د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبانو سره مو تعامل د بدلون پرته د پخوا په څیر دوام لري


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیوګوتیرش ویاند سټیفن دوجریک
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیوګوتیرش ویاند سټیفن دوجریک

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د طالبانو د حکومت سره د روسیې د تعامل په اړه ددغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر د څرکندونو په غبرګون کې ویلي چې طالبانو سره دغې ټولنې په تعامل کې د کوم بدلون پرته د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې پر دغې ډلې فشار ته په دوام سره د پخوا په څیر خپل تعامل ته دوام ورکوي.

سټیفن دوجاریک د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۸ (جوزا اتم) د ملګرو ملتونو په مرکز کې د یو خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د اوسنیو چارواکو [طالبانو] سره ددې لپاره په تعامل کې دي چې هغوی ددغه هیواد اوسني حاکمان دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند څخه د خبریال پوښتنه دا وه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي طالبان افغانستان کې د رښتینی واک استازیتوب کوي او د تروریستي ډلو د نوملړ څخه ددغې ډلې د ممکنه نوم ایسته کول یې د واقعیت انعکاس بللی وو. ایا عمومي منشي هم داسې فکر کوي چې ددې وخت رارسیدلی دی چې د افغانستان د حاکمو واکمنانو سره په خپلو اړیکو کې دې ته په پاملرنې چې بندیزونه د افغاسنتان په ټولنیز او اقتصادي وضعیت باندې اغیز کوي بدلون راولي.

سټیفن دوجاریک وویل: "ګورئ افغانستان په تړاو مونږ په عین لار ګامونه اخلو کوم چې د اوسنیو چارواکو سره بوختیا ددې لپاره ده چې هغوی [طالبان] د افغانستان اوسني چارواکي دي. همداشان مونږ په پرله پسې او دوامدار توګه هغوی [طالبان] د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې کوم چې د هغوی حق دی چې باید یې ولري او هره ورځ د هغوی ددغه حق څخه د واکمنو چارواکو له خوا انکار کیږي تر فشار لاندې نیولي دي".

هغه وویل چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیرش د افغانستان سره د تعامل په تړاو د یو څه وضاحت او ثبات لپاره او دا چې نړۍ د افغانستان د وضعیت سره چې په سر کې بشري حقونه او د ښځو او نجونو حقونه شامل دي څنګه تعامل وکړي د جون د میاشتې په وروستیو کې د قطر په پایتخت دوحه کې افغانستان لپاره د ځانګړو استازو غونډه رابللې ده.

سټیفن دوجاریک وویل چې ملګري ملتونه کړیدلو افغانانو ته چې لا هم کړیږي د زیاتو بشري مرستو د چمتو کولو په برخه کې خپلو هڅو ته هم دوام ورکوي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د لیرې کولو په اړه ویلي: "دا کار باید ترسره شي. له دې پرته به [د طالبانو] په رسمیت پيژندنه له وخت وړاندې وي. په دې اساس، ټول نظرونه د روسیې مشرتابه ته وړاندې شوي. موږ [د مشرتابه] پرېکړې ته په تمه یو."

د روسیې په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل په افغانستان کې د ښځو او مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو خوندیتوب په ګډون د بشري وضعیت په برخه کې د طالبانو د اقداماتو پورې مربوط ګنلي دي او ویلي دي چې که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي نو د افغان نجونو او میرمنو پر وړاندې دې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحه غونډه د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای د میاشتې په اول افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې د جوړیدو هدف افغانستان سره په ډير څرګند، همغږۍ او رغنده ډول د نړیوالې بوختیاو زیاتول ښودلي دي.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې طالبان به د د دوحې په درییمه غونډه کې ګډون وکړي او که نه. د طالبانود حکومت استازي د دوحې په لومړۍ او دوېیمه غونډه کې ګډون نه و کړی.

طالبانوحکومت د دوحې د دوېیمې غونډې په څیر درېیمې غونډې کې د خپلو استازو د ګډون لپاره شرطونه ایښي او ویلي دي چې که شرطونه یې ومنل شي د دوحې په درېیمه غونډه کې به ګډون وکړي.

تراوسه طالبانو په رسمي ډول د ملګروملتونو په کوربتوب د دوحې غونډې ته خپل شرطونه نه دي اعلان کړي، خو د راپورونو له مخې دغې ډلې په د دوحې غونډه کې د ګډون لپاره یو شرط په دې غونډه کې د طالبانو استازی د افغانستان د رسمي استازي په توګه د منلو شرط ایښی دی.

طالبانو د دوحې په دوېیمه غونډه کې هم دا شرط ایښی وو چې د ملګرو ملتونو له خوا نه وو منل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG