د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: د طالبانو حکومت د امریکا له مالي مرستو ګټه اخلي


د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) وایي د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، د امریکا د مرستو اجرائیوي شریکانو د طالبانو حکومت ته لږ تر لږه ۱۰.۹ ملیونه ډالر په مالیو، ګمرکاتو، تعرفو او نورو خدماتو لپاره ورکړیدي.

د سیګار په راپور کې چې دوشنبه مې ۲۰ ( غوایي ۳۱) خپور شوی همدارنګه ویل شوي چې دا پیسې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، د نړیوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو مرستندویه ادارې (USAID) او د نړیوالو مطبوعاتو لپاره د متحده ایالاتو دفتر (USAGM) پورې اړوندو ۳۸ اجرائیوي شریکانو د طالبانو تر کنټرول لاندې حکومت ته ورکړیدي.

په راپور کې ویل شوي چې دا یوازې هغه پیسې دي چې د امریکا د مرستو څخه د طالبانو حکومت ته ورکړل شوي ځکه د ملګرو ملتونو ادارې چې په افغانستان کې د امریکا مرستې تر لاسه کوي، پدې هکله یې معلومات ندي راټول کړي چې د دې پیسو څخه څومره یې د طالبانو تر کنټرول لاندې حکومت ته ورغلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر میاشتې څخه نیولې د ۲۰۲۳ تر سپټمبر پورې په افغانستان کې ملګرو ملتونو ته ۱.۶ ملیارده ډالر د متحده ایالاتو لخوا ورکړل شوي چې په بیلا بیلو پروګرامونو کې ترې کار اخیستل شوی او په همدې مودې کې د افغانستان سره د متحده ایالاتو د ټولو شویو مرستو ۶۳ سلنه کیږي.

سره لدې چې په افغاستان کې د ملګرو ملتونو ادارو سیګار ته ویلي چې د امتیاز او معافیت کنوانیسیون له مخې دا نړیواله اداره د ګمرکي تعرفو، مالیو او ګمرکي فیسونو ورکولو څخه معاف ده خو په راپور کې ویل شوي چې هغو اجرائیوي شریکانو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته د ملګرو ملتونو همدې مرستو څخه پیسې ورکړي چې د قراردادي په توګه یې د پروګرامونو په تطبیق کې مرسته کړې.

د طالبانو حکومت دې ادارو ته همدا شرطونه ایښي و.

د سیګار په راپور کې ویل شوي چې د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې ویلي و هغه غیر دولتي مؤسسې چې د طالبانو حکومت ته د فیسونو ، مالیو او نورو پیسو په ورکړې کې پاتې راشي، ښایي د ډول ډول عواقبو سره مخ شي، چې د بانکي حسابونو تړل کیدل، د دفترونو تړل کیدل او په افغانستان کې د فعالیت مخه نیول پکې شامل دي.

د سیګار په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې طالبانو د اجرائیوي شریکانو په کړنو کې لاسوهنه کړې.

د ۶۵ اجرائیوي شریکانو د جملې څخه چې پدې راپور کې ورسره مرکې شوي، ۱۷ یا ۲۶ په سلو کې یې ویلي چې د طالبانو لخوا پرې په بیلا بیلې توګې فشار راوړل شوی چې د پروګرامونو طرحو جوړولو او تطبیق کې لاسوهنه، د طالبانو په خوښه افرادو استخدام کول او هغو وګړو ته مرستې رسول پکې شامل دي چې د طالبانو لخوا دې ادارو ته په ګوته شوي و.

د سیګار په راپور کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د مرستو څخه د مالیو او نورو برخو کې د ګټې اخیستو په هکله په شفافه توګه راپور ورکولو لپاره څلور وړاندیزونه شوي چې د ټولو قرارادادونو لخوا د مالیې ورکولو راپور ورکول پکې شامل دي چې د متحده ایالاتو لخوا شوې مرستې تر لاسه کوي.

همدارنګه د ټولو مسؤلینو څخه غوښتل شوې چې د مالیې ورکولو بهرني شرایطو په هکله راپور ورکولو ډاډ ورکړي. د اجرائیوي شریکانو څخه هم باید مسؤل چارواکي د بهرنۍ مالیې ورکولو راپور واخلي او د پنځو کالونو لپاره اجرائیوي شریکان ټول سوابق او اسناد وساتي او خوندي یې کړي.

د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو مجلس د بهرنۍ جرګه ګۍ مشر د ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ میاشتې په ۱۳ مې د سیګار څخه غوښتي و چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د مرستو او پدې هکله پلټنو غوښتنه کړې وه چې آیا د دې مرستو څخه طالبان ګټه اخلي که نه.

سیګار ددې راپور چمتو کولو لپاره د ۱۴۴ مرستندویه ادارو سره خبرې کړي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو لخوا شوې مرستې تطبیقوي.

طالبانو تر دې دمه د سیګار راپور په هکله تبصره نده کړې.

دا ډله د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته رسیدلې خو تر دې دمه یې حکومت هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG