د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د نړیوالې ورځې سره هممهاله ملګرو ملتونو له طالبانوغوښتي چې د ښځو او نجونوپر وړاندې د تاوتریخوالی د پای ته رسیدلو لپاره دې چټک ګامونه واخلي چې د هغو اقداماتو مخه ونیول شي چې د ښځو او نجونو بنسټیزو ازادیو ته په سیستماتیک ډول زیان رسوي.
یوناما د دوشنبې په ورځ نومبر۲۵( لیندۍ پنځم) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت ددغې ادارې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده.
ملګرو ملتونو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ نمانځل کیږي او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځنی کمپاین پیل شوی دی.
یوناما ویلي چې دا کمپاین د نومبر پر ۲۵ چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده پیل شوی دي او د ډسمبر په لسمه چې د بشر د حقونو نړیواله ورځ ده به پای ته ورسیږي.
سږکال کمپاین په داسې حال کې پیل کیږي چې د بیجینګ د عمل لپاره د اقدام سند (۱۹۹۵) څخه ۳۰ کلنونه پوره کیږي اودا سند د جنسیت د برابرۍ لپاره د ملګرو ملتونو د لارې ټاکل وې نقشه ده.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "په هیواد کې د جنسیتي مساواتو جوړښت له منځه تللو سره د هغو ښځو لپاره چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی، هراړخیز او با کیفیته خدمتونو ته لاس رسی په ژوره توګه اغیزمن شوی دی. په داسې حال کې چې دغسې خدمتونو ته اړتیا لا زیاته شوې ده."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په دې اړه ویلي: " مونږ د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په یوه حساس پړاو کې یو. مونږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د عدالت رامنځ ته کولو په موخه بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لرو."
میرمن اوتنبایو ویلي چې ددغو سترو ننګونو پر وړاندې افغان میرمنې د وقار او ازادۍ ترلاسه کولو لپاره په مبارزه کې خپله زړرتیا څرګندوي.
په ټول هیواد کې د ښځو چارو موسسې د هغو ښځو لپاره چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی اړینې مرستې برابروي، په داسې حال کې چې د ټولنې خلک او مذهبي مشران زیان رسوونکي ټولنیز عنعنات ننګجوي. د لوړې کچې د محدودیتونهو سره سره، سړي او هلکان په خپلو کورنیو او ټولنو کې د ښځو د ملاتړ لپاره په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان دي.
د یوناما او د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې په دې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو، د ادارې مشرې الیسون ډیویډیان ویلي: " دا حقیت چې افغان میرمنې او نجونې نن ورځ د تیرو نسلونو په پرتله لږ حقونه لري ددوي د مبارزې یو تریخ حقیت دی او نړیواله ټولنه اړباسي چې له دوی سره د دریدو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي، ترڅو د دوی پرمقاومت او ځواکمنتیا پانګونه وکړي".
ملګرو ملتونو ویلي چې د ښځو پر واندې تاوتریخوالی د افغانستان په ګډون د نړۍ په هیڅ ګوډ کې نشي توجیه کیدلی. په افغانستان کې ملګري ملتونه د هغو ښځو او نجونو اړتیاو ته د رسیدنې په برخه کې چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی ، د دوي د غږ پورته کولو او همدارنګه د هغوی له حقونو څخه ددفاع په برخه کې پرخپلو ژمنو باندې ټینګار کوي.
طالبانو حکومت تراوسه د ملګرو ملتونو دغې غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلې. دمخه د طالبانو حکومت ویلي وو چې د اسلام د دین په جوکاټ کې د ښځو ټولو شرعي حقونو ته دا حکومت ځان پاپند ګڼي.
د ښځو د حقونو د غبرګونوونه
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان میرمنو یو شمیر اعتراضي خوځښتونو د جلا غونډو او اعلامیو په ترڅ کې په افغاسنتان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت کړنې او پالیسۍ په سخټو ټکو غندلي او ویلي دي چې اوس په دغه هیواد کې ښځې د بل هروخت پرتله د سخت تاوتریخوالي سره مخ دي.
د ارغوني شنبې د ورځو خوځښت یو شمیرغړو ددې ورځې په مناسبت د افغاسنتان په ځینو ښارونو کې د بندو دروازو شاته په جوړو شویو غونډو کې ویلي چې ۱۱۹۸ ورځې کیږي چې نړیوالې ټولنې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د مبارزې په برخه کې هیڅ بریالیتوب نه درلود.
دغه خوځښت ویلي: " ددې سره سره چې د طالبانو له خوا د ښځو پرواندې دا تاوتریخوالی او هغوی د بې شمیره محرومیتونو سره مخ کول د افغان میرمنو ترمنځ د اندیښنې وړ ډول د روحې ناروغیو، د جبري او د کم عمر د ودونو، ځان وژنې، کورني تاوتریخوالی او د طالبانو د وسله والو جنسي تیري د زیاتیدو سبب شوي، خو د ۱۱۹۸ تورو ورځو په تیریدو نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول ملګري ملتونه او دغې ټولنې مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" .. د بشري جنایتونو پر وړاندې جدي اقدام نه دی کړی".
همداشان د افغان مېرمنو د سیاسي مشارکت شبکې هم په یوه اعلامیه کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د ښځو د وضعیت په اړه ویلي چې د طالبانو په واکمنۍ کې نه یوازې ښځو او نجونو د زده کړو او کارحقونه له لاسه ورکړي، بلکې د ژوند د تیرولو لپاره یې ټول بشري حقونه هم له لاسه ورکړي دي.
دغه شبکې د نومبر د ۲۵ ورځې سره هممهاله د ۱۶ ورځينې کمپاین اهمیت یادونه هم کړې او د ښځواو مدني فعالانو څخه یې غوښتي چې د خلکو د خبرتیا او د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ لپاره دې په دې کمپاین کې برخه واخلي.
همداشان د افغانستان د تاریخ د بدلون په نوم د ښځو د حقونو یو بل خوځښت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د نومبر۲۵ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې ددغه هیواد سنتي ټولنه او افراطي ډلو د شتون له امله د ښځو لپاره ټولې حقوقي او مدني لارې بندې شوي دي او د افغانستان په وسعت یې له ښځو یو دیوال راچاپیر کړی دی.
دغه خوځښت ویلي: " د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د طالبانو د ډلې انګیزه د یو جنیستي ټولنې رامنځ کول دي، شرعي او اسلامي معیارونه اساس ګرځوي چې حتی د اسلام په لومړیو کې شتون نه درلود".
د افغان اعتراض کوونکو میرمنو په خپل سرټوکیدلی غورځنګ چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي کوي په یوه اعلامیه کې په تیرو دریو کلنو کې په پرله پسې ډول د ښځو وضعیت خرابیدو یادونه کړې او ویلي دي چې اوس مهال افغانستان کې د ښځو غږ هم عورت دی.
همداشان دافغان میرمنو د حقونو ځینو نورو خوځښتونو هم د اعلامیو په خپرولو سره په افغانستان کې د ښځو ناسم وضعیت په اړه اندیښنې ښودلي او د نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې پر طالبانو باندې دې په فشار راوړلو سره د افغان میرمنو د بشري وضعیت په ښه کیدو کې مرسته وکړي.
دا بنسټونه وايي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ ( زمري ۳۱) د امربالمعروف او نهی عن النکر د نوي قانون په توشیح کولو سره د ښځو پر وړاندې د طالبانو ټولو کړنو ته قانوني بڼه ورکړې، چې له مخې یې د امربالمعروف وزارت محتسبین چې دا قانون پلی کوي دا واک ترلاسه کړی چې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې وټاکي.
فورم \ دبحث خونه