د لاس رسي وړ اتصالات

د چمن د پرلت کوونکو غوښتنې ومنل شوې؛ پرلت ختمیږي


د چمن پرلت کوونکي
د چمن پرلت کوونکي

د چمن د پرلت مشرانو او د حکومت مذاکراتي کمېټې اعلان کړی چې د پرلت کوونکو غوښتنې منل شوي او اوس به د چمن او سپين بولدک ولسونه د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارت او افغان تذکرې تګ راتګ کوي.

نن د یکشنبې په ورځ جولای ۲۱مه (چنګاښ ۳۱مه) د پرلتوالو سره د مذاکراتو لپاره د حکومتي پلاوي يو غړي ملک عنايت خان کاسي زرګونو پرلتوالو ته وويل چې اوس د چمن او سپين بولدک ولس پر ډيورنډ کرښه ازاد تګ راتګ او تجارت کولای شي.

هغه وویل، "سر له ننه څخه به [د چمن او سپين بولدک تر منځ] ستاسو تګ راتګ پر شناختي کارډ او تذکره وي. هغه ځوانان چې شناختي کارډونه نه لري نو د هغوی لپاره مو د نادرا (د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارتونو او نورو اسنادو جوړولو ادارې) ۱۰ ګرځنده دفترونه چمن ته راوړي دي."

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په پیل کې د پاکستان حکومت وویل چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې لرل لازمي دي.

د دې پریکړې په غبرګون کې د اکتوبر پر ۲۱مه په چمن کې پرلت پیل شو چې زیاتره ګډونوال یې هغه پنډیان يا لغړیان وو چې د چمن او سپین بولدک ترمنځ به یې هره ورځ په شا سوداګریزې ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

پرلتوالو د چمن او سپین بولدک ترمنځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارت او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې پر اساس د تګ راتګ د ازادولو غوښتنه کوله.

ملک عنايت کاسي وویل چې حکومت د پرلتوالو ټولې غوښتنې منلې دي: "تاسو چې د پرلت څه خوارۍ دلته تېرې کړې وې، وچ حلقي، روژه، ګرمي او يخ مو دلته تېر کړی و، چې ستاسو څه غوښتنې وې، هغه سل په سل کې ومنل شوې."

د پاکستان حکومت لا تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه بيان نه دی خپور کړی خو د چمن ځايي خلکو امريکا غږ ته وويل چې پر چمن دروازه باندې د پاکستان سرحدي ځواکونو ورته ويلي چې د سبا سهار (جولای ۲۲مې) له اتو بجو څخه به د چمن پر شناختي کارت او د سپين بولدک پر تذکره باندې خلک پرېږدي.

د پرلتوالو يو مخکښ کمانډر منډولي زياته کړه چې اوس به پرلت ټولوي او خپل ۱۰ مياشتنی احتجاج به پای ته رسوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د حکومت او پرلتوالو ترمنځ په وار وار مذاکرات شوي وو خو هر ځل بې نتيجې پای ته رسېدلي وو.

حکومت ويلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ يې د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې د شرط عملي کولو اقدام د ملي امنيت په خاطر کړی دی، خو د چمن پرلت مشرانو ويلي وو چې تر هغو چې حکومت د ځايي خلکو لپاره له افغانستان سره د سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط نه وي ختم کړی، احتجاج ته به دوام ورکوي.

د پرلتوالو په وينا، د ۲۰۲۴م کال د مې مياشتې پر څلورمه د پاکستان د سرحدي ځواک سرتېرو په چمن کې د پرلتوالو پر احتجاجي کيمپ بريد وکړ او په ډزو کې يې دوه پرلتوال ووژل او تر ۱۰ زيات يې ژوبل کړل. هغه مهال د سرحدي ځواک وياند ادعا کړې وه چې پرلتوالو خپله ډزې کړې دي خو د دې ادعا د تصديق لپاره يې کوم ډول ثبوت نه وو وړاندې کړی.

ورسته د جون پر څلورمه د شپې مهال د چمن انتظاميې د پرلت د مشر غوث الله او وياند صادق اڅکزي په ګډون د پرلت کمېټې يو شمېر غړي ونيول چې نن (د جولای پر ۲۱مه) يې خوشې کړل او پرلت ته يې راوستل.

پر دې مهال غوث الله پرلتوالو ته په وينا کې وويل چې د پاکستان له رياست څخه يې له لومړۍ ورځې دا غوښتنه وه چې د چمن او سپين بولدک ولسونو ته دې د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارت او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي، چې بالاخره يې "قربانيو" رنګ راوړ او غوښتنې يې ومنل شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG