د متحدو ایالتونو د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هوکړه کړې چې استازو ته به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله توضیحات ورکوي.
د بهرنیو اړیکو کمېټې له بلینکن څخه غوښتي وو چې د سپټمبر په ۲۶مه د پوځیانو د وتلو په اړه توضیحات ورکړي، خو هغه ورغلی نه و او د کمېټې جمهوري غوښتونکو غړو کانګرس ته د سپکاوي په تور د بلینکن څخه د پوښتنو ګروېږنو غوښتنه وکړه.
دغې کمېټې د سه شنبه په ورځ نومبر۲۶ (لیندۍ شپږمه) په ایکس کې د یوه پيغام په خپرولو سره لیکلي چې د کمېټې مشر مایکل مککال په دې بریالی شوی چې د بلینکن د استعماعیه غونډې لپاره یوه نېټه وټاکي.
په پیغام کې د مککال په حواله لیکل شوي: «باور لرم چې د هغه (بلینکن) معلومات به چې ډېر وخت ورته په انتظار وو، تر یوه حده د امریکا ولس، زموږ د افغان ملګرو او د وژل شويو سرتیرو کورنیو پوښتنو ځواب او روڼتیا پیدا کړي.»
مککال زیاته کړې: «په ډېرې لېوالتیا سره د هغه (بلینکن) توضیحاتو او د هغه نه د سختو پوښتنو مطرح کولو ته انتظار یم چې د مجلس جمهوري غوښتونکو غړو او راتلونکي حکومت سره مرسته وشي او ډاډ ترلاسه شي چې بیا دغسې یو څه پېښ نه شي.»
که څه هم په پیغام کې د استماعیه غونډې کره نېټه لیکل شوې نه ده خو د فاکس خبري شبکې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د یوه ویاند له قوله لیکلي چې بلینکن به د ډسمبر په ۱۱مه (د جدي څلورمه) غونډې ته حاضر شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او پخپله بلینکن ددې راپور تر لیکلو پورې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د بیان په هکله کومه تبصره نه ده کړې.
بلینکن د سپټمبر د ۲۴مې له استماعیه غونډې دوې ورځې مخکې مککال ته په یوه لیک کې ویلي وو چې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په ارتباط د بوختیاو له امله نشي کولی د استازو جرګې غونډي ته حاضر شي.
نوموړي د مککال له خوا کانګرس ته د سپکاوي تر تورنیدو وروسته، په یو بل لیک کې وویل چې په دې پریکړې باندې سخت ناهیلی شوی او له مککال څخه یې وغوښتل چې په «حسن نیت» دې دغې مسلې ته د حل لاره پیدا کړي.
د امریکا د استازو جرګې او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د تقابل له زیاتیدو سره په یو وخت د امریکا متخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په خپلو انتخاباتي مبارزو او له هغه مخکې د جوبایډن حکومت او کاملا هریس له افغانستان څخه د امریکا په ګډوډ وتلو تورن کړي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بلینکن له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته تر اوسه ۱۴ ځلې د کانګرس په اسمتاعیه غونډو کې ګډون کړی چې څلور ځلې یې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې وو.
د جمهوري غوښتونکو د نیوکو سره سره ولسمشر بایډن تل له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې پریکړې دفاع کړې ده.
په وروستي ځل ولسمشر بایډن د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې د وینا پرمهال وویل: «دا پریکړه ستونزمنه او سمه وه. د امریکا څلور ولسمشران له دې پریکړې سره مخ شوي وو. خو زه ژمن وم چې دا د امریکا پنځم ولسمشر ته پرېنږدم.»
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې د سپتمبر په منځ کې د یو راپور په خپرولو سره له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د نیمګړتیاو مسولیت د جوبایډن په غاړه واچوه او په دې برخه کې یې د ډونالډ ټرمپ ونډه لږه وښوده.
له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو په مشرۍ نړیوال ځواکونه په ۲۰۲۰ کال کې له طالبانو سره د ټرمپ د حکومت د تړون په اساس ووتل، خو د امریکا د بهرنیو اړیکو د کمیټې په راپور کې راغلي چې بایډن ددې پریکړې د احتمالي ګواښونو په کمولو کې په ناکامۍ مقصر دی.
په دې ۳۵۰ مخیز راپور کې چې درې کاله پرې تحقیق شوی، د بایډن حکومت تورن شوی چې له افغانستان څخه یې د ځواکونو د خوندي وتلو لپاره «طرحه او کافي امنیتي تدابیر» نه درلودل.
فورم \ دبحث خونه