د اوزبیکستان چارواکو افغانانو ته بلنه ورکړې چې د ترمز په سرحدي سیمه کې د یو نړیوال سوداګریز مرکز څخه لیدنه وکړي او له دې لارې له نورې نړۍ سره اړیکې ټینګې کړي.
د "ایریتوم ازادې ساحې" په نوم دا سوداګریزه سیمه د افغانستان سره پر پوله د امو د سیند پر غاړه پرانیستل شوې ده.
د لغمان ولایت اجمل نادر ثاقبي چې دغې سوداګریزې ساحې ته ورغلی، وايي "له ډیر وخت راهیسې موږ د ګډ بازار په اړه فکر کاوه، چې د ټولو مشکلاتو سره سره، ښايي دا یې پیل وي."
په ۳۶ هکتاره ځمکه باندې ددې سوداګریزې ساحې په جوړولو ۷۰ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی. په دې ساحه کې د دفترونو دپاره د ودانیو ترڅنګ ګدامونه جوړ شوي چې د کاله د ۱۰۰ زره ټرکونو او ۹۰۰ زره ټنه توکو د ذخیره کولو وړتیا لري.
دا سوداګریزه ساحه د ترمز د نړیوال ترانسپورتي او لوجستیک مرکز څخه جلا ده. په دې ساحه کې نړیوال هوټلونه او رستورانتونه، عصري روغتون او یو اکادمیک مرکز پرانیستل کیږي او د دوکانونو لپاره پکې ۵۰ زره متر مربع ځمکه ځانګړې شوې ده.
د اوزبیکستان چارواکي اټکل کوي چې ۱.۵ میلیون کسان به هر کال ددغې سوداګریزې ساحې څخه لیدنه وکړي او عاید به یې ۱.۲ میلیارد ډالرو ته ورسیږي.
د ایریتوم سوداګریزې ساحې مسئول بختیار رحیموف په دې لړ کې د ننګونو موجودیت مني خو ټینګار کوي چې د دوی اټکل پرځای دی. هغه امریکا غږ ته وویل: "موږ باور لرو چې دا حقیقت لري، ځکه چې موږ ګاونډی هیواد او شاوخوا سیمه مطالعه کړې، د سوداګرۍ سروې مو ترسره کړې او له افغان مشرانو سره مو د خپل لیدلوري په اړه خبرې کړې دي. موږ پوهیږو چې دوی زموږ سره کار کولو ته لیوال دي."
د اوزبیکستان د صدراعظم عبدالله عارفاف او د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالغني برادر برسېره د قرغیزستان، قزاقستان او اذربایجان لوړپوړي چارواکي دغې سوداګریزې ساحې ته ورغلي، او ددې ساحې د مسئولینو اټکلونه یې پرځای بللي دي.
بهرنیان کولی شي ویزې ته له اړتیا پرته د دوو اونیو لپاره دغې ساحې ته ورشي او له مالیاتو پرته د خپلې خوښې په اسعارو راکړه ورکړه وکړي.
د اوزبیکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف په لارښوونه ددې سوداګریزې ساحې ۴۰ سلنه د افغانستان صنعت کارانو او سوداګرو ته ځانګړې شوې ده. په دغه ساحه کې د ۵۰۰۰ کاري فرصتونو له جملې څخه تر ۳۰ سلنې دندې هم افغانانو ته ځانګړې شوي دي.
افغان سوداګرو له وړاندې د ایریتوم سوداګریزې ساحې پنځه سلنه برخه نیولې ده. د بلخ ولايت سوداګر حکيم يار چې په مزار شریف کې کرنیز شرکت لري، په پام کې لري چې د ایریتوم په ازاده سوداګریزه ساحه کې د خپل شرکت د صادراتو او وارداتو دفتر پرانیږي.
د ننګرهار ولایت سوداګر قاري شیرګل خان هم دې ساحې ته ورغلی او اټکل کوي چې هلته به د افغان سوداګرو شمېر زیات شي. هغه امریکا غږ ته په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په اړه وویل: "موږ خپل ظرفیت ندی بایللی. موږ اوس هم د کار، جوړولو، سوداګرۍ، ګټې، پراختیا او پانګونې وړتیا لرو."
د ایریتوم په سوداګریزې ساحې کې هیڅ یو افغان سوداګر چې امریکا غږ ورسره خبرې کړي دي، د طالبانو په اړه شکایت ندی کړی او پر ځای یې د سوداګرۍ په برخه کې له اوزبیکستان سره د طالبانو د حکومت هلې ځلې ستایلي دي.
خو افغان سوداګر په خپل هېواد کې د بریښنا او تولیداتو د کمښت او په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره د مخ په ځوړه کاري فرصتونو څخه شکایت لري.
په تاشکند کې د مرکزي اسیا پوهنتون په پام کې لري چې د ایریتوم په ساحه کې خپله یوه څانګه پرانیزي او د سوداګرۍ په برخه کې د افغانانو روزنې او شاوخوا ۲۰۰ افغان محصلینو ته د وړیا زده کړې او استوګنې زمینه برابره کړي.
د ایریتوم سوداګریزې ساحې اجرائیوي رئیس میرحمید میرپولادوف وویل: "ډیر ژر به د ویزې یو دفتر پرانیستل شي. هغه بهرنیان چې دلته د اوږدې مودې لپاره کار، زده کړه او خدمات غواړي، کولی شي د ویزې غوښتنه وکړي."
میرپولادوف زیاته کړه چې د ایریتوم سوداګریزې ساحې ته د لاسرسي په موخه د امو پر سیند باندې ځانګړی دهلیز جوړ شوی او هغه بهرنیان چې له دې ازادې ساحې بیرون د ازبیکستان نورو برخو ته لاسرسی غواړی، اضافي جواز ته اړتیا لري.
د اوزبیکستان په ترمز کې د ایریتوم سیمه له مزار شریف څخه ۶۰ کیلومتره فاصله لري. دا سیمه پر هغه سوداګریز مسیر پرته ده چې پاکستان، افغانستان، ازبیکستان، قزاقستان، قرغیزیستان او روسیه سره نښلوي.
دا ساحه په وچه کې پروت اوزبیکستان لپاره ځانګړي ارزښت لري ځکه چې غواړي د هند د سمند بندرونو ته لار ومومي. اوزبیکستان همدارنګه په پام کې لري چې د ایریتوم سوداګریزې ساحې او مزارشریف ترمنځ د بسونو ورځنی تګ راتګ پیل کړي.
د متحده ایالاتو دریځ
امریکا غږ په اوزبیکستان کې د متحده ایالاتو له سفیر جوناتن هینیک څخه د ایریتوم ازادې ساحې په اړه وپوښتل، هغه د افغانستان او طالبانو په اړه د امریکا په عمومي دریځ ټینګار وکړ.
هینیګ وویل: "په پراخه توګه، موږ د هر هغه څه ملاتړ کوو چې عامو افغانانو ته یې ګټه رسیږي او د پولې په اوږدو کې د ثبات سره مرسته کوي. موږ پوهیږو چې اوزبیکستان قانوني اقتصادي اندیښنې لري چې باید حل شي."
د متحده ایالاتو سفیر زیاته کړه: "دا باید د نړیوال رسمیت پیژندنې او پیسو ته د لاسرسي لپاره د طالبانو د غوښتنې څخه جلا وي کوم چې پکار ده د دوحې د پروسې له لارې د نړیوالې ټولنې لخوا په ګډه اداره شي." د دوحې د تړون له مخې، شاوخوا ۳۰ هېوادونه د افغانستان سره د تعامل په اړه فکر کوي.
هینیک اوزبیکستان د دوحې د پروسې فعال غړی وباله او ټینګار یې وکړ چې د واشنګټن او تاشکند ترمنځ د افغانستان په اړه "خورا قوي ډیالوګ" موجود دی او "زموږ ګټې له نږدې سره تړلي دي."
په تاشکند کې نور لویدیځ ډیپلوماتان هم له هینیک سره همغږي دي او وايي چې د بشري حقونو او حکومتدارۍ د شرایطو پر بنسټ د کابل رژیم په رسمیت پېژندل د اړیکو د عادي کولو او د پانګونې د جلبولو لپاره مهم دي.
طالبان د یو وروستي تړون په اړه په قهر دي چې له مخې یې واشنګټن د هغو لسګونو امریکايي الوتکو کنټرول تاشکند ته وسپاره چې په ۲۰۲۱ کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر وخت اوزبیکستان ته لیږدول شوې وې.
د متحده ایالاتو سفیر وویل، واشنګټن او تاشکند له یو بل سره "پیاوړې پوځي او امنیتي اړیکې" ساتي.
خو هینیک امریکا غږ ته زیاته کړه: "امریکا تر نن ورځې پورې له افغانستان سره د بشري مرستو ترټولو لوی مرسته کوونکی دی. موږ په پراخه کچه مرستې چمتو کوو ځکه چې د اوزبیکستان په څیر، موږ غواړو چې په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوی وشي."
فورم \ دبحث خونه