د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: ممکن ترهګرو په افغانستان کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پېسو څخه ګټه اخیستې وي


سیګار په افغانستان کې د امریکا د مرستو په اړه تازه راپور خپور کړی
سیګار په افغانستان کې د امریکا د مرستو په اړه تازه راپور خپور کړی

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د متحدو ایالتونو سر مفتش (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي چې ممکن ځینو ترهګرو، متحدینو او سازمانونو یې په افغانستان کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پېسو څخه په ناقانونه توګه ګټه اخېستې وي.

سیګار دا راپور چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۱۷ (چنګاښ۲۷) خپور کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لارښود له مخې د وزارت ټولې ادارې باید د بودیجې د تخصیص او لګښت څخه مخکې د پېسو تر منظورۍ وړاندې مرحلې کې د وزارت د کاري لارښود (طرز العمل) په اساس، د ټولو پروګرامونو خطرونه وارزوي او ډاډ ترلاسه کړي چې ترهګر او ملاتړي یې د امریکا د مالیه ورکوونکو له پېسو څخه ګټه نه اخلي.

سیګار په خپل راپور کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت د پنځو ادارو څخه یې دوې ادارې،‌ چې د ۲۰۲۲ د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د دغه کال د نومبر تر ۳۰ پورې یې په افغانستان کې فعال مرستندوی پروګرامونه لرل، نه دي توانېدلي په خپلو پروګرامونو کې د وزارت د کاري لارښود د تطبیق په اړه کافي اسناد وړاندې کړي.

سیګار وايي چې د بهرنیو چارو وزارت په عمومي ډول په دې کې پاتې راغلی چې د خپلو شریکانو سره د حد اقل ۲۹۳ میلیون ډالرو مرستو لپاره، چې په افغانستان کې یې لګولي، د خطرونو د ارزونې تطبیق وښيي.

د سیګار د دغه راپور نوم «په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې ارزونه» دی او په کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت د مالیه ورکوونکو په پېسو داسې پروګرامونه تمویلوي چې هدف یې افغانانو ته ګټه ده.

راپور کې وړاندیز شوی چې باید د بهرنیو چارو وزارت په دې پوه شي له دغو پېسو څخه څوک ګټه اخلي، دا پېسې د طالبانو او یا نورو ممنوع کړل شویو ډلو لاس ته نه ورځي او پالیسي جوړوونکي او ناظران وکولای شي د دغه وزارت د لګښتونو څخه پیدا کېدونکي خطرونه ښه وپلټي.

سیګار وايي‌ چې د بهرنیو چارو وزارت د دموکراسۍ، بشري‌ حقونو او کار بیرو او د مخدره موادو سره د مبارزې نړیوالې بیرو نه دي‌ توانېدلي چې د خپلو پروګرامونو د خطرونو په اړه د اروزنې د تطبیق د بهیر په اړه کافي ‌اسناد وړاندې کړي.

راپور وايي‌ چې ځینې اسناد چې د دغه بهیر د تطبیق او د ترهګرو لاسونو ته د پېسو د لویدو د مخنیوي په اړه دي، د دغو ادارو له دوسیو څخه ورک شوي او سیګار نه دی توانېدلی چې ومومي‌ دا بهیر په دغو پرګروامونوکې تطبیق شوی که نه.

د بهرنیو چارو وزارت ځینو مقاماتو سیګار ته ویلي دي‌ په افغانستان او پاکستان کې د دغو دوو ادارو د دفترونو له ختمېدو او د کارکوونکو له رخصتېدو وروسته یې ونه شو کولای اسنادونه لاس ته راوړي.

د دغه راپور په اساس، طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې له بیا واکمن کېدو وروسته هڅه کړې، چې د نادولتي ادارو او موسسو د جوړولو او ځینو نورو لارو څخه له هغو پېسو څخه ګټه واخلي چې امریکا یې د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مقاماتو د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په میاشت کې ویلي وو چې په داسې مسائیلو خبر نه دي چې په کې د پروګرامونو تطبیق کوونکي شریکان یې د نویو جوړو شویو سازمانونو او د طالبانو متحدینو په توګه پېژندل شوي وي.

د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیا ادارې مقاماتو سیګار ته ویلي دي چې دوی داسې راپورونه اورېدلي‌ چې د طالبانو حکومت د اقتصاد په وزارت کې ۱۰۰۰ نوي سازمانونه ثبت شوي او داسې اوازې دي چې د دغو سازمانونو ډېره برخه یې د طالبانو سره اړیکې لري او یا داسې دي چې د ترهګرو ډلو ته پېسې انتقال کړي.

د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال په یوې استماعیه غونډې کې ویلي وو چې طالبانو له افغانستان سره د مرسته کېدونکو پېسو د ترلاسه کولو لپاره «جعلي» موسسې جوړې کړې او خپل خلک د ملګرو ملتونو په ادارو کې ځای په ځای کوي.

مککال ویلي وو: «طالبان تر بل هر وخت اوس د امریکا د مالیه ورکوونکو له مرستو څخه ډېره ګټه اخلي. هغوی له نادولتي سازمانونو څخه غلاوې کوي چې خپل جنګیالي شتمن او خپل ځواک غښتلی کړی.»

خو ځینو امریکايي مقاماتو ویلي وو چې له افغانستان سره د مرسته کېدونکو پېسو کلکه څارنه کېږي چې طالبان ترې ګټه وانه اخلي.

پخ هغه وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیاء احمد تکل د همداسې یو بل راپور په غبرګون کې ویلي وو چې دا ډول راپورونه «د واقعیتونو سره په ټکر کې دي‌ او موږ یې په کلکه» ردوو.

سیګار په خپل راپور کې ویلي‌ چې دا ډول بېلګې جوتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید د اسنادو د ارزونې او ساتلو د بهیر شرایط تطبیق کړي. سیګار وړاندیز کړی چې د ارزونې د بهیر د ښه تطبیق لپاره باید د بهرنیو چارو وزارت عاجل اقدامات وکړي پالیسي جوړوونکي او ناظران وکولای شي د لګښتونو څخه پیدا کېدونکي خطرونه ښه وپلټي.

په دغه راپور کې ویل شوي دي چې د بهرنیو چارو وزارت منلې چې دا خلاوې شته او د ارزونې د بهیر په تطبیق او اسنادو د ثبت په اړه یې ژمنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG