د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد: افغانستان او پاکستان ترمنځ لا هم د 'یو سند رژیم' پر خپل ځای دی


پاکستان د ۲۰۲۳ کال نومبرد میاشتې راوروسته افغانستان سره د تګ راتګ په برخه کې د "یو سند رژیم" پالیسۍ له مخې یوازې د پاسپورټ او ویزې درلودونکو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي چې دا پریکړه د چمن د اوسیدونکو د پراخه اعتراضونو سره مخ شوې ده.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال نومبرد میاشتې راوروسته افغانستان سره د تګ راتګ په برخه کې د "یو سند رژیم" پالیسۍ له مخې یوازې د پاسپورټ او ویزې درلودونکو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي چې دا پریکړه د چمن د اوسیدونکو د پراخه اعتراضونو سره مخ شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن – سپین بولدک په لار د پاسپورټ او ویزې د شرط پرته د تګ راتګ په اړه ویلي چې لا هم په دغه سرحدي لار د پاکستان د حکومت د "یو سند رژیم" پالیسۍ په خپل ځای ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۵ (زمري څلورم) په دې اړه د خبریالانو پښتنو ته په ځواب کې وویل چې هیڅ بهرنی وګړی پاکستان ته د پاسپورت او ویزې پرته نشي داخلېدلی.

میرمن بلوڅ وویل: "زه غواړم چې په دې باندې ټینګار وکړم چې د یو سند رژیم لا هم په خپل ځای دی او هیڅ بهرنی وګړی پاکستان ته د اعبار وړ پاسپورټ او ویزې پرته نشي داخلیدلی."

د تیرې یکشنبې په ورځ جولاۍ ۲۱( چنګاښ ۳۱) د پاکستان د حکومت د "یو سند رژیم" د پریکړې پرخلاف په چمن کې د پرلت کوونکو د پرلت په ۲۷۴ ورځ د پرلت کوونکو او د پاکستان د سیمه ییز حکومت ترمنځ د خبرو د حکومتي پلاوي غړي ملک عنايت خان کاسي زرګونو پرلتوالو ته وويل چې اوس د چمن او سپين بولدک ولس پر ډيورنډ کرښه ازاد تګ راتګ او تجارت کولای شي.

ملک عنايت کاسي وویل چې د پاکستان حکومت د پرلتوالو ټولې غوښتنې منلې دي. هغه زیاته کړه: "تاسو چې د پرلت څه خوارۍ دلته تېرې کړې وې، وچ حلقي، روژه، ګرمي او يخ مو دلته تېر کړی و، چې ستاسو څه غوښتنې وې، هغه سل په سل کې ومنل شوې."

د ملک عنايت کاسي ددغه اعلان وروسته د چمن – سپین بولدک سرحدي لار د څو ساعتونو لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط پرته د تګ راتګ لپاره د افغانستان د تذکرې او پاکستان د پیژندپاڼې د درلودونکو پرمخ پرانیستل شوې وه، خو یوه ورځ وروسته دا لار بیرته وتړل شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د پرلت کوونکو او د بلوچستان د سیمه ییزحکومت ترمنځ ددې موافقې په اړه له خبریالانو وغوښتل چې بلوچستان سیمه ییز حکومت سره دې ددې موافقې د جزئیاتو په تړاو خبرې وکړي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې له پیل څخه افغانستان سره د تګ راتګ په برخه کې د " یو سند رژیم" پالیسۍ له مخې یوازې د پاسپورټ او ویزې درلودونکو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي. ددې پریکړې دمخه د څو لسیزو راهیسې د سرحد دواړو غاړو ته میشتو اوسیدونکو د افغانستان د تذکرې او پاکستان د پیژندپاڼې درلودونکو په ازاد ډول تګ راتګ کوه.

د نږدې نهو میاشتو دغه اوږد پرلت د ګډون کوونکو په وينا، د ۲۰۲۴ کال د مې د مياشتې پر څلورمه د پاکستان د سرحدي ځواک سرتېرو په چمن کې د پرلتوالو پر احتجاجي کمپ بريد وکړ او په ډزو کې يې دوه پرلتوال ووژل او تر ۱۰ زيات يې ژوبل کړل. هغه مهال د سرحدي ځواک وياند ادعا کړې وه چې پرلتوالو خپله ډزې کړې دي خو د دې ادعا د تصديق لپاره يې کوم ډول ثبوت نه وو وړاندې کړی.

د جون پر څلورمه د شپې مهال د چمن سیمه ییزې ادارې د پرلت د مشر غوث الله او وياند صادق اڅکزي په ګډون د پرلت کمېټې يو شمېر غړي ونيول چې پر لار د پخوا په څیر د تګ راتګ به اړه د ملک عنايت کاسي د اعلان وروسته د جولای پر ۲۱ غوث الله او صادق اڅکزي هم خوشې شوې وو.
د خوشې کیدو وروسته غوث الله پرلتوالو ته په وينا کې وويل چې د پاکستان له دولت څخه يې له لومړۍ ورځې دا غوښتنه وه چې د چمن او سپين بولدک ولسونو ته دې د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارت او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي، چې بالاخره يې "قربانيو" رنګ راوړ او غوښتنې يې ومنل شوې.

د اسامه بن لادن د نږدې همکار نیول

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په دغه خبري کنفرانس کې د د القاعدې د بنسټ ایښودونکي او د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو طراح اسامه بن لادن د یو "نږدې همکار" امین الحق د نیولو په اړه وویل چې د پاکستان د قانون پلي کوونکو ادارو امین الحق د روان کال د مارچ په میاشت کې کله چې له افغانستان څخه په غیر قانوني توګه پاکستان ته داخلیده نیولی وو. میرمن بلوڅ وویل چې هغه د اسامه بن لادن کلیدی همکار وو او نوم یې د ملګروملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو په لیست کې هم شامل دی. ممتاز زهرا بلوڅ وویل چې پاکستان د مارچ په میاشت کې ملګرو ملتونو ته د هغه د نیولو خبر ورکړی وو.

میرمن بلوڅ وویل: "د پاکستان د تروریزم ضد څانګه (CTD) د امین الحق څخه د پلټنې مشري کوي تاسو کولای شئ چې نور معلومات او وضاحت له دغې ادارې څخه وپوښتئ."

پاکستاني رسنیو د جولاۍ د میاشتې په ۱۸ د پاکستان د پنجاب ایالت په ګجرات کې د تروریزم ضد ځواکونو په یوه چاپه کې د امین الحق د نیولو خبر ورکړی وو او دا یې په پاکستان او نړۍ کې "د تروریزم سره د مبارزې په روانو هڅو کې یوه لویه بریا" بللې وه.

د پنجاب د تروریزم ضد څانګې مشر عثمان اکرم ګوندل ویلي و چې امین الحق د امریکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له خوا د القاعدې او اسامه بن لادن د همکارانو په لیست کې شامل شوی دی.

امین الحق د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړ، د ننګرهار په ولایت کې راڅرګند شوی وو.

د ملګر ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څارنې ډلې د جولاۍ د میاشتې په لسم (چنګاښ ۲۰) په یو راپور کې خبرداری ورکړی وو چې افغانستان کې د القاعده او اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش په څیر د ډلو په شتون کې د ناامنۍ د منبع په توګه به باقي پاتې شي.

په دې راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان ته "لاهم د ترهګرو ډلو لخوا د یوې مجازې یا دوستانه سیمې" په توګه کتل کیږي.

د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه استدلال کوي چې القاعده تېر کال د افغانستان په ختیځ جلال اباد ښار او کابل کې د دفترونو په ګډون ددې هیواد لږ تر لږه پنځو ولایتونو کې روزنیز کمپونه او خوندي ځایونه ددې شبکې د بیا تنظیم او استخدام لپاره کارولې دي.

خو د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومی رئیس عبدالحق وثیق د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۵( زمري څلورم) په کابل کې د کورنیو چارو په وزارت کې یوې غونډې ته په وینا کې، په افغانستان کې د افراطي ډلو د شتون په اړه د رسنیو راپورونه د عامه ذهنونو د منحرف کولو هڅه بللې وه.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي رئیس په افغانستان کې د تند لارو افراطي ډلو د شتون په تړاو راپورونه په سیمه کې د بدګمانۍ رامنځ ته کولو لپاره د ځینو استخباراتي شبکو هڅه وګڼله او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ.

هغه وویل:" په افغانستان کې د هغو ډلو مرکزونه چې د ځینو نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې یادې شوي، شتون نلري او هیڅ فعالیت وجود نلري، اما افغانستان د ځینو ډلو د مخربو فعالیتونو قرباني دی چې د افغانستان په ګاونډ او سیمه کې مرکزونه لري او کار کوي."

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ادارې عمومي رئیس ادعا وکړه چې د خرابکارۍ ، فتنه اچونې لپاره "فاسد کسان" افغانستان ته داخلیږي.

د هغه د وینا له مخې ځینې نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د ځینو افراطي ډلو د شتون او فعالیتونو په تړاو د درواغو راپورونه خپروي، چې دغو سازمانونو ته دا معلومات د سیمې او د نړۍ د ځینو استخباراتي شبکو له خوا ورکول کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG