کوي.

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د جون میاشتې له دیرشمې د جولای تر لومړۍ نیټې پورې جوړېږي او ملګري‌ ملتونه وايي په دې غونډه کې به د طالبانو د حکومت سربیره، د افغانستان په چارو کې د دخېلو هېوادونو ځانګړي استازي‌ هم ګډون وکړي.

د طالبانو حکومت چې د دوحې په تېرو دوو غونډو کې ګډون نه درلود،‌ په دې غونډه کې یې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو له بلنې هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې یادې غونډې ته به خپل یو پلاوی واستوي.

روزا اوتونبایوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي‌ استازې او د یوناما مشرې تیره اونۍ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې وروسته په یو مطبوعاتي‌ کنفرانس کې تائید کړه چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به د افغانستان د ښځو استازې ګډون ونلري، خو دوی به د یادې غونډې په مقدماتي غونډو او له هغې وروسته غونډو کې ګډون وکړي.

اوتونبایوا زیاته کړه چې ټاکل شوې په دې غونډه کې له نشه‌يي‌ موادو سره د مبارزې،‌ اقتصادي‌ او مالي چارو لکه د بانکدارۍ سیستم او خصوصي‌ سوداګرۍ او نورو مسلو پر سر خبرې وشي او د سولې او سیاسي‌ چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله روزماري دي‌کارلو به د دې دوه ورځینۍ غونډې مشري وکړي.

د دوحې غونډې په اړه د ښځو او بشري حقونو د فعالانو انتقادونه

د دوحې درېیمې غونډې ته د افغانستان د ښځو او بشري حقونو فعالانو د نه بللو په تړاو د ملګرو ملتونو تصمیم د بشري حقونو د مدافعانو پراخ انتقادونه راپارولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان مشرې اګنیس کالمارډ په خپل اکس پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونه د مذاکرې وړ نه دي او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې خپل دریځ څرګند کړي.

هغې زیاته کړې ده: "که دا (د دوحې غونډه) په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ ته په کافي اندازه رسیدګي ونه کړي او د افغان میرمنو د بشري حقونو مدافعان او د افغان مدني ټولنې نور اړوند اړخونه په کې شامل نه شي، په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌‌توب د دې درېیمې غونډې اعتبار به له منځه لاړ شي."

د طالبانو تر راتګ وروسته ګڼ شمیر میرمنو د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره مظاهرې کړي چې یو شمیر یې نیولې شوي هم دي.
د طالبانو تر راتګ وروسته ګڼ شمیر میرمنو د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره مظاهرې کړي چې یو شمیر یې نیولې شوي هم دي.

بار ویلي چې د ملګرو ملتونو دا تصمیم طالبان لا زړور کوي او طالبان دا د یوې سیاسي بریا په توګه ګڼي. هغې ټینګار کړی: ”دا تصمیم نه یوازې د افغانستان له ښځو سره خیانت دی بلکې د ټولې نړۍ له ښځو سره خیانت دی."

بریتانیايي خبریال لي ین اودانل چې په اروپا کې رسنیو ته یې د افغانستان په اړه زیات شمیر راپورونه او مقالې لیکلي دي امریکا غږ ته وویل د دوحې په غونډه کې د افغان میرمنو ګډون نه کول د باور وړ نه دی.

اودانل زیاته کړه: "د هغو راپورونو له مخې چې ما د افغانستان د وضعیت په اړه چمتو کړي‌ دي،‌ ټول یې له ښځو او نجونو سره د طالبانو د ناسم چلند په اړه دي."

د هغه په وینا دغې غونډه ته د افغان میرمنو نه بلل او له طالبانو سره د مخامخ کیدلو مخنیوی په دې معنا دی چې نه ملګري‌ ملتونه او نه هم متحده ایالات د افغانستان ښځو او یا نړۍ ته د وړاندې کولو لپاره څه نه لري.

د افغانستان د ښځو فعالانو هم د ملګرو ملتونو پر دې تصمیم انتقاد کړی دی. په افغانستان کې لومړۍ ښځینه والي او له طالبانو سره د پخواني‌ مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي امریکا غږ ته وویل چې ملګرو ملتونو په دې غونډه کې د ښځینه فعالانو په نه بللو سره له ”خپلې ژمنې سره وفا نه ده کړې.“

د سرابي‌ په وینا ”د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۷۲۱ پریکړه لیک کې فیصله وشوه چې د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی وټاکل شي او دا د دې غونډې هدف هم و.“

سرابي‌ همداشان وویل ۳۲۵ پریکړه لیک هم چې د ښځو،‌ سولې او امنیت په اړه دی ټینګار کوي‌ چې ښځې باید په ټولو برخو کې حضور ولري خو ملګرو ملتونو چې دا پریکړه لیکونه تصویب کړي‌ دي اوس ورباندې عمل نه کوي.

هغې د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان میرمنو نه ګډون کول د ملګرو ملتونو لپاره ”شرموونکې او خواشینوونکې“ وبلله.

د ښځو د حقونو یو شمیر فعالان وايي که د دوحې د غونډې په اجنډا کې د افغانستان د ښځو د حقونو موضوع شامله نه وي دا غونډه به ”نمایشي بڼه ولري او خپل ارزښت به له لاسه ورکړي“.

د افغانستان د پخواني حکومت یوه چارواکې او د ښځو فعاله اصیلا وردګ وايي چې د جون په دویمه او د دوحې له اصلي غونډې وروسته د ښځو استازو ته بلنه ورکول ”د خندا وړ او مسخره“ کار دی او هیڅ یوه ښځه هم باید په دې غونډه کې ګډون ونکړي.

وردګ زیاته کړه: ”ملګري ملتونه له طالبانو سره د اړیکو د عادي‌ کولو په حال کې دي ځکه چې هغوی ته استخباراتي او سیمه‌ییز موضوعات مهم دي.“

میرمن وردګ د ښځو له حضور پرته د دوحې غونډه د بشري‌ حقونو له ټولو نړیوالو میثاقونو او منشورونو څخه څرګنده سرغړونه یاده کړه او ویې ویل:‌ ”زما لپاره د څو ښځو حضور مهم نه دی خو په اصلي اجنډا کې باید د ښځو موضوع، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینت په راپور کې چې له بشري حقونو څخه د سرغړونو له قضیو څخه ډک و ځای ورکړل شوی وی."

د طالبانو حکومت پر افغانستان باندې د کابو درې کاله واکمنۍ وروسته لا هم له نړۍ څخه د مشروعیت په ترلاسه کولو بریالی شوی نه دی او نړیوالې ټولنې هم د ښځو او بشري‌ حقونو رعایتول د طالبانو د مشروعیت لپاره د عمده شرطونو په توګه ټاکلي دي.

د افغانستان د پخوانی‌ حکومت د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو له خوا پر ښځو باندې لګول شوي بندیزونه تصادفي نه دي بلکې د طالبانو د ایډیالوژۍ او د حکومتوالۍ د بڼې عمده برخه جوړوي او په څرګنده توګه د ښځو په وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون سره چې افغانستان هم لاسلیک کړی دی په ټکر کې دی.

د ښځو د حقونو فعالانو پر ملګرو ملتونو تور پورې کړی دی چې دغه سازمان د دوحې په غونډه کې د ښځو د نه ګډون په اړه د طالبانو شرطونه او غوښتنې منلې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د دغو تورونو په غبرګون کې تیره اونۍ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل هیڅ څوک نشي کولی چې ملګرو ملتونو ته د دغه سازمان د غونډو د جوړولو د څرنګوالي په تړاو شرطونه وړاندې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG