د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو حکومت لندن او ویانا کې افغانستان د سفارتونو قنسولي خدمتونه بې اعتباره اعلان کړل


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې سر د یکشنبې د ورځې اکتوبر اتم(تلې ۱۶) په لندن او ویانا کې د افغانستان د سفارتونو قنسولي خدمتونه د اعتبار وړ نه دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ددې پریکړې علت د شفافیت نه موجودیت او د دغو سفارتونو او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د همغږۍ نشتولی ښودلی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" په اروپا کې ټولو میشتو هغو کسانو ته، چې په لندن او ویانا کې د افغانستان سفارتونو ته د پاسپورت د صادرولو/ تمدید ، ویزو صادرولو او یا د اسنادو د تصدیقولو) لپاره مراجعه کوي اطلاع ورکول کیږي، چې د شفافیت د نشتون او د بهرنیو چارو وزارت سره ددغو سفارتونو د نه همغږۍ له امله ټول ددغو سفارتونو خدمات د اکتوبر د اتمې ورځې څخه تر بلې اطلاع پورې د اعتبار وړ نه دي".

په لندن او ویانا کې د افغانستان سفارتونه د پخواني رژیم له خوا دغو سفارتونو ته د ګمارل شویو سفیرانو له خوا اداره کیږي.

په لندن کې د افغانستان سفارت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا پریکړه د دغه سفارت د قنسولي خدمتونو په وړاندې کولو هیڅ اغیز نلري او دا سفارت به د پخوا په څیر د دوشنبې د ورځې څخه د جمعې تر ورځې هره ورځ د ۹:۳۰ بجو څخه د مازیګر تر ۴ بجو پورې په برتانیا او د ایرلنډ په جمهوریت کې د پخوا په څیرمراجعینو ته خدمتونه وړاندې کړي.

خو په ویانا کې د افغانستان سفارت تراوسه یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دغې پریکړې ته غبرګون نه دی ښودلی.

دا هم لا څرګنده نه ده، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا پریکړه به ددغو سفارتونو په قنسولي فعالیتونو څه اغیز ولري او یا نه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت داپریکړه وروسته له هغې کړې، چې په تیرو شاوخوا دوو اونیو کې په هالنډ او اسپانیا کې د افغانستام سفارتونو په جلا جلا اعلامیو کې دغه وزارت سره په قنسولي چارو کې د تعامل د پیلولو خبر ورکړی و.

په لندن کې د افغانستان سفارت د ډاکټر زلمي رسول له خوا چې په پخواني جمهوري رژیم کې یې که د بهرنیو چارو د وزیر او ملي امنیت د شورا د سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې اداره کیږي اود اتریش په پایتخت ویانا کې د افغانستان سفارت د منیژه باختري له خوا اداره کیږي.

په ویانا کې د افغانستان سفارت د یو اتریشي تحقیقاتي بنسټ په ملتیا په تیرو دوو کلنو کې د طالبانو د مخالفو سیاسي مشرانو په ګډون لږ ترلږه ددوو غونډو کوربتوب کړی دی. په دې دواړو غونډو کې د افغانستان د مقاومت د ملي جبهې مشر احمد مسعود په ګډون د طالبانو د حکومت ځینو مخالفو مشرانو هم برخه اخیستې وه.

همداشان دا دوه سفارتونه د یو شمیر نورو افغان سفارتونو په ډله کې شامل دي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره د اړیکو پرته په یو شمیر بهرنیو هیوادونو کې افغانانو ته د قنسولي خدمتونو په ګډون خدمتونه وړاندې کوي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان د روان کال د جولای په میاشت کې کابل ته د برتانیا د سفارت د نوي شارژدافیررابرټ چارټن ډکسن د سفر پر مهال هغه سره په کتنه کې په لندن کې افغانانو ته د طالبانو له خوا د قنسولي خدمتونو د برابرولو لپاره د قنسولي چارو د یوې څانګې د پرانیستلو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي متقي دغه برتانويدپلومات ته ویلي و، چې برتانیا باید د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیسي او" باید په ډاډ او جرات سره تعامل ته را مخې شي".

اتریش او برتانیا تراوسه په خپلو هیوادونو کې د طالبانو دپلوماتان نه دي منلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG