د لاس رسي وړ اتصالات

جنسیت پر بنسټ تبعیض دې د بشر ضد جرمونو د مخنیوي او مجازاتو په کنوانسیون کې شامل شي - انتقالي عدالت ډله


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغانستان د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې د ملګرو ملتونو د شپږمې کمیټې غړو ته په یو پرانیستې لیک کې له دغې کمیټې غوښتي چې د جنسیت پر بنسټ تبعیض ته دې چې ددې کمیټې تر بحث لاندې دی د د بشریت پر وړاندې د جنایاتو د منع او مجازاتو په کنوانسیون کې ځای ورکړي.

دغې ډلې د جمعې په ورځ مارچ ۲۹ (وري لسم) رسنیو سره د دغه لیک یوه کاپي شریکه کړې چې په کې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض په تړاو د ځورونکي وضعیت یادونه شوې ده.

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې په دې لیک کې ویلي: " د ښځو څخه د کرکې د رژیم (طالبانو) د حاکمو چارواکو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې په سیستماتیک او بنسټیز ډول د جلا کولو او توپیري چلند چې د رژیم د ساتلو په نیت ترسره کیږي خطرناکې کچې ته رسیدلی دی، چې د ښځو د زده کړو، کار، ازاد حرکت، د بیان ازادۍ، عدالت ته لاس رسی او روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي په حقونو یې ډیر زیات ناوړه اغیز کړي دي".

په دې لیک کې ویل شوي چې دغه په ژور ډول خواشینونکی وضعیت نه یوازې د جنسیت د برابرۍ اصل او عدالت کمزوری کوي، بلکې په ټولیزه توګه په ټول بشریت باندې هم اغیز کوي.

د افغانستان د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله چې په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې تاسیس شوې په کې د بشري حقونو سازمانونه او د انتقالي عدالت کارپوهان او فعالان شامل دي.

په دې لیک کې ویل شوي چې د طالبانو په رژیم کې ښځې د جنسیت پر بنسټ د تبعیضي چلند سره مخ دي چې له امله یې هغوی د نړیوالو قوانینو پر خلاف د خپلو بنیادي حقونو څخه د تبعیض لرونکي رژیم د دولت او یا بنستیز ګروپ له خوا محرومې شوي دي.

په دغه لیک کې د ملګرو ملتونو د شپږمې کمیټې له خوا تر بحث لاندې کنوانسیون کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه د ځای ورکولو د غوښتنې دفاع شوې او ویل شوي چې دا کار نه یوازې اړین دی، بلکې یو ضروري امر دی چې د یو محوري قدم په توګه به په ډیرو هیوادونو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې سختو بشري حقونو سرغړونو ته چې هره ورځ هغوی ورسره مخ دي هم حل لارې ومومي.

په دې لیک کې ویل شوي چې دا کار به د بشري حقونو د سرغړونو قربانیانو او د حساب ورکونې ادارو ته د سرغړونکو پر وړاندې د پریکنده اقداماتو او حساب ورکولو ته د هغوی د چمتو کولو او قربانیانو ته د عدالت د پلي کیدو د ډاډ سبب هم شي.

په دې لیک ویل شوي چې د جنسیت پر بنسټ تبعیض د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه په کنوانیسون کې ځای ورکول به نړیوالې ټولنې ته یو قوي پیغام هم ورکړي.

د افغانستان د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې د ملګرو ملتونو د شپږمې کمیټې غړو ته دا پرانیستې لیک په داسې حال کې استولی چې د ملګرو ملتونو په شپږمه کمیټه کې په دې مسله باندې ټاکل شوې د اپریل په میاشت کې بحث پیل شي.

ددغه لیک دمخه د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) هم له کنوانیسون څخه د جنسیت پر بنسټ تبعیض د بشریت پر وړاندې د جنایت په توکه منلو او په دغه کنوانسیون کې ورته د ځای ورکولو غوښتنه کړې وه.

طالبان چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته بیا رسیدلي په پرله پسې ډول یې په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو حقونه محدود کړي دي.

د طالبانو حکومت شاوخوا دوه نیم کلونه کیږي چې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د نږدې ۱۵ میاشتو راهیسې یې په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې له زده کړو منع کړي دي.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

ملګرو ملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ژرترژره یې ددغو اقداماتو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده. طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ځان ژمن ګڼي او په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG