د لاس رسي وړ اتصالات

دوحې غونډې کې طالبانو ته بلنه؛ افغان معترضو میرمنو ددې غونډې سره د پریکون غوښتنه کړې


یو شمیر معترضو افغان میرمنو اندیښنه ښودلې چې د دوحې په درېیمه مشورتي غونډه کې به د ښځو د رښتینو استازو پرځای د طالبانو پلوي د ښځو استازې ګډون وکړي.
یو شمیر معترضو افغان میرمنو اندیښنه ښودلې چې د دوحې په درېیمه مشورتي غونډه کې به د ښځو د رښتینو استازو پرځای د طالبانو پلوي د ښځو استازې ګډون وکړي.

د افغانستان په دننه او بهر کې د افغان میرمنو یو شمیر اعتراضي غورځنګونو د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب درېیمې مشورتي غونډې ته د طالبانو د حکومت د استازوته د بلنې په مخالفت کې ددغې غونډې سره د پریکون یو کمپاین پیل کړی دی.

د افغان میرمنو یو شمیر اعتراضي غورځنګونو ویلي چې د هغو حاکمانو سره د خبرو مخالف دي چې د جنسیت پر بنسټ پر تبعیض باندې باور لري او ددغې کړنې د ترویج لپاره یې په افغانستان کې بیلابیلو اقداماتو ته زمینه برابره کړې ده.

دوی ویلي:" مونږ ټول شاهد وو چې د دوحې په لومړۍ غونډې کې د افغانستان د خلکو له برخلیک سره معامله وشوه. تاریخ یو ځل بیا تکرار شو او خلک یې په سیاسي ساه بندۍ اخته کړل. د همدې له امله مونږ د دوحې غونډې سره پریکون کوو، د طالبانو د یو یو مشر ... محاکمه غواړو. طالبان د افغانستان د خلکو استازي نه دي، بلکې د خلکو قاتلان دي".

همداشان د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د افغان معترضو میرمنو یو غورځنګ هم له افغان میرمنو غوښتي چې د دوحې په درېیمه مشورتي غونډه کې دې د ګډون څخه ډډه وکړي او خپل پریکون دې ورسره اعلان کړي.

دغه غورځنګ د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۸( جوزا اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې اندیښنه ښودلې چې په دې غونډه کې به ځینې افغان میرمنې چې د طالبانو ملاتړ کوي برخه واخلي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "دا غوښتنه د هغو اندیښنو وروسته شوې چې د طالبانو ملاتړې میرمنې به په دې غونډه کې د افغان میرمنو په استازیتوب ګډون وکړي کوم چې دا غورځنګ یې په کلکه غندنه کوي".

دغه غورځنګ د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د طالبانو ته د مشروعیت د ورکولو په ردولو سره دې د یوې داسې راتلوونکې لپاره چې ټول افغانان وکولای شي په ازادۍ او شرافت کې ژوند وکړي د افغانستان د خلکو په څنګ کې ودریږي.

ددې دمخه د افغانستان د ښځو د ازادۍ د دریمڅې په نوم د افغان میرمنو یو غورځنګ د دوحې د درېیمې غونډې جوړیدل غندلي وو او ویلي و چې ددې غونډې د جوړیدو اساس طالبانو سره تعامل او ورته کمپاین کول دي.

دغه غورځنګ ویلي دي:" د تروریستو طالبانو په حضور کې ددغسې غونډې جوړیدل د افغانستان د خلکو او ښځو سره ظلم دی چې د دریو کلنو راهیسې د طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګیږي. د طالبانو ځای د ملګرو ملتونو په تور لیست اود جرمونو په نړیوالو محکمو کې دی نه د خبرو پر میز باندې".

ددغه غورځنګ غړو هم د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د طالبانو سره د خبرو او ورسره د تعامل پر ځای دې دا ډله منزوي کړي او که نه "تروریزم به ډیر ژر سیمه اونړۍ" ناامنه کړي.

ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې کوربتوب به ددغې ټولنې عمومي منشي د روان ۲۰۲۴ کال د جون په ۳۰ او د جولای په اول د قطر په پایتخت دوحه کې وکړي.

دغه سازمان ددې غونډې د جوړیدو هدف په منسجم، همغږي او رغنده ډول افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل زیاتیدل ښودلي دي.

د دوحې په درېیمه مشورتي غونډه کې د طالبانو حکومت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، خو دغه حکومت لا تراوسه په دې غونډه کې د ګډون او یا ګډون رسمي اعلان نه دی کړی.

خو د طالبانو د حکومت لوړ پوړو چارواکو ویلي چې د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره ځینې شرطونه لري او شرطونه یې د ملګرو ملتونو له خوا ومنل شي په دې غونډه کې به ګډون وکړي.

طالبانو تراوسه په رسمي ډول د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره خپل شرایط نه دي اعلان کړي، خو د رپوټونو له مخې په دغو شرایطو کې یو یې د دوحې په غونډه کې د طالبانو د حکومت استازی د افغانستان د رسمي استازي په توګه منل شامل دي.

طالبانو د دوحې په دوېیمه غونډه کې هم ورته شرط ایښی وو، چې د ملګرو ملتونو له خوا ونه منل شو او طالبانو حکومت هم دې غونډه کې ګډون ونکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG