د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: بایډن طالبانو ته میلیاردونه ډالر ورکړي؛ طالبان: له امریکا مو هېڅ پیسې نه دي ترلاسه کړي


د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د جو بایډن حکومت لخوا د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره یې د "میلیاردو" ډالرو مرستو باندې انتقاد کړی.

ټرمپ، سه شنبه جنوري اوومه ( مرغومي ۱۸مه) پخپل شخصي استوګنځي – مارالاګو- کې په خبري کنفرانس کې چې د خپل جمهوري رياست د دورې د رسمي پیلیدو وړاندې یې د خپلې ادارې بهرنۍ پالیسۍ په هکله معلومات ورکول، د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان سره د امریکا د حکومت په مرستو په اړه هم خبرې وکړي.

ښاغلي ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ګوندې میلونونه امریکایان د طالبانو سره د امریکا په میلونونو ډالرو مرستو په غصه دي، وویل، "حتی یقین پرې نشي کیدی. میلیونونه نه بلکې میلیاردونه ډالر. څوک میلیاردونه ډالر اساساُ طالبانو ، افغانستان ته ورکوي؟ دا جو بایډن ورکوي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي، چې امریکا له لورې له اسلامي امارت سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې په بشپړ ډول ناسمې دي او په کلکه یې ردوو .هغه ویلي:" حقیقت دا دی چې امریکا اسلامي امارت ته نه یوازې دا چې یوه روپۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي."

ډونالډ ټرمپ چې د بهرنیو هیوادونو سره د متحده ایالاتو په مرستو معمولاً انتقاد کوي، پرته لدې چې پوره جزیات ورکړي، همدارنګه یې د جو بایډن حکومت ملامت کړ چې متحده ایالات یې د هغه په قول د ۵۰ څخه نیولې تر ۶۰ ټریلیون ډالرو شتمنیو څخه بې برخې کړي.

ټرمپ زیاته کړه، "د دې اجازه نشي ورکول کیدی."

سره لدې چې متحده ایالات په افغانستان کې سیاسي او نظامي حضور نلري، خو د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، امریکا د افغانستان سره څه باندې ۲.۹ میلیارده "بشري" مرستې کړیدي.

د کانګرس غړي او د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش هم د دې مرستو د څار په هکه اندیښنه ښودلې.

د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال په یوې استماعیه غونډې کې ویلي و چې طالبانو د مرسته کېدونکو پېسو د ترلاسه کولو لپاره جعلي موسسې جوړې کړې او خپل خلک د ملګرو ملتونو په ادارو کې ځای په ځای کوي.

مککال وویل: "طالبان تر بل هر وخت اوس د امریکا د مالیه ورکونکو له مرستو څخه ډېره ګټه اخلي. هغوی له نادولتي سازمانونو څخه غلاوې کوي چې خپل جنګیالي شتمن او خپل قدرت غښتلی کړی." نوموړي وویل چې طالبان له غیر دولتي ادارو څخه پېسې غواړي.

خو هغو امریکايي مقاماتو چې له افغانستان سره د مرسته کېدونکو پېسو څارنه کوي، استماعیه غونډې ته وویل چې دا مرستې په کلکه څارل کېږي چې د طالبانو لاسونو ته ورنشي.

جمهوري غوښتونکي له هماغې ورځې چې وروستی امریکایي سرتیری له افغانستان راووت، د بایډن حکومت ملامتوي چې د تخلیې چارې په سمه توګه سمبالې نشوی کړی او د کابل په هوایي ډګر کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکایي سرتیرو د وژل کیدو پړه هم د بایډن په حکومت اچوي.

د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سه شنبې ورځې په کنفرانس کې یو ځل بیا وویل چې که د بایډن پر ځای دی د امریکا مشر وای، د افغانستان څخه به په "وقار" سره وتلی و نه لکه د "څو احمقانو" په څیر.

خو د بایډن حکومت بیا د خپلو کړنو دفاع کوي او د افغانستان څخه د وتلو لپاره د ټرمپ اداره ملامتوي چې د طالبانو سره یې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې د دوحې تړون لاسلیک کړ.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د همدې تیرې ډسمبر میاشتې په ۱۱ مې د کانګرس په یوې استماعیه غونډې کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د بایډن د ادارې د وتلو د پرېګړې دفاع وکړه او ویې ویل چې د وتلو تړون د ډونالډ ټرمپ په تېر حکومت کې له طالبانو سره لاسلیک شوی و او د بایډن حکومت ته بله لاره نه پاتې نه وه.

بلینکن وویل چې "ولسمشر بایډن یو انتخاب درلوده: د جګړې ختمول او یا یې پراخول". هغه زیاته کړه، "که هغه د مخکني ولسمشر په ژمنه عمل نه وای کړی، نو زموږ پر ځواکونو او متحدینو باندې به بریدونه بیا پیل شوي وای او [د افغانستان] پر لویو ښارونو به د طالبانو بریدونه زیات شوي وای."

مککال او یو شمېرو نورو امریکایي قانون جوړوونکو له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې د بایډن حکومت "بیکاره" او "ناچمتو" وباله. امریکایي قانون جوړونکي براین مست، چې په نوي تقنیني دورې کې به د دغې کمېټې مشر وي، بلینکن ته وویل چې له افغانستان څخه وتل "یو ناورین" و.

امریکایي چارواکي وایي امکان نشته چې په افغانستان کې واکمن طالبان د دې مرستو څخه ګټه وانخلي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش سه شنبه د تیر کال د نومبر په میاشت کې د کانګرس یوې استماعیه غونډې کې وویل د دې ضمانت نشي کیدی چې طالبانو سره د متحده ایالاتو شوې مرستې سمو ځایونو ته رسیږي.

ځانګړي مفتش جان سوپکو پدې غونډې کې وویل، "مستند کړې مو ده چې طالبان د متحده ایالاتو مرستې تر لاسه کوي. مونږ نده معلومه کړې چې هغوي په دقیقه توګه څومره رقم تر لاسه کړی. لکه ما چې په اعلامیې کې هم وویل، غله معمولاً نه وایي چې څومره غلا یې کړې".

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلي خو د دې ډلې حکومت تر اوسه د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ هیڅ هیواد په رسمیت ندی پیژندلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG