د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو پلاوی د دوحې په اصلي بحثونو کې ګډون کوي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه حکومت یو پلاوی به د دوحې د درېیمې غونډې په اصلي بحثونو کې ګډون وکړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه حکومت یو پلاوی به د دوحې د درېیمې غونډې په اصلي بحثونو کې ګډون وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د درېیمې مشورتي غونډې په اصلي بحثونو کې ددغه حکومت د یو پلاوي د ګډون خبر ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ددغه وزارت د ستراتیژیکي مطالعاتو مرکز له خوا "راتلونکې دوحه-۳ او له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل څرنګوالی" تر نامه لاندې یو بحث کې د دوحې په راروانه غونډه کې د طالبانو د حکومت د استازو د ګډون په تړاو د خبرو پرمهال ویلي چې استازي به یې ددې غونډې په اصلي بحثونو کې ګډون وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي ریاست رئیس ذاکر جلالي دې بحث ته په وینا کې ویلي چې طالبان د نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي، خو زیاته کړې ده چې دا تعامل د سیاسي استقلال، دیني او ملي ارزښتونو او د نظام په بیه نه غواړي.

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي ددې سره سره چې ویلي دي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون پریکړه به وروسته ترسره شي، خو زیاته کړې ده چې د دوحې د لومړۍ او دوېیمې غونډې په پرتله د درېیمې غونډې د جوړوونکو او کوربنو په تعامل کې مثبت بدلون لیدل کېږي او په وروستیو ورځو کې ګڼ پلاوي کابل ته راغلل ترڅو په راتلونکې غونډه کې د طالبانو د استازو د ګډون زمینه برابره کړي.

هغه وویل:" په درېیمه غونډه کې ټاکل شوې چې د اسلامي امارت استازي (طالبانو حکومت) به په اصلي بحثونو کې ګډون کوي".

ښاغلي جلالي همداراز وویل، دا ځل د دوحې ۳ غونډې په اجنډا کې مثبت بدلون تر سترګو کېږي چې د بحث اساسي محورونه به مالي او بانکي وضعیت، مخدره توکو پرخلاف مبارزه او کروندګرو ته بدیل معیشت، د خصوصي سکتور وده او اقلیمي بدلون اړوند مسایل تشکیلوي.

هغه وویل چې د بحث محورونو ته په پام داسې برېښي چې د غونډې د اجنډا په اړه اساسي ستونزه نه وي، مګر طالبانو د حکومت منتظر دی چې ملګرو ملتونه د غونډې وروستي جزییات شریک کړي ترڅو یې په رڼا کې دا حکومت پرېکړه وکړي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحه غونډه د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای د میاشتې په اول افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې د جوړیدو هدف افغانستان سره په ډير څرګند، همغږۍ او رغنده ډول د نړیوالې بوختیاو زیاتول ښودلي دي.

د طالبانوحکومت استازي د دوحې د دوېیمې غونډې ته هم بلل شوي و، خو طالبانو په دغه غونډه کې د ګډون لپاره ځینې شرطونه وړاندې کړي وو چې د ملګرو ملتونو له خوا ونه منل شو او د طالبانواستازو هم په کې ګډون ونکړ.

تراوسه طالبانو په رسمي ډول د ملګروملتونو په کوربتوب د دوحې غونډې ته خپل شرطونه نه دي اعلان کړي، خو د راپورونو له مخې دغې ډلې په د دوحې غونډه کې د ګډون لپاره یو شرط په دې غونډه کې د طالبانو استازی د افغانستان د رسمي استازي په توګه د منلو شرط ایښی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، خو تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد او یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د پيژندلو لپاره له وړاندې ځینې شرطونه ایښي دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په ګډون د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د تروریستي ډلو سره د اړیکو د پریکولو شرطونه شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG