د کاناډا صدراعظم، جسټن ټروډو، د جنورۍ په ۶مه (مرغومي ۱۷مه) اعلان وکړ چې له خپلې دندې استعفا ورکوي، ځکه چې په ټاکنو کې ځان د "غوره انتخاب" په توګه نهګڼي.
ټروډو وویل، چې د کاناډا د لیبرال ګوند له مشر څخه یې غوښتي چې د ګوند لپاره نوی مشر وټاکي. خو هغه زیاته کړه چې تر هغه وخته به د صدراعظمۍ په څوکۍ پاتې وي څو د ګوند نوی مشر وټاکل شي.
د ټروډو د رهبرۍ د کړنلارې پر ضد د زیاتېدونکو مخالفتونو او د کاناډا د مالیې وزیر ناڅاپي استعفا د ټروډو په مشرۍ حکومت کې سیاسي کړکیچ رامنځته کړی دی.
د دې وضعیت له امله، د کاناډا پارلمان چې ټاکل شوې وه د جنورۍ په ۲۷مه، خپلې چارې بیا پیل کړي، د مارچ تر ۲۴مې پورې ځنډول شوی. دغه موده به لیبرال ګوند ته وخت ورکړي څو د خپل نوي مشر د ټاکلو لپاره ټاکنیزې سیالۍ ترسره کړي.
ټروډو د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې کاناډایان د "یو واقعي انتخاب" جوګه دي. هغه زیاته کړه ، چې ورته څرګنده شوې که چیرې د کورنیو شخړو ښکار شي، بیا د ټاکنو لپاره غوره انتخاب نشي کېدای.
د کاناډا صدراعظم په خپل وینا کې ځان یو "مبارز" وباله او ویې ویل چې د کاناډا مینه تل د هغه د هڅونې سرچینه پاتې شوې ده.
۵۳ کلن ټروډو شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د کاناډا صدراعظم وټاکل شو او په دوو پرله پسې ټاکنو کې بریا ترلاسه کولو سره د کاناډا په تاریخ کې یو له اوږدمهاله صدراعظمانو څخه شو.
خو سره له دې، په کاناډا کې د مالي ستونزو او د کورونو د کمښت له امله د عام خلکو د غوسې په پایله کې د ټروډو د محبوبیت کچه په تېرو دوو کلونو کې راتېټه شوی ده.
نظرپوښتنې ښیي چې د لیبرال ګوند، پرته له دې چې څوک یې مشري کوي، په راتلونکو ټاکنو کې به د محافظه کار ګوند څخه شاته پاتې وي.
فورم \ دبحث خونه