د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د افغانستان د سرحدي سیمو د ستونزو حل لپاره ځانګړې کمېټې جوړوي


د تاجیکستان جمهور رئیس امام علي رحمان د ۲۰۲۰ کال د اګست په میاشت کې د دغه هیواد د سرحدي سیمو څخه د کتنې پر مهال د لوډسپیکر له لارې د امو د سیند له هغې غاړې د بدخشان ولایت د شُکی ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو سره خبرې کړې وې.
د تاجیکستان جمهور رئیس امام علي رحمان د ۲۰۲۰ کال د اګست په میاشت کې د دغه هیواد د سرحدي سیمو څخه د کتنې پر مهال د لوډسپیکر له لارې د امو د سیند له هغې غاړې د بدخشان ولایت د شُکی ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو سره خبرې کړې وې.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د افغانستان په ټولو سرحدي سیمو کې د اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره په سرحدي ولایتونو کې د ځانګړو کمېټو د جوړولو حکم ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د یکشنبې د ورځې ناوخته اګست څلور ( زمري ۱۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه لیکلي چې د طالبانو د مشر ددغه حکم له مخې به د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په مشرۍ او د سرحدي ولایتونو د مرستیالانو او ولسوالانو او دفاع وزارت د استازو په ګډون کمېټې جوړې شي.

په دې حکم کې ویل شوي دي‌، دغه کمېټې به د يادو سيمو د اوسېدونکو لومړني خدمات لکه "ديني او عصري زده کړې، روغتيا، مخابرات، سړکونه او د څښاک اوبه" او داسې نور ضرورتونه تشخیص او تثبیت کوي او "عملا به د یادو سیمو د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي."

د طالبانو د مشر په دغه حکم کې د ماليې وزارت ته سپارښتنه شوې، چې دغې کمېټې ته د اړتيا وړ بودیجه برابره کړي.

فطرت لیکلي: "په دغه اقدام سره به د افغانستان د ټولو سرحدي سیمو د خلکو مشکلات تر ممکنه حده حل شي او د هغوی اړتیاوې به پوره شي."

تراوسه د طالبانو حکومت دا نه دي ویلي چې ملا هبت الله اخوندزاده ولې ددغسې کمېټې د جوړولو پریکړه کړې ده، خو د طالبانو د مشر په حکم کې د ډیورنډ د کرښې په ځانګړي ډول یادونه شوې او دا کرښه د فرضي کرښې په توګه یاده شوې ده.

په تیرو شاوخوا څلور نیمو لسیزو کې په افغانستان کې د جګړو له امله ددغه هیواد سرحدي سیمو ته ډیره پاملرنه نه ده شوې او په دغو سیمو کې د پوهنې، روغتیا په ګډون د اوسیدونکو د ژوند د ښه کیدلو لپاره ډیر څه نه دي شوي.

د مخکني «اسلامي جمهوريت»په مهال ځینو سیمه ییزو چارواکو د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو له خوا د افغانستان لور ته د امنیتي پوستو د انتقالولو ادعاوې کړې وې. خو پاکستان دا راپورونه رد کړي وو.

همداشان د افغانستان او تاجیکستان سره په سرحد کې د کندز او بدخشان د ولایتونو په سرحدي ولسوالیو کې اوسیدونکي په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې خپلو سیمو ته د تګ راتګ او لوژیستکي اکمالاتو په برخه کې ډیرې ستونزې یادوي.

که څه هم په وروستیو کلنو کې د تخار د درقد ولسوالۍ ته د تګ راتګ لپاره د کوچنیو کښتیو څخه کار اخیستل کېږي، څو کاله وړاندې ددغې ولسوالۍ خلکو او د بدخشان ولایت د درواز ولسوالۍ اوسیدونکو د ژمي په څو میاشتو کې خپلې اړتیاوې د تاجیکستان له لارې پوره کولې.

د تاجیکستان جمهور رئیس امام علي رحمان د ۲۰۲۰ کال د اګست په میاشت کې افغانستان سره د دغه هیواد د سرحدي سیمو د لیدو پر مهال د لوډسپیکر له لارې د امو د سیند له هغې غاړې د بدخشان ولایت د شکی ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو سره خبرې کړې وې.

ددغې ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو د تاجیکستان د جمهور رئیس څخه د څښلو د پاکو اوبو، بریښنا او روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو لپاره مرسته غوښتې وه چې هغه هم ورسره د همکارۍ ژمنه کړې وه.

تاجیکستان د افغانستان د بدخشان، تخار او کندز ولایتونو سره کډ سرحد لري چې اکثره برخې د امو د سیند په واسطه جلا شوي دي. د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سرحد په اوږدو کې پنځه پلونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره جوړ شوي دي. د تاجیکستان او پاکستان سربیره اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران هم افغانستان سره اوږد سرحد لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG