د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې سازمان: ځواب ویلو ته د طالبانو د چمتو کولو لپاره یو اغیزمن عدلي بهیر ته اړتیا ده


بشري حقونو نړیوالو بنسټونه وايي طالبانو د مشر له خوا امربالمعروف د قانون د توشیح وروسته افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تیرو څه باندې دریو کلنو کړنو ته قانوني بڼه ورکړل شوې ده.
بشري حقونو نړیوالو بنسټونه وايي طالبانو د مشر له خوا امربالمعروف د قانون د توشیح وروسته افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تیرو څه باندې دریو کلنو کړنو ته قانوني بڼه ورکړل شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د ځپونکو پالیسو او کړنلارو پر دوام ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو د هغو غړو د حساب ورکولو لپاره چې د نړیوالو قوانینو پراساس پر جنایي کړنو تورن دي یو موثرعدلي بهیر ته وده ورکړي .

بخښنې نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ نومبر۲۶(لیندۍ شپږم) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د نړیوال ۱۶ ورځني کمپاین د پیل یوه ورځ وروسته د ایکس په ټولنیزه شبکه کې له خلکو غوښتي چې په دې تړاو ددغه سازمان غوښتنلیک دې لاسلیک کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي: "د طالبانو د جنسیت پر بنسټ د ځورونې کمپاین یو داسې شدید جاذبه لرونکی او سیتماتیکه بڼه لري چې په مجموعي ډول دا کړنې او پالیسۍ د یو ځورونکي سیستم څخه چې هدف یې په ټول هیواد کې د ښځو او نجونو مطیع کول او څنډې ته کول دي [منشا اخلي]".

د بخښنې نړیوال سازمان د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د طالبانو د هغو غړو د حساب ورکولو لپاره چې د نړیوالو قوانینو له مخې پرې د جنايي جرمو ترسره کولو شک کیږي باید یو عدلي بهیر ته وده ورکړي.

دغه سازمان په خپله پاڼه په خپره شوې یوه ویډیو کې د جنسیت پر بنسټ د طالبانو د ځپونکو کړنو په تړاو پنځه اقداماتو یادونه هم کړې او د خپلې دغې غوښتنې د ملاتړ لپاره یې د خلکو د لاسلیکونو د ټولولو لپاره یو غوښتنلیک هم خپور کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو ددغو پنځه کړنو په اړه ویلي: "اول: د ښځو د حقونو او د جنسیت د برابرۍ د ودې او ساتنې په برخو کې د ټولو لارو له منځه وړل. دوېیم: [ښځو او نجونو] ښوونځیواو لوړو زده کړو بندیز. درېیم: ګواښول، تبعیض په خپلسر نیول او د ښځو د حقونو د مدافعانو بندیانول. څلورم: په سیاسي، ټولنیزاو کلتوري چارو کې د ښځو پر ګډون بندیز. پنځم: ۸۰ سختو پالیسو لګول چې د ښځو ازادي ځپي ".

د بخښنې د نړیوال سازمان ددغه غوښتنلیک د خپریدو دمخه افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ هم په یوه ویډیوي پیغام کې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت یې خپور کړی دی ویلي چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی په افغاسنتان کې ژورې ریښې لري، چې د طالبانو د څپونکو او د سیستماتک تبعیضي اقداماتوله امله نور هم شدت موندلی دی.

ریچارد بنیټ ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون "د اخلاقي څارنې ځپونکی قانون دی، چې پر ښځو او نجونو د ظلم او ستم کړنې لا زیاتوي."

هغه ددغه قانون پر پلي کیدو د نیوکې په ترڅ کې ویلي: "مونږ باید یوه لاره ومومو چې طالبان دا ومني چې خپل مسیر بدل کړي."

د نومبر ۲۵ د ملګرو ملتونو له خوا په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.

همداشان دغې ورځې سره هممهاله د ښځو د حقونو څخه د ملاتړ او د خلکو د خبرتیا د کچې د لوړولو لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیلیږي چې ډسمیر تر لسمې چې د بشري حقونو نړیواله ورځ ده دوام مومي.

د طالبانو حکومت ددغې ورځې د نمانځنې لپاره د کومې غونډې د جوړیدو خبر نه دی ورکړی. خو د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې دا حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ‌‌‌منځه وړلو د نړیوالې ورځې سره هممهاله ملګرو ملتونو له طالبانوغوښتي چې د ښځو او نجونوپر وړاندې د تاوتریخوالی د پای ته رسیدلو لپاره دې چټک ګامونه واخلي چې د هغو اقداماتو مخه ونیول شي چې د ښځو او نجونو بنسټیزو ازادیو ته په سیستماتیک ډول زیان رسوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په دې اړه ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د عدالت رامنځ ته کولو په موخه بیړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.

میرمن اوتنبایو ویلي چې ددغو سترو ننګونو پر وړاندې افغان میرمنې د وقار او ازادۍ ترلاسه کولو لپاره په مبارزه کې خپله زړرتیا څرګندوي.

د افغان میرمنو د حقونو د معترضو ښځو یو شمیر خوځښتونو هم د نومبر د ۲۵ ورځې په مناسبت په اعلامیو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت کړنې او پالیسۍ په سخټو ټکو غندلي او ویلي دي چې اوس په دغه هیواد کې ښځې د بل هروخت پرتله د سخت تاوتریخوالي سره مخ دي.

د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د تیرو څه باندې دریو کلنو اقداماتو ته په کتنې ویلي، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د توشیح وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو ټولو کړنو ته قانوني بڼه ورکړې ده.

دا قانون چې څلورفصله او ۳۵ مادې لري د امربالمعروف وزارت د محتسبینو له خوا پلی کیږي، محتسبینو دا واک ترلاسه کړی چې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې وټاکي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG