د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین د طالبانو له حکومت سره د اړیکو جوړولو غوښتنه وکړه


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ جون پنځمه (جوزا ۱۶) د طالبانو د حکومت او مسکو ترمنځ د اړیکو جوړولو غوښتنه وکړه.

پوتین له بهرنیو رسنیو سره په خبري کنفرانس کې وویل: «موږ تل په دې باور يو چې بايد واقعیت ومنو. طالبان په افغانستان کې واک په لاس کې لري... موږ بايد د طالبانو له حکومت سره اړيکې جوړې کړو.»

پوتین دا خبره د سنټ پیټرزبرګ په ښار کې د هغې نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې وکړه چې د طالبانو استازي هم ورغلي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف تېره اونۍ ويلي وو، چې مسکو غواړي د طالبانو نوم د دغه هېواد د تروريستي سازمانونو له لست څخه لېرې کړي. لاوروف ویلي وو چې طالبان په افغانستان کې واقعي ځواک دی.

روسیې له ۲۰۰۳ کال راهیسې طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه په رسمیت پېژني. خو په وروستیو کلونو یې له دغې ډلې سره اړيکې ټينګې کړې او دغه کار د مسکو او کابل ترمنځ دپلوماسي نوره هم قوي کړې ده.

مسکو لا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه څه نه دي ویلي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کې بیا واکمن شول، خو تر دې دمه لا کوم هېواد یا نړیوال سازمان د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې همه شمول حکومت جوړ کړي، بشري‌ حقونو ته درناوی وکړي، د ترهګرو او په خاص ډول د داعش له ډلې سره مبارزه وکړي.

په ۲۰۰۸ ګال کې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي‌ځواکونو قوماندان ادعا وکړه چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي، خو مسکو دا ادعا رد کړه.

په همدې حال کې د قزاقستان ولسمشر قاسم جمرت توقایف د دوشنبې په ورځ (جون ۳مه) د ډله ییز امنیت تړون په غونډه کې اعلان وکړ چې طالبان په قزاقستان کې د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه ایستل شوي دي.

د طالبانو حکومت د دغه اقدام هرکلی کړی او هیله یې ښودلې، چې دا پرېکړه به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا ته لاره هواره کړه.

تېره ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو په اړه روسیې او منځنۍ اسیا د هېوادونو اقدامات سره کومه رابطه لري، وویل چې روسیه د ترهګرو سازمانونو له لست څخه د طالبانو د اېستلو په اړه په منځنۍ اسیا کې د خپلو ایتلافیانو سره مشورې نه دي کړي.‌

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د اړیکو د برخې مشاور جان کربي تېره ورځ وویل چې د ترهګرو سازمانونو له لست څخه د طالبانو د اېستلو او د احتمالي رسمیت پېژندنې په اړه د روسیې ارزونه نورو هېوادونو ته خطرناکې پایلې لرلای شي.

کابلوف تېره ورځ وویل که طالبانو په رسمیت وپېژندل شي، مسکو به د شانهګای د همکاریو په سازمان کې هم د افغانستان د غړیتوب په اړه خبرې وکړي.

د دغه راپور ځینې معلومات له فرانس پرس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG