د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف د جمعې په ورځ، دسمبر ۲۷ (مرغومي اوومه) د چین او اوزبیکستان نښلوونکي ریل ګاډي پټلۍ د جوړولو کار پرانیست چې له اروپا سره راکړې ورکړې ته لار هواروي.
چین په مرکزي اسیا کې، چې روسیه یې د خپل نفوذ لاندې سیمه بولي، د ریل د پټلیو او سرکونو په جوړولو میلیاردونه ډالر پانګونه کړې ده.
جباروف د قرغیزستان په جنوب کې د جلال اباد په واورې پټې غرنۍ سیمه کې دا پروژه پرانیستله.
دا ۵۲۳ کیلومتره اوږده پټلۍ د چین د لویدیځ سین کیانګ سیمې له کاشغر څخه د قرغیزستان د سرحدي جلال اباد سیمې څخه تیریږي او د اوزبیکستان اندیجان ته رسیږي.
د ریل ګاډي ددې پټلۍ ۱۵۵ کیلومتره په چین کې، ۳۰۵ کیلومتره په قرغیزستان کې او ۶۳ کیلومتره په اوزبیکستان کې موقعیت لري.
جباروف ددې پروژې د پرانیستنې غونډې ته وویل چې "دا مسیر به له چین څخه قرغیزستان، د مرکزي اسیا نورو هېوادونو، ترکیې او اروپايي اتحادیې ته د توکو انتقال ته لار هواره کړي."
ددې پروژې لګښت شاوخوا اته میلیارد ډالر تخمین شوی دی. د ریل دا پټلۍ له ډیرو غرنیو سیمو څخه تیریږي چې په قرغیزستان کې د ۲۷ تونلونو او ۴۶ پلونو جوړول ددې پروژې برخه ده.
ددې پروژې په اړه د تیرو دوو لسیزو راهیسې خبرې کیدې او د جون په میاشت کې د چین، قرغیزستان او اوزبیکستان مشرانو یې د پلي کولو تړون لاسلیک کړ.
د قرغیزستان د ریل ګاډو د چارو ادارې ویلي چې دا پروژه به په شپږو کلونو کې بشپړ شي.
چین د "کمربند او سرک" د پروژې په ترڅ کې د خپل بهرني نفوذ د پراخولو د پاره د مرکزي اسیا له سیمې سره، چې غني طبیعي منابع لري، د اړیکو پراختیا مهمه بللې ده.
فورم \ دبحث خونه