د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو او قطري چارواکو د دوحې د درېیمې غونډې په اړه خبرې کړي


د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر شيخ محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي چارو مرستیال سره کابل کې کتلي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر شيخ محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي چارو مرستیال سره کابل کې کتلي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا مرستیالانو کابل کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت د وزیر شيخ محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره د نورو دوو اړخیزو مسایلو ترڅنګ په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب درېیمې مشورتي غونډې کې د طالبانو د حکومت د استازي د ګډون په مسله هم خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر شيخ محمد بن عبدالعزیز الخلیفي په مشرۍ پلاوي د مولوي عبدالکبیر، مولوي عبداسلام حنفي، ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد سره په کابل کې د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۳( جوزا درییم) په جلا جلا غونډو کې په دې اړه خبرې کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "نوموړي وویل، په قطر کې د ملګرو ملتونو له خوا په جوړېدونکې غونډه کې د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) ګډون ګټور دی او هيله ده ښې پایلې ولري. د نوموړي په وینا، قطر په دې اند دی، چې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې غونډې د اسلامي امارت ( طالبانو حکومت) د استازو له ګډون پرته پايله نه لري".

د طالبانو د حکومت د ویاند دفتر ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د قطر بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل الحنزب هم برخه لرله.

مولوي عبدالکبیر دغه پلاوي ته ویلي، دا چې ملګري ملتونه د قطر په کوربه توب د افغانستان په اړه غونډې جوړوي په دې معنی ده چې قطر او ملګرو ملتونو افغانستان له ياده نه دی اېستلی او ورته ځانګړی ارزښت لري.

هغه ویلي: "د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) شرطونه ومنل شي، نو د قطر په راتلونکې غونډه کې به اغېزناک ګډون وکړي او ټينګار يې وکړ، چې ملګري ملتونه باید د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) غوښتنې له نظره ونه غورځوي".

هغه هیله وښوده چې د دوحې غونډه به د طالبانو سره د نړۍ د تعامل فرصت رامنځته کړي.

همداشان دغه پلاوي د مولوي عبدالسلام حنفي او ملا عبدالغني برادر سره هم کتلي دي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د ملابرادر او قطري پلاوي ترمنځ د دوحې د درېیمې غونډې په تړاو خبرې شوي او د قطري پلاوي مشر ویلي چې د دوحې غونډه کې د طالبانو د حکومت د استازي د ګډون پرته به دا ډول غونډې کومه پایله ونلري.

په دې خبرپاڼه کې د الخلیفي له قوله ویل شوي: "نوموړي په دوحه کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازیو په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت (طالبانود حکومت) د استازي د ګډون غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، قطر لېواله دی چې د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) د استازي په شتون کې به د دوحې درېیمه غونډه یوې معلومې پایلې ته ورسېږي."

په دغې خبرپاڼه کې د ملا عبدالغني برادر له قوله ویل شوي چې د طالبانو د حکومت له استازي پرته د افغانستان په اړه نړیوالې جوړېدونکې غونډې کومې پایلې ته نشي رسېدلی "نو په کار ده، چې په دې ډول غونډو کې د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) دریځ ته درناوی او خبره یې واورېدل شي".

دغه قطري پلاوي د پنجنشبې په ورځ کابل ته سفر کړی وو. ددغه پلاوي سره د طالبانو د چارواکو د کتنو دمخه د قطر امیر تمیم بن حمد بن خلیفه آل‌ثانی هم د ملا عبدالغني برادر او مولوي امیرخان متقي سره په تهران کې کتلي وو.

د ملا عبدالغني برادر په څیر د قطر امیر هم د ایران د پخواني جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی وو.

ددغه قطري پلاوي دمخه د سیاسي او د سولې د هڅو پیاوړي کیدو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیوګوتیرش مرستیالې روز مري ډیکارلو هم کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۱ (جوزا اول) خبریالانو ته وویل چې ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه به د روان ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای په اول د قطر په پایتخت دوحه کې جوړه شي.

هغه وویل چې روز مري ډیکارلو د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې مخکې له مخکې په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

میرمن ډیکارلو د مۍ د میاشتې د ۱۸ څخه تر ۲۱ پورې افغانستان ته په سفر تللې وه.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې د جوړیدو د هدف افغانستان سره په ډير څرګند، همغږۍ او رغنده ډول د نړیوالې بوختیاو زیاتول ښودلي دي.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې طالبان به د د دوحې په درییمه غونډه کې ګډون وکړي او که نه.

د طالبانود حکومت استازي د دوحې په لومړۍ او دوېیمه غونډه کې ګډون نه وکړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG