د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: طالبان د تروریزم سره په جګړه کې زمونږ 'متحدین' دي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي د تروریزم سره په جګړه طالبان د مسکو متحدین دي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي د تروریزم سره په جګړه طالبان د مسکو متحدین دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جولای په څلورمه (چنګاښ ۱۴) وویل چې طالبان د ترږوریزم سره په جګړه کې د مسکو "متحدین" دي ځکه دوی په افغانستان کې واکمن دي.

مسکو له کلونو راهیسې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي، سره له دې چې دا ډله له ۲۰۰۳ کال راهیسې په روسیه کې یو منع شوی سازمان دی. پوتین تېره میاشت له مسکو وغوښتل چې د طالبانو له حکومت سره "اړیکې جوړې" کړي.

پوتین د قزاقستان په پایتخت استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په یوه غونډه کې د ګډون پء وخت وویل: "موږ باید دا ومنو چې طالبان په هیواد [افغانستان] کې واکمن دي. او په دې احساس سره البته چې طالبان د تروریزم سره په جګړه کې زموږ متحدین دي، ځکه چې هر مقام د هغه دولت ثبات ته لیواله دي چې دوی یې اداره کوي."

طالبان له کلونو راهیسې په افغانستان کې د خپل جهادي سیال اسلامي دولت یا داعش د خراسان (IS-K) څانګې پر ضد جنګیږي.

د مارچ په میاشت کې، د داعش د خراسان جنګیالیو په مسکو کې د کنسرت په تالار بتدې په برید کې له ۱۴۰ څخه ډیر کسان ووژل، چې په روسیه کې په نږدې دوو لسیزو کې ترټولو خونړی ترهګریز برید ګڼل شوی دی.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د واکمن کیدو راهیسې، د اسلامي شریعت یوه خورا سخته بڼه نافذه کړې چې په اغېزمنه توګه یې ښځې له عامه ژوند څخه منع کړي دي.

پوتین وویل چې طالبانو "ځینې مسؤولیتونه په غاړه اخیستي" خو لا هم داسې مسایل شته چې په هیواد کې دننه او د نړیوالې ټولنې دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، "زه ډاډه یم چې طالبان لېواله دي چې په افغانستان کې هر څه باثباته وي."

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې مسکو له افغانستان سره اړیکې ګرمې کړې؛ هغه هیواد چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې د شوروي له یرغل وروسته او همداشان له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته پېچلی تاریخ لري.

خو ددې ټولو سره سره روسیې بیا هم د طالبانو حکومت چې د "افغانستان اسلامي امارت" بلل کیږي په رسميت پېژندل ندی پیژندلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG