د لاس رسي وړ اتصالات

په چمن کې د پرلتوالو او پاکستاني عسکرو ترمنځ تاوتریخوالی دوام لري


پاکستان له خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط سره د سیمې د اوسیدونکو د مخالفت لپاره د نږدې اتو میاشتو روان پرلت د تیرو دریو ورځو راهیسې د تاوتریخوالی سره مخ شوی.
پاکستان له خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط سره د سیمې د اوسیدونکو د مخالفت لپاره د نږدې اتو میاشتو روان پرلت د تیرو دریو ورځو راهیسې د تاوتریخوالی سره مخ شوی.

د بلوچستان ایالت په پښتون میشته سیمه چمن کې له تېرو درېوو ورځو راهیسې د پاکستان د ملېشه ځواکونو د قوماندانۍ مخې ته د راپارېدلو اعتراض کوونکو او امنیتي عسکرو ترمنځ نښتې روانې دي، چې د پرلتوالو د ادعا له مخې ۴۰ پرلت کوونکي د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ژوبل شوي دی.

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند شاهد رند، وایي په دې پېښو کې ۱۵ احتجاج کونکي او ۱۷ امنیتي سرتېري چې پولیس په کې شامل دي، ژوبل شوې دي.

احتجاج کوونکو هڅه کوله چې د کوټې - کندهار لویه لار د هر ډول ټرافیکو پرمخ وتړي خو امنیتي ځواکونو یې مخنیوی وکړ.

اعتراض کوونکو غوښتنه کوله چې د دوی نیول شوي کسان دې راخوشې کړل شي. له امریکا غږ سره په خبرو کې د پرلت کوونکو یو غړي فیض الله وویل، د جون پر څلورمه د پرلت کمېټۍ ځینې غړي د چمن مرستیال کمیسار راجا اطهر عباس د خبرو په پلمه خپل دفتر ته وروغوښتي وو او هلته یې ونیول.

نوموړی زیاتوي، ”اوس موږ خپل پرلت د چمن د ډپټي کمېشنر د دفتر مخې ته پیل کړی او زموږ غوښتنه ده چې زموږ نیول شوي مشران دې راخوشې کړی شي او موږ ته دې افغانستان ته بې له پاسپورټه او د ویزې د سوداګرۍ اجازت راکړي. “

فیض الله وايي چې احتجاجي پرلت به یې ترهغې پورې روان وي ترڅو یې غوښتنې نه وي منل شوې. “

دی وايي، چې د پرلت له ځایه لاریون پیلوي او خپل احتجاجي پرلت خیمې به د چمن د مرستیال کمیسار د دفتر مخې ته وهي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د جون پر شپږمه د پاکستان په مرکزي پارلمان کې په خپله وینا کې وویل، حکومت دې د چمن د پېښې پلټنې وکړي.

هغه وویل، "زه دا غوښتنه کوم چې د سپیکر په مشرۍ کې دې د پارلمان یا د قامي اسمبلۍ یوه کمیټي جوړه شي، چې د چمن د پېښې پلټنې وکړي. دا کمیټي دې هلته ورشي او له خلکو سره دې په پوره ذمه وارۍ خبرې وکړي، او خپل رپوټ دې قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړي."

نوموړي زیاته کړه، ”موږ یوازې د چمن خبره نه کووو بلکې پر پوله (ډیورنډ کرښه) چې څومره قبایلي ولس پروت دی، د هغوی حق دی چې په ازادانه توګه ریاست (پاکستان دولت) دوی ته د سوداګرۍ اجازت ورکړي. تاسو وګورئ په پوله (ډیورند کرښه) باندې د بندېزونو له امله ځايي خلک اغزمن کېږي او د پاسپورټ جبري پرېکړې پرې ورتپل کېږي نو د افغانستان په پوله (ډیورنډ کرښه) پرتو خلکو باندې بې د هغوی له سلا د پاسپورټ ویزو جبري پرېکړې موږ ته په هیڅ ډول منظوره نه دي او په انګور اډه او نورو د پولې (ډیورڼډ په کرښه) چې د خلکو ژوند له تکلیف سره مخ دی باید چې دا بند کړل شي. “

د چمن د انتظامیې په وینا چې دې پرلت والو نږدې یوه میاشت وړاندې د کوژک د کړنګ په غره کې د هرډول ټرافیکو پرمخ سړک تړلی وو او وروسته يې بیا یوازې د مساپروړنکو موټرو ته اجازه ورکړه او د جون پر څلورمه امنیتي ځواکونو د اوښکو بهونکي ګاز په کارولو دغه پرلتوالو پاڅول او لار يې د هر ډول موټرو تګ راتګ لپاره خلاصه کړه.

د چمن پرلت د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له ۲۱مې روان دی او دوی د خپلو غوښتنو لپاره د مې له څلورمې راهیسې د چمن او کوټې ترمينځ لاره تړلې وه.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط ختم کړي خو د پاکستان حکومت دا نه مني.

د بلوچستان ایالت په پښتون میشته سیمه چمن کې له تېرو درېوو ورځو راهیسې د پاکستان ملېشه ځواکونو د قوماندانۍ مخې ته د راپارېدلو اعتراض کوونکو او امنیتي عسکرو ترمنځ نښتې روانې دي، چې د پرلتوالو د ادعا له مخې ۴۰ پرلت کوونکي د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ژوبل شوي دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG