د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د ۱۴۰۳ کال لومړۍ ربع کې د افغانستان صادرات له ۲۹۳ میلیونو ډالرو زیات وو


د نړیوال بانک د راپور له مخې افغانستان د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځه میاشتو کې ۶۱۳.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت مالونه صادر کړي او د ۳.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت یې مالونه وارد کړي دي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې افغانستان د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځه میاشتو کې ۶۱۳.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت مالونه صادر کړي او د ۳.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت یې مالونه وارد کړي دي.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو د ادارې شمیرنې ښيي چې افغانستان د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۲۹۳.۳ میلیونو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي.

دغې ادارې د شنبې په ورځ جولاۍ ۲۰ (چنګاښ ۳۰) په یو راپور کې ویلي چې افغانستان د حمل په میاشت کې ۹۵.۶ میلیونو ډالرو، د ثور په میاشت کې ۱۰۴.۶ میلیونو ډالرو او د جوزا په میاشت کې ۹۳.۳ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي.

ددې راپور له مخې که څه هم د ثور په میاشت کې د تیر۱۴۰۲ لمریز کال د ثور د میاشتې پرتله صادراتو کې زیاتوالی راغلی، خو د حمل او جوزا په میاشتو کې د تیرکال د همدې میاشتو پرتله صادرات کم وو.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو د ادارې د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې افغانستان ته وارداتي توکو په اړه په دې راپور کې ویلي چې په دغو دریو میاشتو کې له بهرنیو هیوادونو دغه هیواد ته د ۲.۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي.

په دې راپور کې د روان لمریز کال د حمل په میاشت کې د وارداتو مجموعي کچه ۶۵۰ میلیونه ډالره ښودل شوي او ویل شوي چې د ثور په میاشت کې د وارداتو کچه ۹۵۰ میلیونه ډالره او د جوزا په میاشت کې ۹۰۰.۹ میلیونه ډالره وه، چې د ۱۴۰۲ کال د جوزا د میاشتې پرتله په وارداتو کې ۴۹.۶ میلیونو ډالرو کموالی راغلی دی.

د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا د افغانستان په صادراتي توکو کې پنبه، وچ انځر، ممیز، اینجه، پیاز، انګور، مڼې، زعفران، انار او رومي بادنجان دي.

افغانستا خپل ډیر توکي پاکستان، هند، ایران، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، چین، ترکیه، اوزبیکستان او د امریکا متحده ایالاتو په ګډون یو شمیر اروپايي هیوادونو ته صادروي.

همداشان چین، پاکستان، ایران او ترکمنستان د هغو هیوادونو په سر کې ځای لري چې افغانستان ته په ځانګړي توګه تیل، خوراکي توکي او د اړتیا وړ نور توکي واردوي.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو د ادارې ویلي صادراتو کې: "صادرات او بیا صادرات شامل دي او په وارداتو کې محصول شوي او غیر محصول شوي توکي شامل دي".

ددې دمخه نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي وو چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځه میاشتو کې افغانستان د ۱۶ فیصدو صادراتو په کمښت ۶۱۳.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لرل. ددغه بانک د راپور له مخې دغه هیواد په ۲۰۲۳ کال په لومړیو پنځه میاشتو کې ۷۳۱.۶ میلیونو ډالرو صادرات لرل.

نړیوال بانک د صادراتو د کمښت د ډبرو د سکرو او د خوراکي توکو په صادراتو کې د پام وړ کمښت له امله یاد کړی دی.

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي: "د ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځه میاشتو کې د افغانستان واردات د ۲۲ فیصدو په زیاتوالي سره ۳.۸ میلیارده ډالره ووچې تیر ۲۰۲۳ کال په همدې موده کې د وارداتو اندازه ۳.۱ میلیارده ډالره وه چې سږکال په کې زیاتوالی راغلی دی".

نړیوال بانک ویلي چې د صادراتو پرځای د افغانستان د وارداتو وده د دغه هیواد د سوداګریز بیلانس د کسر د خورا زیات زیاتوالي سبب شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG