د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د قزاقستان له خوا د تروریستي ډلو له لیست څخه ددغې ډلې د نوم ایسته کولو پریکړه ستایلې


د قزاقستان جمهور رئیس قاسم جومارت توقایف د ممنوعه ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو پریکړه د ډله ییز امنیت د تړون د غړو هېوادو په غونډه کې اعلان کړې ده.
د قزاقستان جمهور رئیس قاسم جومارت توقایف د ممنوعه ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو پریکړه د ډله ییز امنیت د تړون د غړو هېوادو په غونډه کې اعلان کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان د ممنوعه تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو د ډلې د نوم د ایسته کولو په تړاو ددغه هیواد د جمهور رئیس، قاسم ژومارت توکايف پریکړه ستایلې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل، رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې هیله ښودلې چې دا پریکړه به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا په ځانګړي ډول د سوداګرۍ د پراختیا سبب شي.

هغه ویلي:" د بهرنيو چارو وزارت دغه ګام د اسلامي امارت ( طالبانو حکومت) په تړاو د قزاقستان د درک په برخه کې يو مهم پرمختگ او د دوو اړخيزو اړيکو د کچې لوړولو په برخه کې د يوه خنډ لرې کېدل ګڼي".

ضیا احمد تکل ویلي چې قزاقستان په سيمه کې د افغانستان مهم سوداګریز او ټرانزيټي شريک دی او دغه پرېکړه به دوو اړخيزو اړيکو کې پرمختگ او لا زياتو اقتصادي همکاريو ته لار پرانيزي.

د قزاقستان جمهور رئیس قاسم جومارت توقایف دا پرېکړه د جون درېیمه ( غبرګولي ۱۴مه) د ډله ییز امنیت د تړون د غړو هېوادو په غونډه کې اعلان کړې ده.

د راپورونو له مخې د قزاقستان جمهوررئیس ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا ته په پام سره یې دا پرېکړه کړې ده.

د قزاقستان سترې محکمې د ۲۰۰۵ کال د مارچ میاشت کې طالبان د یوې تروریستي ډلې په توګه وپېژندل او ددغه هېواد په قلمرو کې یې دغې ډلې سره هرډول راکړه ورکړه او همکاري منع کړه.

د قزاقستان د جمهور رئیس ددې پریکړې دمخه د روسیې د فدراسیون ځینو چارواکو هم ددغه هیواد د ممنوعه ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د ایسته کولو په اړه څرګندونې کړې وې.

د روسیې د تاس خبري اژانس د کابلوف په حواله د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د لیرې کولو په اړه ویلي: "دا کار باید ترسره شي. له دې پرته به [د طالبانو] په رسمیت پيژندنه له وخت وړاندې وي. په دې اساس، ټول نظرونه د روسیې مشرتابه ته وړاندې شوي. موږ [د مشرتابه] پرېکړې ته په تمه یو."

د روسیې ددغه دپلومات دغو څرګندونو ته د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي توند غبرګون ښودلی وو. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي مې ۲۸ (غبرګولي اتمه) د امریکا غږ یوې پوښتنې په ځواب کې وویل د روسیې دا اقدام "ناوړه" پیغام لري.

ښاغلي کربي د افغان میرمنو او نجونو پر ضد د طالبانو د حکومت چلند، د هیواد اقتصادي چارو تنظیم او د افغان ولس سره د دې ډلې د چلند یادونه کړې چې د هغه په وینا د طالبانو د ژمنو سره په ټکر کې دي

جان کربي د متحده ایالاتو لخوا د طالبانو حکومت رسمیت پیژندلو په هکله وویل، " مونږ هیڅ دریځ نلرو او نه به یې ولرو چې طالبان د افغانستان رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپیژنو. که روسیه دا کار کوي، زه ګمان کوم دا به نورو ته ناوړه پیغام ورکړي".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند ددغو څرګندونو دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د قزاقستان د دې پریکړې هرکلی کړی وو او له نورو هیوادونو یې هم غوښتي وو چې ورته ګامونه دې پورته کړي.

طالبان د امریکا د متحده ایالاتو او ځنیو نړیوالو سازمانونو په ګډون د ګڼ شمیر هیوادونو د ممنوعه او تروریستي ډلو په لیست کې شامل دي چې له امله یې ددغو هیوادونو سره د طالبانو د اړیکو د ټینګیدو په ګډون د دغې ډلې په چارواکو د سفراو راکړې ورکړې په برخه کې محدودیتونه لګیدلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، خو تراوسه د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا ددغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG