د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د دوحې درېیمه مشورتي غونډه د جون په ۳۰ جوړیږي


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیوګوتیرش
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیوګوتیرش

ملګرو ملتونو ددغې ټولنې د عمومي منشي په کوربتوب د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې مشورتي غونډې د جوړیدو نیټه اعلان کړې او ویلي دي چې افغانستان لپاره د ځانګړو استازو دا دوه ورځینۍ غونډه به د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای په اول د قطر په پایتخت دوحه کې جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د سه شنبې په ورځ نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د سیاسي او د سولې د هڅو پیاوړي کیدو په چارو کې د انتونیوګوتیرش مرستیالې روز مري ډیکارلو کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي دي.

هغه وویل چې میرمن ډیکارلو افغانستان ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د حاکمو چارواکو (طالبانو) سره د لیدو کتو سربیره د مدني ټولنې له استازو سره هم لیدلي دي. میرمن ډیکارلو د مۍ د میاشتې د ۱۸ څخه تر ۲۱ پورې افغانستان ته په سفر تللې وه.

سټیفن دوجاریک وویل: "د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو غونډه چې ملګري ملتونه یې د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای په اول په دوحه کې تنظیموي د هغې ( میرمن ډیکارلو) د کتنو د بحث عمده موضوع وه".

سټیفن دوجاریک وویل چې روز مري ډیکارلو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته د ځانګړو استازو په غونډه کې مخکې له مخکې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند د دوحې د درییمې مشورتي غونډې د جوړیدو د هدف په اړه وویل: "د غونډې هدف افغانستان سره په ډير څرګند، همغږۍ او رغنده ډول د نړیوالې بوختیاو زیاتول دي".

همداشان هغه وویل چې میرمن ډیکارلو د لیدو کتو پرمهال د مختلفو ګواښونو په اړه چې افغانستان ورسره مخ دی هم خبرې کړي دي.

هغه وویل: "د نورو موضوعاتو ترڅنګ میرمن ډیکارلو افغانستان کې د بشري وضعیت په ځانګړي ډول پر ښځو باندې د زده کړو د محدودیتونو په تړاو خبرې کړي دي".

همداشان سټیفن دوجاریک د افغانستان په شمال ختیځ او شمال لویدیځو ولایتونو کې د تیرو دوو اونیو د سیلابونو په اړه د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) له قوله وویل چې دغو سیلابونو له ۸۰ زرو څخه زیات کسان زیانمن کړي دي، چې ددې امکان شته چې د خوړو د خوندیتوب په برخه کې یې پر خلکو اغیزې په راروانو میاشتو کې لا زیاتې شي.

هغه وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې سیلاب ځپلو ولسوالیو اکثره د "لوږې ګرمو سیمو" په توګه له وړاندې د خوړو د نه خوندیتوب په برخه کې د بحران تر کچې وضعیت سره مخ دي.

ملګرو ملتونو د دوحې د غونډې نیټه او د طالبانو حکومت ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه په داسې حال کې ورکړې چې د طالبانو حکومت لا نه دي ویلي چې په دې غونډه کې به ګډون وکړي او که نه.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روز مري ډیکارلو سره د کتنې وروسته رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي و چې د دوحې د دوییمې غونډې د تنظیموونکو د ځینو نیمګړتیاوو له امله تیره غونډه نیمګړې وه. هغه هیله ښودلې وه، چې راتلونکې غونډه کې به د طالبانو د حکومت دریځ ومنل شي، ترڅو پلاوی یې پکې ګډون وکړي.

مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې یو ځل بیا ټینګار کړی وو چې د یوناما په موجوديت کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتيا نشته دی.

همداشان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امیرخان متقي سره د میرمن ډیکارلو د کتنې په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوحې په درییمه غونډه کې به د غړو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو ترڅنګ دا ځل د نړیوال بانک او اسیايي بانک استازي هم ګډون کوي

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "آغلې روزمېري ډیکارلو وویل، چې دوحه ۳ کې به د بحث محورونه پر مالي او بانکي موضوعاتو، مخدره موادو پرخلاف مبارزه او کروندګروته بدیل معیشیت او همداراز د اقلیم بدلون او ترې افغانستان ته راټوکېدلو زیانونو په اړه خبرې اترې وشي".

د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې دوییمه مشورتي غونډه د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې جوړه شوې وه . دوییمې غونډې ته طالبانو استازي هم بلل شوي وو، خو طالبان په غونډه کې د ګډون لپاره شرطونه ایښي وو،چې د ملګرو ملتونو له خوا ونه منل شو او طالبانو هم په دغه غونډه کې ګډون ونه کړ.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې طالبان به د د دوحې په درییمه غونډه کې ګډون وکړي او که نه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG