د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه طالبانو ته: په ژمنو عمل وکړئ او ټولشموله حکومت جوړ کړئ


عکس ارشیف: ضمسر کابلوف، نمایندۀ ویژۀ رییس جمهور روسیه در امور افغانستان با شماری از رهبران طالبان
عکس ارشیف: ضمسر کابلوف، نمایندۀ ویژۀ رییس جمهور روسیه در امور افغانستان با شماری از رهبران طالبان

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودینکو، ویلي دي چې مسکو له طالبانو غواړي چې د ټولشموله حکومت په اړه خپلې ټولې ژمنې ترسره کړي.

د روسیې د تاس اژانس د پنجشنبې په ورځ مۍ ۳۰ (جوزا ۱۰) د رودینکو له قوله لیکلي چې د افغانستان په اړه د روسیې اوسنۍ پالیسي په بشپړه توګه نده بدله شوی.

له دې دمخه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د طالبانو سره د اړیکو ټینګول "یوه اړتیا" ګڼلې او ویلي یې دي چې: "مونږ اړتیا لرو چې د واقعیت پر بنسټ پرمخ ولاړ شو او هغه په اساس اړیکې ټینګې کړو."

رودینکو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ټول شموله حکومت جوړول د مسکو لخوا د طالبانو په رسمیت پیژندلو لپاره یو مخکنی شرط دی، خبریالانو ته وویل: "مونږ شیان له یو بل سره نه تړو؛ تمه لرو چې د طالبانو غورځنګ ټولې هغه ژمنې پوره کړي چې مخکې یې په ښکاره له نړیوالې ټولنې سره کړې دي. په هرصورت، مونږ دا په هیڅ ډول شرط نه ګڼو او هغه د هغوی [طالبانو] د فعالیتونو او سیاستونو په ځانګړې توګه د روسیې په هکله نه مرتبط کوو."

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وو، چې طالبان په افغانستان کې "اصلي ځواک" دی او د هغه په وینا د روسیې له خوا د منع شویو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د نوم احتمالي لرې کول د "عیني واقعیت" څرګندونکي دي.

په ورته وخت کې د لاوروف له څرګندونو سره سم د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو پوتین ته رپوټ ورکړی چې کولای شو د روسیې د تروریستي سازمانونو له لست څخه د طالبانو نوم وباسو.

د طالبانو حکومت د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۹ (جوزا ۹) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د تروریستي سازمانونو له لست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو په اړه د روسیې د اقدام په هکله ددې هیواد د مقاماتو د وروستیو څرګندونو د هرکلی په ترڅ کې ویلي چې له مسکو سره د مثبتو اړیکو د لا پراختیا او ټینګښت په تړاو «جدي سیاسي عزم» لري.


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د ارتباطاتو سلاکار جان کربي د سه شنبې په ورځ می ۲۸ (جوزا ۸) وویل چې د تروریستي ډلو له لست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو او د دغې ډلې د احتمالي پیژندنې په اړه د روسیې څیړنه کیدای شي نورو هیوادونو ته یو ''ډارونکی پیغام'' واستوي. هغه وويل: "طالبانو تر اوسه په خپلو ژمنو کې يوه هم نه ده پوره کړې."

کربي زیاته کړه: "موږ په دې موقف کې نه یو او نه به یو چې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپیژنو. که روسیه دا کار وکړي، موږ باور لرو چې دا به نورو ته بد پیغام ورکړي... دا سم اقدام ندی."

روسیې په ۲۰۰۳ کال کې په رسمي توګه طالبان د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړل، خو وروسته له هغه چې دغه ډله په افغانستان کې بیا واک ته ورسېده، چې نږدې درې کاله یې کېږي، مسکو له طالبانو سره تعامل او اړیکې درلودلي دي.

روسیې په کابل کې خپل سفارت پرانیستی ساتلی دی او سربیره پر دې په مسکو کې د افغانستان سفارت فعال دی او سرپرستي یې د طالبانو د حکومت شارژدافیر په غاړه لري.

نړیواله ټولنه او حتی د سیمې عمده هیوادونه چې په تیرو دریو کلونو کې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، له طالبانو سره د هر ډول رسمي خبرو اترو لپاره د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او لږکیو حقونو ته پر درناوی او همدارنګه د یو ټول شموله حکومت په رامنځ ته کولو باندې د یو مخکني شرط په توګه ټینګار کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG