د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: متقي په دوه اړخیزو اړیکو باندې خبرو لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړ


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت چې امیرخان متقي متحده عربي اماراتو ته دا سفر د دغه هیواد د حکومت په رسمي بلنه کړی دی. (عکس ارشیف).
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت چې امیرخان متقي متحده عربي اماراتو ته دا سفر د دغه هیواد د حکومت په رسمي بلنه کړی دی. (عکس ارشیف).

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د متحده عربي اماراتو د چارواکو سره د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ دغه هیواد ته تللی دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د دوشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ شپږم ( مرغومې ۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې سفر په اړه یوازې دومره ویلي چې دا سفر د متحده عربي اماراتو د حکومت په رسمي بلنه کېږي.

هغه ویلي: "په پام کې ده، چې د دې سفر پرمهال به افغان پلاوی [طالبانو حکومت] د اماراتي چارواکو سره پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي همکاريو پراختيا او د دواړو خواو د لېوالتيا وړ پر نورو موضوعاتو خبرې وکړي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د دغه حکومت په لسګونو مشرانو او چارواکو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو په لیست کې شامل دي، چې له امله یې د ملګرو ملتونو د موافقې پرته دا چارواکي بهرنیو هیوادونو ته سفر نشي کولای.

د مولوي امیرخان متقي نوم د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ۱۹۸۸ د بندیزنو د کمیټې په لیست کې د ۲۰۰۱ کال د جنورۍ په میاشت کې چې هغه مهال د طالبانو د حکومت د پوهنې وزیر په توګه کار کاوه شامل شوی وو.

ملګري ملتونه د هغو هیوادونو په غوښتنه چې د بندیزونو په لیست کې شامل طالب چارواکي ورته سفر کوي ته په موقتي ډول دسفر اجازه ورکوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یکشنبې په ورځ جنورۍ پنځم ( مرغومې ۱۶) کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې د امریکا متحده ایالاتو نوي حکومت سره د اړیکو ښه کیدو وړاندیز وکړ، خو په عین وخت کې یې د امریکا د متحده ایالاتو له حکومت وغوښتل چې د افغانستان په اړه د جمهور رئیس جو بایډن پالیسۍ ته دې بیا کتنه وکړي او د طالبانو د مشرانو نومونه دې د تورلیست څخه وباسي.

امیرخان متقي ددغه سفر دمخه ترکیې ته هم دغسې سفر کړی و او هم د روسیې او قطر په ګډون د یو شمیر هیوادونو په بلنه یې په تیر ۲۰۲۴ کال کې څو نورو هیوادونو ته هم سفر کړی وو.

متحده عربي اماراتو پرته له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني په دغه هیواد کې یې د طالبانو سفیر منلی دی.

متحده عربي اماراتو ته تیر ۲۰۲۴ کال د جون په لومړۍ اونۍ کې د طالبانو د کورونیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربسیتان ته په لار ابوظبهۍ ته سفر کړی وو او د متحده عربي اماراتو د دولت د رئیس سره یې کتلي وو. سراج الدین حقاني نوم هم د ښاغلي متقي په څیر د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې شامل دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست متحده عربي اماراتو ته دا سفر په داسې حال کې کړی، چې ددغه هیواد د ولت رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان د یکشنبې په ورځ پاکستان ته تللی دی.

د پاکستان حکومت په یوه بیان کې ویلي چې محمد بن زاید آل نهیان د پاکستان د صدراعظم شهبازشریف سره د پنجاب ایالت په رحیم یار خان ښار کې لیدلي او په دوه اړخیزو مساییلو یې خبرې کړي دي

شهبازشریفد ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي چې د اماراتو د دولت له رئیس سره یې په کتنه کې د پاکستان او اماراتو د همکاریو د لا پیاوړتیا ډاډ ورکړ او د ستراتیژيکې ملګرتیا په چوکاټ کې یې د اړیکو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG