د لاس رسي وړ اتصالات

کربي: د ترهګرو لیست څخه د طالبانو ایستل به نورو ته ‌‌’ ناوړه’ پیغام ورکړي


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

پداسې حال کې چې په روسیې کې چارواکو ویلي ښایي د "ترهګرو" د لیست څخه د طالبانو نومونه وایستل شي او دا کار یې د دې ډلې رسمیت پیژندلو لپاره له وخت وړاندې اقدام بللی خو سپینې ماڼۍ ویلي چې د روسیې دا اقدام "ناوړه" پیغام لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي سه شنبه، مې ۲۸ (غبرګولي اتمه) د امریکا غږ یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دې دمه هغې ژمنې ندي پر ځای کړي چې د واک اخیستو پر وخت یې کړې وې.

ښاغلي کربي د افغان میرمنو او نجونو پر ضد د طالبانو د حکومت کړه وړه ، د هیواد اقتصادي چارو تنظیم او د افغان ولس سره د دې ډلې د چلند یادونه کړې چې د هغه په وینا د طالبانو د ژمنو سره په ټکر کې دي.

جان کربي د متحده ایالاتو لخوا د طالبانو حکومت رسمیت پیژندلو په هکله وویل، " مونږ هیڅ دریځ نلرو او نه به یې ولرو چې طالبان د افغانستان رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپیژنو. که روسیه دا کار کوي، زه ګمان کوم دا به نورو ته ناوړه پیغام ورکړي".

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند دا ونه ویل چې د روسیې دا احتمالي کړنه به څه عواقب ولري خو د نورو جزیاتو ورکولو پرته یې زیاته کړه چې "ناسمه کړنه" ده.

جان کربي دا څرګندونې وروسته تر هغې وکړلې چې د افغانستان په چارو کې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تیره ورځ وویل چې مسکو د طالبانو حکومت ته د سنټ پیټرزبورګ په کلنۍ نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې او د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو پوتین ته راپور وړاندې کړی چې له مخې یې ښايي د طالبانو نوم د روسیې د ترهګرو ډلو له لیسټ څخه وایستل شي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د کابلوف په حواله د ترهګرو ډلو له لیسټ څخه د طالبانو د نوم د لیرې کولو په اړه لیکلي: "دا کار باید ترسره شي. له دې پرته به [د طالبانو] په رسمیت پيژندنه له وخت وړاندې وي. په دې اساس، ټول نظرونه د روسیې مشرتابه ته وړاندې شوي. موږ [د مشرتابه] پرېکړې ته په تمه یو."

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي خو تر دې دمه د دې ډلې حکومت هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

د روسیې په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل په افغانستان کې د ښځو او مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو خوندیتوب په ګډون د بشري وضعیت په برخه کې د طالبانو د اقداماتو پورې مربوط ګنلي دي او ویلي دي چې که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي نو د افغان نجونو او میرمنو پر وړاندې دې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندنه داسې مهال راپورته شوې چې ټاکل شوې د راتلونکې جون میاشتې په پای کې د افغاستان په هکله د ملګرو ملتونو لخوا ترتیب شوې نړیواله مشورتي غونډه جوړه شي چې د طالبانو استازو ته هم پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې.

طالبانو په تیرې همداسې یوې غونډې کې د ګډون څخه انکار کړی و ځکه غوښتنه یې دا وه چې په غونډې کې د هغوي غړي باید د افغانستان د رسمي استازو په توګه ومنل شي چې د غونډې تنظیم کوونکو ورسره نه وه منلې.

دا ځل هم د طالبانو د حکومت لوړ پوړو چارواکو ویلي چې د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره ځینې شرطونه لري او شرطونه یې د ملګرو ملتونو له خوا ومنل شي په دې غونډه کې به ګډون وکړي.

طالبانو تراوسه په رسمي ډول د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره خپل شرایط نه دي اعلان کړي، خو د رپوټونو له مخې په دغو شرایطو کې یو یې د دوحې په غونډه کې د طالبانو د حکومت استازی د افغانستان د رسمي استازي په توګه منل شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG