د لاس رسي وړ اتصالات

بنیټ: د افغان نجونو پر وړاندې د طالبانو کړنې د نړیوال قانون له مخې جنایت دی


طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او تازه یې د افغانستان په طبي انسیتیوتونو کې هم هغوی له زده کړو منع کړي دی.
طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او تازه یې د افغانستان په طبي انسیتیوتونو کې هم هغوی له زده کړو منع کړي دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو توپیرې چلند او پالیسو دوام ته په کتنې ویلي چې دا د ټولو مسوولیت دی چې ددغو پالیسو پر وړاندې ودریږي او هغوی چې ددغو کړنو مسوولیت لري حساب ورکولو ته حاضر کړي.

ریچارد بنیټ د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۹(لیندۍ ۲۹) د ایکس پر خپله پاڼه "زده کړې په تمه نشي پاتې کیدلی" په نوم د زده کړو د نړیوال بنسټ سره خپله مرکه خپره کړې چې په کې هغه یو ځل بیا د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو توپیري چلند بشري کرامت ته سپکاوی ګڼلی دی.

هغه ویلي: "د طالبانو توپیرٍي چلند، جلا کولو، بشري کرامت ته سپکاوی او د محرمولو سیستم ډیر پراخه او میتودیکه بڼه لري، چې د لارښوونو، فرمانونو او پالیسو پراساس تطبیق کیږي اکثره په ډیر سخت ډول تطبیق کیږي او کله کله سرغړونکو ته تاوتریخوالي ډکې سزاګانې هم ورکول کیږي. د ښځو او نجونو پر حقونو باندې هر محدودیت که هغه د هغوی د زده کړو پرحق وي او که روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي، د حرکت ازادۍ، عدالت ته د لاس رسي او د ښځو د کار حق دا یو بل سره تړلي دي او په متقابل او ډله ییز ډول عملي کیږي، دا محرمیتونه ډیر سخت او پراخه دي".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکي په دغه مرکه کې یو ځل بیا د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې روانې کړنې د جنسیت پر بنسټ تبعیض ته ورته بللي دي.

هغه ویلي: "زه دې پایلې ته رسیدلی یم چې دا ټول ممکن د بشري کرامت پر وړاندې جنایت ته اضافه شي په ځانګړي ډول د جنسیت پر وړاندې د ځورونې جنایت ته. دا د نړیوال قانون لاندې جنایت دي. دا نه یوازې دوام لري، بلکې د پراخیدو په حال کې دي".

هغه وویل چې افغانانو په ځانګړي ډول ښځو سره په بحثونو کې هغوی ورته په پرله پسې ډول ددې یادونه کړې چې د "جنسیت پر بنسټ تبعیض" اصطلاح په ډیره سمه توګه د دوی د ژوند تجربې څرګندولی شي او په ډیر ښه ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سیستماتیک او ایډیالوژیکي بڼې څرګندونه کولای شي.

ریچارد بنیټ ویلي: "د بشریت پر وړاندې د جنایتونو په اړه په راتلوونکې هوکړه کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض ته په رسمي ډول کود نښه کولو [قانون کې د شاملولو لپاره] مخ په ودې حرکت شته چې زه یې ملاتړ کوم. دا چې ایا هغه څه چې د جنسیت پربنسټ د ځورونې په تړاو په افغاسنتان کې روان دي مونږ یې تشریح کړو، دا ډیره څرګنده ده چې وضعیت نه یوازې د منلو نه دی – غیر معقول هم دی. مونږ ټول ګډ مسوولیت لرو ددغه ډارونکي سیستم پر وړاندې ودریږو او له منځه یې یوسو او هغوی چې پر وړاندې یې مسوولیت لري حساب ورکولو را وړاندې کړو".

په ملګرو ملتونو کې د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د میاشتې راهیسې په یوه کمیټه کې د ښځو پر وړاندې توپیري کړنې د بشريت پر وړاندې تبعیض په توګه د منلو لپاره کار کوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د واک د بیا ترلاسه کولو وروسته د لومړنۍ دوره پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ ورځې وروسته یې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

طالبانو تازه د افغانستان په طبي انسیتیوتونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو هم بندیز لګولی دی.

د ریچارد بنیټ ددغو څرګندونو دمخه د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت د دسمبر په ۱۳(لیندۍ ۲۳) په مادرید کې د افغان میرمنو یو کنفرانس ته په وینا کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو د پراخه او دوامداره سرغړونو پای ته رسولو لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو حساب ورکول اړین بللي وو او په دې برخه کې د یو شمیر هیوادونو له خوا د ترسره شویو اقداماتو ملاتړ کړی وو.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د اروپايي ټولنې او همکارۍ لپاره ددغه هیواد د بهرنیوچارو وزیرخوزه مانویل الباریس په مادرید کې د افغان میرمنو د استازو په ګډون ددغه وزارت له خوا جوړ شوي یو کنفرانس ته ویلي چې هیواد یې د افغان میرمنو او نجونو حقونو خوندیتوب او ورڅخه ملاتړاو په افغانستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونکو د معافیت له منځه وړلواو د ترسره شویو جنایتونو پر وړاندې حساب ورکونې ته ژمن دی.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې په دې یو ورځیني کنفرانس کې چې دغه وزارت د ښځو د حقونو د نړیوالو سازمانو سره یې په ګډه بندوبست کړی و، د افغان میرمنو په استازیتوب په بهر کې میشتو ۵۰ افغان میرمنو ګډون کړی و. ددې ترڅنګ افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو، د ملګرو ملتونو ادارو او د ښځو او بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو استازو هم د جمعې د ورځې په دغه کنفرانس کې برخه اخیستې وه.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې ویلي چې ددغه کنفرانس ګډون کوونکو د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۳ (تلې ۲۲) د البانیا په پایتخت تیرانا کې د افغان میرمنو د جوړې شوې درې ورځیني غونډې د پریکړه لیک په عملي کیدو باندې موافقه وکړه .

د تیرانا په غونډه کې په شویو موافقو کې د افغانستان په تړاو په ټولو سیاسي جریانونو کې په معنی دار ډول د افغان میرمنو ګډون؛ د ښځو په مشرۍ د نوښتونو څخه ملاتړ، د دوحې د بهیر سره موازې د غونډو او ډیالوګ په لاره اچول؛ او په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو څخه د سرغړونو په وړاندې په نړیوال عدالت کې د حساب ورکولو ژمنې شاملې وې.

طالبانو لا د ریچارد بنیټ دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو حکومت د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې هغه افغانستان ته له سفر منع کړی دی. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د طالبانو حکومت نور د ریچارد بنیټ خبرو ته غوږ نږدي او ځکه چې د ذبیح الله مجاهد پر وینا هغه د طالبانو پر خلاف پروپاګند کوي. خو ریچارد بنیټ د طالبانو دا تور په کلکه رد کړی او ویلي دي چې هغه ډیر په بې پرې ډول خپل کارونه پرمخ وړي.

د طالبانو حکومت چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیاو واک ترلاسه کړی، تر اوسه د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره له وړاندې ځینې شرطونه اعلان کړي دي. په ډې شرطونه کې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د افغانانو بشري حقونو ته درناوی، د ټولشموله حکومت جوړیدل او د القاعده تروریستي ډلې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو پریکون شرطونه شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG