د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د اسامه بن لادن 'نږدې همکار' نیولی


پاکستان ویلي د امین الحق په نور د اسامه بن لادن "نږدې همکار" په پنجاب کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی.
پاکستان ویلي د امین الحق په نور د اسامه بن لادن "نږدې همکار" په پنجاب کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی.

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۹) وویل چې د القاعدې د بنسټ ایښودونکي او د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو طراح اسامه بن لادن یو "نږدې همکار" یې نیولی دی.

د امین الحق په نوم دا کس د پنجاب ایالت په ګجرات کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو په یوه چاپه کې نیول شوی. نوموړی د "سبوتاژ فعالیتونو" په پلان کولو او په هیواد کې د "مهمو تاسیساتو په نښه کولو" تورن دی.

د پنجاب د ترهګرۍ ضد څانګې په یو بیان کې ویل شوي، "د امین الحق نیول په پاکستان او نړۍ کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په روانو هڅو کې یوه لویه بریا ده."

د پنجاب د ترهګرۍ ضد ادارې مشر عثمان اکرم ګوندل ویلي، امین الحق د امریکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له خوا د القاعدې او بن لادن د همکارانو په لیست کې شامل شوی دی.

ګوندل وویل: "هغه له افغانستان څخه د لویدیځ د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته راڅرګند شو. هغه د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه لیدنه کړې او د القاعدې د بیا تنظیمولو هڅې یې پیل کړې."

د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو په ۲۰۰۱ کې د طالبانو لومړنی رژیم وروسته له هغه ړنګ کړ چې د سپتمبر ۱۱مې په بریدونو کې د لاس لرونکو القاعدې اورپکو له سپارلو څخه یې انکار وکړ.

د بن لادن په اړه وروسته وموندل شوه چې په پاکستان کې ژوند کوي او په ۲۰۱۱ کال کې د امریکايي ځواکونو په یو لړ شپنیو عملیاتو کې ووژل شو.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د لویدیځ ملاتړ لرونکي جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته بیا واک تر لاسه کړ.

د طالبانو له بیا واکمن کېدو راهیسې په پاکستان کې، په ځانګړي ډول له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې، د اورپکو فعالیتونه زیات شوي دی. اسلام اباد د کابل واکمنان تورنوي چې د هغو ډلو په له منځه وړلو کې پاتې راغلي چې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې بریدونه چمتو او عملي کوي.

د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې بهرنیو وسله والو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه فعالیت وکړي، خو د اسلام اباد او کابل اړیکې د دې مسلې له امله ترینګلې شوې دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د تاوتریخوالي د کنټرول لپاره د پراخو پوځي عملیاتو اعلان کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG