د لاس رسي وړ اتصالات

کابلوف: پر افغانستان باندې د طالبانو د کنټرول بڼه روسیې لپاره اهمیت لري


په وروستیو ورځو کې د ضمیر کابلوف په ګډون د روسیې د فدراسیون یو شمیرلوړ پوړو چارواکو د افغانستان په تړاو ضد او نقیضې څرګندونې کړي دي.
په وروستیو ورځو کې د ضمیر کابلوف په ګډون د روسیې د فدراسیون یو شمیرلوړ پوړو چارواکو د افغانستان په تړاو ضد او نقیضې څرګندونې کړي دي.

د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس د یو راپور له مخې افغانستان لپاره ددغه هیواد د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې ـ ۲۴ په نوم تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې پر افغانستان باندې د طالبانو بشپړ کنټرول د خپل هیواد لپاره مهم ګڼلی دی.

کابلوف ویلي: "مونږ په دې باوریو چې دغه حکومت پر هیواد باندې دوامداره کنټرول په لاس کې لري. اساسآ دا زمونږ لپاره مهم دی. لکه څنګه چې د افغانستان تجزیه پر ټوله سیمه به ناسمه او منفي اغیزه ولري".

د روسیې دغه لوړپوړې دپلومات همداشان ویلي چې افغانستان ته د روسیې د نفتو د محصولاتو او د خوړو د خوندیتوب په برخه کې همکاري کوي.

هغه ټینګار کړی چې د خوړو د خوندیتوب مسله د طالبانو لپاره د بحث یوه مسله ده چې د همکارۍ د زیاتیدو او د اړتیا وړ خوراکي توکو تضمین ته اړتیا لري.

په وروستیو ورځو کې د روسیې د فدراسیون لوړ پوړو چارواکو د افغانستان په تړاو ضد او نقیضې څرګندونې کړي دي.

د روسیې د دفاع نوي وزیر اندري بلوسوف د جمعې په ورځ می ۳۱ (غبرګولي ۱۱) د قزاقستان په الماتې ښار کې د ګډ امنیتي تړون سازمان غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل چې په افغانستان کې افراطي ډلې ځای پر ځای شوي، چې له امله یې مسکو دې ته اړ شوی چې له تاجیکستان سره ددغه هېواد د ګډې پولې د امنیت د پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې د ثبات لپاره نور ګامونه پورته کړي.

هغه وویل چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د افراطي ډلو او ترهګرۍ د خپریدو خطر مخ په زیاتېدو دی.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور په اساس، بلوسوف وویل: "په منځنۍ اسیا کې د افغانستان وضعیت لا هم د بې ثباتۍ اصلي سرچینه بلل کېږي. ګڼ شمیر افراطي ډلو هلته پناه اخیستې او په ګاونډیو هېوادونو کې یې د خپلو افکارو د پراختیا لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي."

بلوسوف خبرداری ورکړی چې روان وضعیت، "د سیمه ییز ثبات د ډاډمن کیدو لپاره پرله پسې څارنې او چټکو اقداماتو ته اړتیا ده." هغه زیاته کړه چې، "په دې کې په ځانګړې توګه د تاجیکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا هڅې هم شاملې دي."

اندرې بلوسوف تازه د روسیې د دفاع د وزیر په توګه کار پيل کړی. نوموړی پخوا د روسیې د صدراعظم لومړی مرستیال و. ددغه روسیې لوړ پوړې چارواکي ددغو څرګندونو دمخه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي و، چې طالبان په افغانستان کې "واقعي قدرت" دی او زیاته کړې وه چې د روسیې د ممنوعه ډلو د لیست څخه د طالبانو ایسته کول د عیني واقعیت څرګندونه کوي.

د طالبانو حکومت د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۹ (جوزا ۹) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د ډلې د ایستلو په اړه د روسیې د اقدام په هکله ددې هیواد د مقاماتو د وروستیو څرګندونو د هرکلی په ترڅ کې ویلي چې له مسکو سره د مثبتو اړیکو د لا پراختیا او ټینګښت په تړاو «جدي سیاسي عزم» لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د اوزبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې له طالبانو سره د اړیکو ټینګول «یوه اړتیا ده» او زیاته کړې یې ده چې روسیه به په دې برخه کې د خپلو دوستانو او متحدینو د نظرونو په پام کې نیولو سره همغږي اقدام وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG