د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې کې د ترکیې پلوو ډلو او کردي ځواکونو تر منځ نښتو کې سل کسان وژل شوي


د منبیج په ښار کې د ترکیې له ملاتړړ برمخمنو ډلو او کردي ځواکونو تر منځ نښتو پدې تیرو دوو اوونیو کې زور اخیستی.
د منبیج په ښار کې د ترکیې له ملاتړړ برمخمنو ډلو او کردي ځواکونو تر منځ نښتو پدې تیرو دوو اوونیو کې زور اخیستی.

د بشري حقونو څار یو اداره وایي چې د سوریې په شمال کې پدې تیرو دوو ورځو کې د ترکیې له ملاتړ برمخمنو ډلو او کردي ځواکونو تر منځ په جګړو کې تر ۱۰۰ ډیر کسان وژل شویدي.

د سوریې د بشري حقونو څار اداره چې مرکز یې په بریتانیې کې دی خو په سوریه کې د کورنۍ جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري، یکشنبه جنوري پنځمه ( مرغومي ۱۶) ویلي چې دا نښتې د منبیج ښار په شاوخوا کې شوي.

دې ادارې ویلي چې په جګړو کې ۱۰۱ تنه وژل شوي چې ۸۵ یې ترکي پلوي وسله وال او ۱۶ یې د کردي ځواکونو غړي و.

د تازه جګړو علت لا ندی څرګند شوی خو په سوریه کې د بشارالاسد حکومت تر ړنګیدو وروسته د سوریې په شمال کې ددې دواړو ډلو تر منځ نښتو زور اخیستی.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په نامه کردي ځواکونو ویلي چې د ترکیې له ملاتړ برمخمنو ډلو لخوا پرې برید شوی و چې د ترکیې ډرون الوتکو او هوایي ځواکونو یې ملاتړ کاوه او دوي دا برید شنډ کړی.

د ترکیې دفاع وزارت هم ویلي چې د سوریې په شمال کې یې ۳۲ کردي وسله وال وژلي خو پدې هکله یې نور جزیات ندي ورکړي.


سره لدې چې متحده ایالاتو په منبیج کې د کردي ځواکونو او ترکیې پلوو وسله والو ډلو تر منځ د اوربند کیدو لپاره هلې ځلې کړي خو لا هم دا دواړه ډلې په یو بل د سیمې د کنټرول په خاطر بریدونه کوي.

د ترکیې له ملاتړ برخمنو ډلو د حلب ښار په شمال کې د منبیج او طل رفعت ښارګوټي چې پخوا د کردي ځواکونو په لاس کې و، نیولي دي.


د غربي هیوادونو یو شمیر چارواکو د سوریې په شمال کې دې نښتو په هکله اندیښنه څرګنده کړې.

د جرمنې د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایرباک چې د جمعې په ورځ دمشق ته تللې وه، د دې هیواد د نویو حاکمانو سره په ملاقات کې یې وویل چې د یوې سوله ایزې سورې لپاره مهمه ده چې کردان خوندي وي.

میرمن بایرباک همدارنګه د سوریې په شمال کې د دې دواړو ډلو تر منځ د جګړې پای ته رسیدل غوښتي و.

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه چې کردې ملیشې دي او متحده ایالات یې ملاتړ کوي، د هیواد ډیری شمال ختیځې او د دیرالزور ولایت ځینې برخې یې په لاس کې دي او هلته یې نیمه خودمختاره اداره جوړه کړې.

ترکیه تور لګوي چې د سوریې دیموکراتیکي ځوکونو یوه ډله – د خلکو خوندیتوب څانګه – د کردانو کارګر ګوند یا پي کې کې سره اړیکې لري چې د کالونو راهیسې د انقرې په خلاف وسله وال بغاوت کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG