د لاس رسي وړ اتصالات

کابلوف: پوتین ته د ترهګرو سازمانونو له لیسټ څخه د طالبانو د نوم د ایستلو راپور وړاندې شوی


روسیې تر دې مخکې هم طالب مقامات ځینو غونډو ته وربللي.
روسیې تر دې مخکې هم طالب مقامات ځینو غونډو ته وربللي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دوشنبې په ورځ می ۲۷ (غبرګولي اوومه) وویل چې مسکو د طالبانو حکومت ته د سنټ پیټرزبورګ په کلنۍ نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې او د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو پوتین ته راپور وړاندې کړی چې له مخې یې ښايي د طالبانو نوم د روسیې د ترهګرو ډلو له لیسټ څخه وایستل شي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د کابلوف په حواله د ترهګرو ډلو له لیسټ څخه د طالبانو د نوم د لیرې کولو په اړه لیکلي: "دا کار باید ترسره شي. له دې پرته به [د طالبانو] په رسمیت پيژندنه له وخت وړاندې وي. په دې اساس، ټول نظرونه د روسیې مشرتابه ته وړاندې شوي. موږ [د مشرتابه] پرېکړې ته په تمه یو."

کابلوف تېره اونۍ ویلي وو چې طالبان اوس د روسیې دښمنان نه دي، خو د ده په وینا، د مسکو او طالبانو ترمنځ لا هم "ځانګړي سیاسي محدودیتونه" شته چې په اړه یې نوموړي جزئیات ندي ورکړي.

کابلوف د سنټ پیټرزبورګ غونډې ته چې د روسیې ترټولو ستره کلنۍ اقتصادي غونډه بلل کیږي او دا کال د جون له پنځمې څخه د جون تر اتمې دایریږي، د طالبانو د بلل کېدو په اړه تاس اژانس ته ویلي: "هغوی [طالبانو] ته بلنه ورکړل شوې ده. زه نه پوهیږم چې دا بلنه به تر کومې کچې لوړه ولاړه شي. "

تاس د کابلوف له خولې لیکلي: "په دودیز ډول، افغانان لیواله دي چې له روسیې څخه د نفتو او نورو مهمو توکو د پیرودلو په برخه کې د همکارۍ پراخولو ته دوام ورکړي. په یقین سره، دا ممکنه ده چې د افغانستان د ترانزیټي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه خبرې وشي ترڅو له دې سیمې سره د سوداګرۍ تبادله پراخه شي."

د طالبانو د حکومت استازو له دې وړاندې هم د سنټ پیټرزبورګ په کلنۍ غونډه کې ګډون کړی خو تر اوسه یې په سږنۍ غونډه کې د خپل ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو راهیسې، طالبان په روسیې کې ګڼو غونډو ته بلل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوي د مۍ په ۱۴مه د روسیې او اسلامي نړۍ په اقتصادي غونډه کې ګډون وکړ چې د روسیې په کازان کې جوړه شوې وه. ددغې غونډې موخه د روسیې او اسلامي همکارۍ د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، ټولنیزو او کلتوري اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې وه.

د طالبانو د حکومت چارواکو لیوالتیا ښودلې چې له مسکو سره د سوداګریزو اړیکو په لړ کې، د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د روسي توکو په لیږد کې رول ولوبوي.

په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو راهیسې د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

د روسیې په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل په افغانستان کې د ښځو او مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو خوندیتوب په ګډون د بشري وضعیت په برخه کې د طالبانو د اقداماتو پورې مربوط ګنلي دي او ویلي دي چې که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي نو د افغان نجونو او میرمنو پر وړاندې دې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG