د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مخالف سیاستوال د ویانا څلورمه غونډه کې د افغانستان په اینده خبرې کوي


د ویانا درېیمه غونډه د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په لومړۍ اونۍ کې د طالبانو د شاوخوا ۳۰ مخالفو سیاسي او نظامي مشرانو په ګډون جوړه شوې وه.
د ویانا درېیمه غونډه د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په لومړۍ اونۍ کې د طالبانو د شاوخوا ۳۰ مخالفو سیاسي او نظامي مشرانو په ګډون جوړه شوې وه.

د افغانستان د پخوانیو مجاهدینو د یو شمیر مشرانو او قومندانانو په ګډون د طالبانو د حکومت یو شمیر مخالف سیاسي او نظامي مشران د دوشنبې په ورځ جون ۲۴( چنګاښ څلورم) د اتریش پایتخت ویانا کې د افغانستان د راتلونکې لارې د نقشې په اړه خبرې کوي.

د ملي مقاومت جبهې د یکشنبې په ورځ جون ۲۳( جنګاښ درېیم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددغې جبهې د مشر احمد مسعود په مشرۍ یو پلاوي هم ویانا ته تللی دی.

همداشان د پخوانیو مجاهدینو یو مشرحاجي محمد محقق او یو شمیر نور سیاسي او نظامي مشران هم د یکشنبې په ورځ ویانا ته رسیدلي دي. د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د خپلې مور د ناروغۍ له امله به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي، خو زیاته کړې ده چې دده ګوند ځینې غړي به په دې غونډه کې برخه واخلي.

د ویانا درېیمه غونډه د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په لومړۍ اونۍ کې جوړه شوې وه. ددغه بهیر په تیرو دریو غونډو کې د طالبانو د حکومت شاوخوا ۳۳ سیاسي او نظامي چارواکو ګډون کړی و. خو د رپوټونو له مخې ددې بهیر په څلورمه غونډه کې به شاوخوا ۷۰ تنه ګډون وکړي.

د مقاومت ملي جبهې ددې غونډې د جوړیدو د هدف په اړه ویلي دي: "د ویانا په غونډه کې اکثره د طالبانو مخالف نظامي او سیاسي مشران د مختلفو سیاسي، قومي او نظامي ډلو څخه ګډون کوي. ددې غونډو هدف د افغانستان د راتلوونکې لپاره د لارې د یوې نقشې د ترتیبولو لپاره د طالبانو د مخالفو مختلفو سیاسي جریانونو نږدې کول دي."

د دغې جبهې د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې ددغو دوو ورځینو بحثونو په پاې کې به یو پریکړه لیک هم خپور شي. دغې جبهې په اعلامیه کې ویلي چې د ویانا د غونډو بهیر د اتریش د مقاماتو او د طالبانو مخالفو سیاسي او نظامي جریانونو په نوښت جوړیږي. دمخه په رپوټونو کې ویل شوي وو چې په تیرو دوو کلنو کې د دغو غونډو بندوبست د اتریش د یو څیړنیز انسیتیوت او په ویانا کې د افغانستان د سفارت له خوا شوی وو.

د دغې غونډې تنظیموونګو ویلي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې درېیمې غونډې په اړه خبرې هم ددغې غونډې د بحثونو په اجندا کې شامله مسله ده.

د ویانا غونډه په د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب باندې د جوړیدونکي غونډې څخه شاوخوا یوه اونۍ دمخه جوړيږي. ملګرو ملتونو ویلي چې د دوحې درېیمه غونډه به د جون د روانې میاشتې په ۳۰ او جولای په اول جوړه شي.

طالبانو حکومت تر اوسه په اتریش کې د ویانا د څلورمې غونډې په هکله څه ندي ویلي. خو دغه حکومت دمخه د ویانا د بهیر تیرې غونډې بې ګټې بللې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG