د لاس رسي وړ اتصالات

د اوسلو دغونډې ګډونوالو دوحه کې د درېیمې مشورتې غونډې په اړه خبرې کړي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ناروې د بشري حقونو د څیړنو د لیګ په نوم د بشري حقونو یوې ډلې افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو وضعیت او د دوحې د غونډې په تړاو په دغه هیواد کې د میشتو افغان مدني فعالانو او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون په یوه غونډه کې خبرې کړي.

په اوسلو کې دغې دوه ورځینۍ غونډې ته د افغانستان له دننه او بهر څخه د ځینو هیوادونو څخه د ښځو د حقونو او یو شمیر مدني فعلان هم بلل شوي وو.

د ناروې د بشري حقونو د څیړنې ډلې (Human Rights Research League) د سه شنبې د ورځې ناوخته مۍ ۱۴ ( ثور ۲۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په څو پرله پسې پیغامونو کې ویلي چې په دې غونډه کې د بشرپاله مرستو د تمویل د اړتیا، تر ګواښ لاندې افغانانو د ساتنې د فرصتونو زیاتیدل او په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د راتلوونکی غونډې په اړه بحثونه شوي دي.

د بشري حقونو دغې ډلې ویلي: " په دې غونډه کې ګډونوالو افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي د راتلوونکی راپور او د یو څرګند بدلون پرته (طالبانو سره) د اړیکو د عادي کیدلو د مخنیوي په اړه د هغه په سپارښتنه هم خبرې کړي دي".

د ناروې د بشري حقونو د څیړنې ډلې ویلي چې په غونډه کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو، د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکولو د بهیر او پر ماشومانو او راتلونکی نسل باندې د جګړې د چاپیریال اغیزو اړوند مسلو بحث او خبرې وکړې.

تراوسه د ناروې د بشري حقونو د څیړنې ډلې په دې غونډه کې د ګډون کوونکو لیست نه دی خپور کړی، خو ځینو سیمه ییزو رسنیو ویلي چې د افغانستان او ځینو نورو هیوادونو څخه هم د ښځو او بشري حقونو فعالان دغې مشورتې غونډې ته بلل شوي وو.

په عین وخت کې په دې غونډه کې د ځینو طالب پلوه ګډون کوونکو د ګډون سره د مخالفت لپاره په اوسلو کې د ښځو د حقونو درې فعالانو اختجاج کړی دی.

ددغو فعالانو د ادعا له مخې ټول طالبان د بشري حقونو او ښځو د حقونو مخالف دي او هغوی په ټولوغونډو کې د طالب پلوه فعالانو حضور سره مخالف دي.

په ناروې کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په تړاو د درییمې مشورتې غونډې د جوړیدو لپاره هڅې چټکې شوي دي.

د طالبانو حکومت لا نه دي ویلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب به د دوحې په درییمه غونډه کې ګډون وکړي او که نه. ددغه حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د جاپان د سفیر تاکویوشی کورمایا سره د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۳( ثور۲۴) په کتنه کې ویلي چې ددې غونډې د جوړیدلو په اړه یې نظر مثبت دی.

خو د دې کتنې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي متقي یو ځل بیا افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو له وړاندیز سره مخالفت ښودلی دی.

امیرخان متقي ویلي چې نړیواله ټولنه دې طالبانو سره د هغو مسائیلو په اړه چې لا حل شوي نه دي، د شتو دوو اړخیزو کړنلارو له مخې کار واخلي.

تراوسه لا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د دوحې درییمې غونډې د جوړیدو دقیقه نیټه نه ده اعلان شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG